قاري سعید خوستی
د (من لم یکفرالکافر)قاعده
د بغدادي خوارج له دې قاعدې څخه په استفادې، د امت په لویه ډله د کفر حکم کوي. هغوی چې عام شیعه ګان کافر نه بولي، هغوی چې ډیموکراسۍ کې ووټ ورکونکي او کاندیدان دواړه کافر نه بولي، هغوی چې وضعي محاکمو ته د فیصلو لپاره تلونکي کافر نه بولي، د بغدادي حروریان یې د دې قاعدې په استناد کافروي، دوی وایي: څوک چې کافر ته کافر نه وایي یا یې د یوه کافرپه کفر کې شک وي هغه په خپل کافر ګرځي.
خو آیا دا قاعده د امت د عالمانو تر مینځ څومره مسلّمه ده؟
قاضي عیاض په خپل کتاب الشفاء کې لیکي: “وَلِهَذَا نُكفِّر من لم يُكَفِّر مَنْ دَانَ بِغَيْرِ مِلَّةِ الْمُسْلِمِينَ مِنَ الْمِلَلِ.. أَوْ وَقَفَ فِيهِمْ، أَوْ شَكَّ، أَوْ صَحَّحَ مَذْهَبَهُمْ.. وَإِنْ أَظْهَرَ مَعَ ذَلِكَ الْإِسْلَامَ وَاعْتَقَدَهُ وَاعْتَقَدَ إِبْطَالَ كُلِّ مَذْهَبٍ سِوَاهُ.. فَهُوَ كَافِرٌ بِإِظْهَارِهِ مَا أَظْهَرَ مِنْ خِلَافِ ذَلِكَ”.وروسته یې دلیل بیانوي: “لِقِيَامِ النَّصِّ وَالْإِجْمَاعِ عَلَى كُفْرِهِمْ، فَمَنْ وَقَفَ فِي ذَلِكَ فَقَدْ كَذَّبَ النَّصَّ”. امام نووي په روضة الطالبین کې ورته نظر وړاندې کوي: مَنْ لَمْ يُكَفِّرْ مَنْ دَانَ بِغَيْرِ الْإِسْلَامِ كَالنَّصَارَى، أَوْ شَكَّ فِي تَكْفِيرِهِمْ، أَوْ صَحَّحَ مَذْهَبَهُمْ، فَهُوَ كَافِرٌ، وَإِنْ أَظْهَرَ مَعَ ذَلِكَ الْإِسْلَامَ وَاعْتَقَدَهُ”.امام بهوتي په کشاف القناع کې داسې وایي: “فهُوَ كَافِرٌ؛ لِأَنَّهُ مُكَذِّبٌ لِقَوْلِهِ تَعَالَى: {وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ}”.
چې د ټولو خلاصه داده چې څوګ چې کافر ته کافر نه وایي د قرآن تکذیب کوي ځکه قرآن یهودو او نصاراؤ او د نورو کفري ادیانو واله کافر کړي نو دوی ته کافر نه ویل له همدې نصوصو انکار دی. خو په دې قاعده کې له کافر څخه کوم کافر مراد دی؟
په دې قاعده کې له کافره مراد هغه کافر دی چې کفر یې مجَمع علیه وي یعنې د ده په کفر د ټول امت اتفاق وي لکه یهود، نصاری، وثنیان، قرامطه، بهایان، قادیانیان،له زیدیه او جعفریه ؤ ماسوا ټول هغه شیعه ګان چې قرآن ناقص بولي، ام المؤمنین باندې تهمت لګوي یا داسې نور…… او دا قاعده د فقهاؤ په نصوصو استثناءات هم لري چې موږ وړاندې د تکفیر په موانعو کې پرې خبرې وکړې.
