داعش د ماتې په درشل کې

علي أنصار

#image_title

د داعش په نوم خرافاتي ډله چې د اسلام د بربادونې، خرابۍ، اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي او مسلمان نسل د ختمېدو په موخه جوړه شوې؛ په دې وروستیو کې د بېلابېلو شريرو هيوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان، امریکا او تاجکستان د استخباراتو د لاس آله ګرځېدلې ده.

 

دا ډله په لومړيو کې په عراق او سوریه کې پيدا شوه، خو هلته د پرلپسې ناکاميو وروسته په افغانستان کې شل کلن اشغال او د جمهوريت غلامې او اجيري ادارې يې پام افغانستان ته راواړوه.

 

دې ډلې په لومړيو کې ځانونه د اسلامي خلافت وارثان، اسلامي ارزښتونو ته ژمن او د روان اشغال په وړاندې جهادي مبارزين معرفي کړل، خو ډېر ژر يې خلګو ته اصلي شيطانه او مکاره څهره ښکاره شول، ټول خلګ پوه شول چې؛ داعش د اسلامي خلافت وارثان نه؛ بلکې دښمنان، اسلامي ارزښتونو ته ژمن نه؛ بلکې ختمونکي او د روان اشغال په وړاندې جهادي مبارزين نه؛ بلکې د همدې اشغال د دوام لپاره هڅې کوي.

 

د افغانستان اسلامي امارت په هغه وخت کې د جمهوریت له اجيرې ادارې، امريکايي پوځيانو او نورو زورورو کړيو سره د جګړې تر څنګ د داعش په نوم خرافاتي ډلې سره هم په جګړه بوخت او د هغوى د ختمولو په تکل وو.

 

د جمهوریت له نسکورېدو سره سم د داعش ډلې جرړې هم په غوڅېدو وې، دا چې اوسني دور کې د اسلام يوازينى قايمونکى او لوى مرکز افغانستان دى؛ نو د کفري نړۍ او د هغوى د تش مسلمان په نامه غلامو هيوادونو د افغانستان او د سپېڅلي دين اسلام د ورکېدو په موخه داعش يو ځلې بيا په يوه ګرد مثلث کې چې تاجکستان ، پاکستان او امريکا هيوادونه دي راپورته کړ.

 

د داعش مالي ملاتړ، د پلانونو او دسيسو جوړولو برخه تر ډېره امريکا ته پاتېږي، ځوانان په تاجکستان هيواد کې د داعش د تبليغاتي مشرانو، استادانو او کرايي غلامو عالمانو له خوا غولول کېږي او د پاکستان په هيواد کې تربيه او د همدغې لارې افغانستان او د سیمې نورو هیوادونو ته لېږل کېږي.

 

په افغانستان کې د داعش مرکز د جمهوریت د حکومت له وخته د ننګرهار ښار دى، ځکه د جمهوریت دوره کې حکومتي مشرانو د پيسو په بدل کې داعشو ته مرکزونه، سرايونه، پټنځایونه او کورونه ور کړي وو.

 

خو د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره په ډېري چټکۍ سره د دوى مرکزونه، پټنځایونه او کورونه پيدا او له منځه ولاړل.

 

دوى د جګړې وړتيا نه لري، دا ډله له څو غولول شويو، غلو، بې کاره او پستو کسانو څخه جوړه ده چې يوازينۍ موخه يې د څو روپو پيدا کول او يا د تش جهاد په نوم د مسلمانانو وژل او د اسلام د سپېڅلي دين ورانول او ورکول دي.

 

دوى د هېڅ چا مخ نه لري، د دوى په آند؛ وحشت يې د کار طريقه، د ماشومانو، ښځو او سپين ږيرو وژل يې مېړانه او د اسلامي ارزښتونو سپکاوى يې موخه ده.

 

خو دوى د تل په څېر په خپلو پلانونو کې ناکامه دي، پرلپسې شديدو ناکاميو او زيانونو په روحي شکنجو اخته کړي او رواني ليونيان ګڼل کېږي.

 

څه وخت وړاندې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو لخوا د عملياتو په ترڅ کې د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د داعشو د اچين ولسوالۍ نظامي مسوول ابو شبير ووژل شو.

 

ور پسې په مرکز کابل او تخار ښار کې د ځانګړو امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر ډلې او ګروپونه ونيول شول.

 

هو! دوى به تل همداسې ناکامه وي، مشران به يې وژل کېږي او کشران به يې پوهېږي چې مونږ د جهاد په نوم د وحشت او عامه وژنې لپاره غولول شوي يو او غولول کېږو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version