داعش د زور او بربریت واکمنان!

شهاب الخراساني

#image_title

په یوې ټولنې او هیواد د واکمنۍ تر ټولو اړین اصل د خلګو رضایت، ملاتړ او حمایت دی، پر هيڅ یوه ټولنه پرته د اولس له خوښۍ نه؛ واکمني نه کېږي، ځکه کوم ځواک چې اولس لري؛ هيڅ فوځ او قوت یې نه لري.

اولسونه حکومتونه پر واک راولي، خو همدا اولسونه یې بېرته ړنګوي هم؛ ښه بېلګه یې افغانستان دی، جمهوریت د امریکا او ناټو په مرسته پر واک راغی، په میلیونونو ډالر یې راوړل، خو دا چې باطله و؛ د اولس حمایت او ملاتړ یې تر لاسه نه کړ، هم هغه و چې ړنګ شو.

اولس له طالب سره ودرېد، هر اړخیزه همکاري یې ور سره وکړه، هم هغه و؛ چې درستې لښکرې یې ماتې کړې، خو طالب کومه ژمنه نه وه کړې؛ اما کار یې د جمهوریت د واکمنانو تر وعدو؛ لس چنده زیات وکړ.

داعش؛ چې څنګه یوه تروریستې پدیده او ډله ده، اعمال یې هم یوازې او یوازې ترهګري ده، دوی د اولسونو د رضایت د لاسته راوړلو پر ځای هغوی وژني، په زوره خپل قوانین پرې مني، داسې نو واکمني کله کېږي.

د واکمنۍ بل اړین اصل دا دی، چې د اولس د مال، ځان او عزت ساتونکی به یې؛ خو داعش یې د ساتنې پر ځای خپله لوټي، تاسې به خبرونه کتلې وي، د سوریې او عراق په زیاتو سیمو کې، داعش په زوره له خلګو د هغوی شتمنۍ اخلي، د انکار په صورت کې یې وژني.

د غلا او چور تر څنګ؛ انسان تښتونه هم کوي، چې دا هم د غلا او چور یو ډول دی، د انسان د تښتونې په بدل کې؛ د هغه له کورنۍ څخه زیاتې پیسې اخلي، که انکار وکړي وژني یې.

همدارنګه؛ په کومو سیمو چې دوی واکمنان دي، هلته په اولسونو سخت ظلمونه تر سره کېږي، دوی د بربریت او زور واکمنان دي، همدا وجه ده، چې لمن یې ورځ تر بلې ټولېږي او ځمکه پرې تنګېږي.

عاصم جلال
Exit mobile version