امام ابن أبي العز الحنفي په مشهور کتاب العقیدة الطحاویة کې داسې لیکي: ﻭﻷﻥ اﻟﺸﺨﺺ اﻟﻤﻌﻴﻦ ﻳﻤﻜﻦ ﺃﻥ ﻳﻜﻮﻥ ﻣﺠﺘﻬﺪا ﻣﺨﻄﺌﺎ ﻣﻐﻔﻮﺭا ﻟﻪ، ﺃﻭ ﻳﻤﻜﻦ ﺃﻥ ﻳﻜﻮﻥ ﻣﻤﻦ ﻟﻢ ﻳﺒﻠﻐﻪ ﻣﺎ ﻭﺭاء ﺫﻟﻚ ﻣﻦ اﻟﻨﺼﻮﺹ، ﻭﻳﻤﻜﻦ ﺃﻥ ﻳﻜﻮﻥ ﻟﻪ ﺇﻳﻤﺎﻥ ﻋﻈﻴﻢ ﻭﺣﺴﻨﺎﺕ ﺃﻭﺟﺒﺖ ﻟﻪ ﺭﺣﻤﺔ اﻟﻠﻪ، ﻛﻤﺎ ﻏﻔﺮ ﻟﻠﺬﻱ ﻗﺎﻝ: ﺇﺫا ﻣﺖ ﻓﺎﺳﺤﻘﻮﻧﻲ ﺛﻢ ﺫﺭﻭﻧﻲ، ﺛﻢ ﻏﻔﺮ اﻟﻠﻪ ﻟﻪ ﻟﺨﺸﻴﺘﻪ، ﻭﻛﺎﻥ ﻳﻈﻦ ﺃﻥ اﻟﻠﻪ ﻻ ﻳﻘﺪﺭ ﻋﻠﻰ ﺟﻤﻌﻪ ﻭﺇﻋﺎﺩﺗﻪ، ﺃﻭ ﺷﻚ ﻓﻲ ﺫﻟﻚ. ﻟﻜﻦ ﻫﺬا اﻟﺘﻮﻗﻒ ﻓﻲ ﺃﻣﺮ اﻵﺧﺮﺓ ﻻ ﻳﻤﻨﻌﻨﺎ ﺃﻥ ﻧﻌﺎﻗﺒﻪ ﻓﻲ اﻟﺪﻧﻴﺎ، ﻟﻤﻨﻊ ﺑﺪﻋﺘﻪ، ﻭﺃﻥ ﻧﺴﺘﺘﻴﺒﻪ، ﻓﺈﻥ ﺗﺎﺏ ﻭﺇﻻ ﻗﺘﻠﻨﺎﻩ. ﺛﻢ ﺇﺫا ﻛﺎﻥ اﻟﻘﻮﻝ ﻓﻲ ﻧﻔﺴﻪ ﻛﻔﺮا ﻗﻴﻞ: ﺇﻧﻪ ﻛﻔﺮ، ﻭاﻟﻘﺎﺋﻞ ﻟﻪ ﻳﻜﻔﺮ ﺑﺸﺮﻭﻁ ﻭاﻧﺘﻔﺎء ﻣﻮاﻧﻊ، ﻭﻻﻳﻜﻮﻥ ﺫﻟﻚ ﺇﻻ ﺇﺫا ﺻﺎﺭ ﻣﻨﺎﻓﻘﺎ ﺯﻧﺪﻳﻘﺎ. ﻓﻼ ﻳﺘﺼﻮﺭ ﺃﻥ ﻳﻜﻔﺮ ﺃﺣﺪ ﻣﻦ ﺃﻫﻞ اﻟﻘﺒﻠﺔ اﻟﻤﻈﻬﺮﻳﻦ اﻹﺳﻼﻡ ﺇﻻ ﻣﻦ ﻳﻜﻮﻥ ﻣﻨﺎﻓﻘﺎ ﺯﻧﺪﻳﻘﺎ. ﻭﻛﺘﺎﺏ اﻟﻠﻪ ﻳﺒﻴﻦ ﺫﻟﻚ، ﻓﺈﻥ اﻟﻠﻪ ﺻﻨﻒ اﻟﺨﻠﻖ ﻓﻴﻪ ﺛﻼﺛﺔ ﺃﺻﻨﺎﻑ: ﻛﻔﺎﺭ ﻣﻦ اﻟﻤﺸﺮﻛﻴﻦ ﻭﻣﻦ ﺃﻫﻞ اﻟﻜﺘﺎﺏ، ﻭﻫﻢ اﻟﺬﻳﻦ ﻻ ﻳﻘﺮﻭﻥ ﺑﺎﻟﺸﻬﺎﺩﺓ، ﻭﺻﻨﻒ اﻟﻤﺆﻣﻨﻮﻥ ﺑﺎﻃﻨﺎ ﻭﻇﺎﻫﺮا، ﻭﺻﻨﻒ ﺃﻗﺮﻭا ﺑﻪ ﻇﺎﻫﺮا ﻻ ﺑﺎﻃﻨﺎ. ﻭﻫﺬﻩ اﻷﻗﺴﺎﻡ اﻟﺜﻼﺛﺔ ﻣﺬﻛﻮﺭﺓ ﻓﻲ ﺃﻭﻝ ﺳﻮﺭﺓ اﻟﺒﻘﺮﺓ. ﻭﻛﻞ ﻣﻦ ﺛﺒﺖ ﺃﻧﻪ ﻛﺎﻓﺮ ﻓﻲ ﻧﻔﺲ اﻷﻣﺮ ﻭﻛﺎﻥ ﻣﻘﺮا ﺑﺎﻟﺸﻬﺎﺩﺗﻴﻦ. ﻓﺈﻧﻪ ﻻ ﻳﻜﻮﻥ ﺇﻻ ﺯﻧﺪﻳﻘﺎ، ﻭاﻟﺰﻧﺪﻳﻖ ﻫﻮ اﻟﻤﻨﺎﻓﻖ.
