داعش د څه لپاره ايجاد شو؟!

ډاکټر اسد

#image_title

د داعش د ايجاد اصلي موخه؛ د اسلام او اسلامي دولتونو او جهادي ډلو بدنامول و، د دې ډلې د ایجاد، فعاليت او د ور ته کېدونکي کمپاين اصلي موخه هم دا وه، چې د اسلام مبارک دین نړۍ او خلګو ته؛ د وحشت، ظلم او د بربريت په بڼه وړاندې کړي.

د دې ډلې تر شاه مستقيم د امريکا، اسرائيلو او نورو اسلام ضد هېوادونو لاس دی، د داعش ځواکونو ته یاد هېوادونه معاشونه، امکانات او وسلې ورکوي؛ په دې ډول یاد هېوادونه غواړي، چې د اسلام مبارک دين بدنام کړي، خپلو ګټو ته ورسېږي او نړۍ ته د مسلمانانو يو ناسم تصوير وړاندې کړي.

د داعش ډلې چې کله د افغانستان په ننګرهار ولايت کې فعاليت پيل کړ، د فعاليت سره سم يې په سختو وحشتونو او ظلمونو لاس پورې کړ؛ د ماشومانو له ټوټه ټوټه کولو څخه پیل بیا د مسلمانو ښځو تر یرغمل کولو پورې، دوی هر ډول جنایت ته لاس واچاوه او همدا دوی ته ورکړل شوې دنده وه.

بلې خوا ته، د داعش وحشیانو وحشت تر سره کاوه او امریکايي رسنيو به ورته انعکاس ور کاوه؛ د همدې موخې د لاسته راوړلو لپاره کلونه کلونه د داعش جنګيالي د يادو هېوادونو لخوا وروزل شول، وساتل شول، ونازول شول او لوړ لوړ امتیازات ورته ورکړل شول.

په افغانستان کې هم، داعش د امريکا او نورو اسلام ضدو هېوادونو تر مستقيم ملاتړ لاندې فعاليت کاوه، د تېرې ادارې “جمهوریت” پر مهال ننګرهار کې يادې ډلې په ازاد ډول تګ راتګ کاوه، وسلې او پيسې ورکول کېدې، د دوی د ظلمونو هيڅ مخنيوی نه کېده؛ بلکې لا يې د ملاتړ او ورته د کمپاين کولو اوازونه پورته کېدل.

خو اسلامي امارت د دوی پر وړاندې چټک اقدامات وکړل، په هر ولايت او ولسوالۍ کې چې دوی غوښتل بې ګناه افغانان خپله موخه وګرځوي؛ موخې تر رسېدو مخکې يې په نښه او له منځه يې وړل او دوی به خپلو هيلو او موخو ته په رسېدو کې ناکام شول.

عاصم جلال
Exit mobile version