ﻭﻫﻨﺎ ﻳﻈﻬﺮ ﻏﻠﻂ اﻟﻄﺮﻓﻴﻦ، ﻓﺈﻧﻪ ﻣﻦ ﻛﻔﺮ ﻛﻞ ﻣﻦ ﻗﺎﻝ اﻟﻘﻮﻝ اﻟﻤﺒﺘﺪﻉ ﻓﻲ اﻟﺒﺎﻃﻦ، ﻳﻠﺰﻣﻪ ﺃﻥ ﻳﻜﻔﺮ ﺃﻗﻮاﻣﺎ ﻟﻴﺴﻮا ﻓﻲ اﻟﺒﺎﻃﻦ ﻣﻨﺎﻓﻘﻴﻦ، ﺑﻞ ﻫﻢ ﻓﻲ اﻟﺒﺎﻃﻦ ﻳﺤﺒﻮﻥ اﻟﻠﻪ ﻭﺭﺳﻮﻟﻪ ﻭﻳﺆﻣﻨﻮﻥ ﺑﺎﻟﻠﻪ ﻭﺭﺳﻮﻟﻪ ﻭﺇﻥ ﻛﺎﻧﻮا ﻣﺬﻧﺒﻴﻦ، ﻛﻤﺎ ﺛﺒﺖ ﻓﻲ ﺻﺤﻴﺢ اﻟﺒﺨﺎﺭﻱ، ﻋﻦ ﺃﺳﻠﻢ ﻣﻮﻟﻰ ﻋﻤﺮ ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ، ﻋﻦ ﻋﻤﺮ: «ﺃﻥ ﺭﺟﻼ ﻛﺎﻥ ﻋﻠﻰ ﻋﻬﺪ اﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻛﺎﻥ اﺳﻤﻪ: ﻋﺒﺪ اﻟﻠﻪ، ﻭﻛﺎﻥ ﻳﻠﻘﺐ: ﺣﻤﺎﺭا، ﻭﻛﺎﻥ ﻳﻀﺤﻚ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ، ﻭﻛﺎﻥ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻗﺪ ﺟﻠﺪﻩ ﻣﻦ اﻟﺸﺮاﺏ، ﻓﺄﺗﻲ ﺑﻪ ﻳﻮﻣﺎ، ﻓﺄﻣﺮ ﺑﻪ ﻓﺠﻠﺪ، ﻓﻘﺎﻝ ﺭﺟﻞ ﻣﻦ اﻟﻘﻮﻡ: اﻟﻠﻬﻢ اﻟﻌﻨﻪ! ﻣﺎ ﺃﻛﺜﺮ ﻣﺎ ﻳﺆﺗﻰ ﺑﻪ! ﻓﻘﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ: ﻻ ﺗﻠﻌﻨﻮﻩ، ﻓﻮاﻟﻠﻪ ﻣﺎ ﻋﻠﻤﺖ، ﺇﻧﻪ ﻳﺤﺐ اﻟﻠﻪ ﻭﺭﺳﻮﻟﻪ». ﻭﻫﺬا ﺃﻣﺮ ﻣﺘﻴﻘﻦ ﺑﻪ ﻓﻲ ﻃﻮاﺋﻒ ﻛﺜﻴﺮﺓ ﻭﺃﺋﻤﺔ ﻓﻲ اﻟﻌﻠﻢ ﻭاﻟﺪﻳﻦ، ﻭﻓﻴﻬﻢ ﺑﻌﺾ ﻣﻘﺎﻻﺕ اﻟﺠﻬﻤﻴﺔ ﺃﻭ اﻟﻤﺮﺟﺌﺔ ﺃﻭ اﻟﻘﺪﺭﻳﺔ ﺃﻭ اﻟﺸﻴﻌﺔ ﺃﻭ اﻟﺨﻮاﺭﺝ. ﻭﻟﻜﻦ اﻷﺋﻤﺔ ﻓﻲ اﻟﻌﻠﻢ ﻭاﻟﺪﻳﻦ ﻻ ﻳﻜﻮﻧﻮﻥ ﻗﺎﺋﻤﻴﻦ ﺑﺠﻤﻠﺔ ﺗﻠﻚ اﻟﺒﺪﻋﺔ، ﺑﻞ ﺑﻔﺮﻉ ﻣﻨﻬﺎ. ﻭﻟﻬﺬا اﻧﺘﺤﻞ ﺃﻫﻞ ﻫﺬﻩ اﻷﻫﻮاء ﻟﻄﻮاﺋﻒ ﻣﻦ اﻟﺴﻠﻒ اﻟﻤﺸﺎﻫﻴﺮ.
ﻓﻤﻦ ﻋﻴﻮﺏ ﺃﻫﻞ اﻟﺒﺪﻉ ﺗﻜﻔﻴﺮ ﺑﻌﻀﻬﻢ ﺑﻌﻀﺎ، ﻭﻣﻦ ﻣﻤﺎﺩﺡ ﺃﻫﻞ اﻟﻌﻠﻢ ﺃﻧﻬﻢ ﻳﺨﻄﺌﻮﻥ ﻭﻻ ﻳﻜﻔﺮﻭﻥ.
(شرح العقیده الطحاویة لإبن أبي العز الحنفي جـ۱ص٣٠٠)
ځکه یو معلوم مجتهد کس کیدلی شي چې خطا شوی وي او الله تعالی عفوه هم ورته کړي وي او هم ممکنه ده چې نور نصوص نه وي ورته رسیدلي او هم ممکنه ده چې دا مجتهد لوي ایمان ولري او ډیرې نیکیو واله وي او د الله تعالی رحم ورته حتمي شوی وي. لکه څنګه چې الله تعالی هغه کس وبښلو چې ویلي یې ؤ کله چې زه مړ شم لومړی مې وسیزئ بیا مې په هوا کې وشړئ خو الله تعالی د ده د ویرې له امله وبښلو ځکه نوموړي ګومان کولو چې الله تعالی ما نشي رایوځای کولی او راژوندی کولی او په همدې کې یې شک ؤ ( خو د اوسنیو خوارجو په عقیده دا کس باید کافر وبلل شي) خو د اخرت په کار کې دا توقف په دې معنی نه دی چې موږ به په دنیا کې هم عذاب نه ورکوو بلکې موږ به نوموړی له دې بدعته منع کوو او توبه به ترې غواړو که یې توبه نه کړه، وژنو به یې. بیا که کله کوم قول په خپل ذات کې کفر وي، موږ یې کفر بولو او د دې قول ویونکی به کافر بولو خو هله چې شرطونه او موانع شتون ونه لري تر هغې چې منافق او زندیق نشي .د قبلې واله خلکو په اړه د کفر حکم نشي کیدلی ترهغې چې په خوله اسلام څرګندوي ترهغې چې منافق او زندیق نشي. د الله تعالی کتاب موږ ته همدا واضح کړي الله تعالی په قران کې درې قسمه خلک بیان کړي لومړی د مشرکینو او اهل کتابو څخه کافران دي چې دوی د الله تعالی د یوالي ګواهي نه ورکوي، دویم مؤمنان چې په څرګنده او پټه الله تعالي مني، دریم هغه خلک چې الله تعالی مني په څرګنده نه په پټه. دا درې ډلې پّ اول د سوره بقرې کې یاد شوي . هغه څوک چې په حقیقت کې کافر وي او کفر یې موږ ته ثابت شي خو په شهادتینو ګواهي ورکوي ، منافق او زندیق بلل کیږي.
نوربیا ……. ان شاءالله