داعش د جهادي بهير په ټنډه تور داغ !!

لیکوال: نصیر نیازی

#_داعش ؟!!

داعش داسلامي ډلو له مينځ څخه نهايت او زښت تند لاره او سخت دريځه ډله ده چې د خپلې ډلې د پيروانو څخه پرته د نورو اسلامي ډلو پيروان مسلمان نه ګڼې او د خپل جهالت ، ناپوهۍ او بې عقلۍ په وجه مسلمانان تکفيروي، د هغوي وينه، مال او ناموس مباح ګڼې.

داعش د هر چا په مقابل کې په پټو سترګو د تکفیر حربه کاروي، دوی د لویو ګناهونومرتکبین مطلق کافران ګڼې .

داعش د هغو کسانو په مشرک والي حکم کوي چې د دوي له عقائدو سره مخالف دي .

داعش هغه مبارک ايتونه چې د کارفرانو او مشرکانو په حقله نازل شوي په مسلمانانو او مومنانو باندې حمل کوې.

حال دا چې هغه د اهل کتابو او مشرکانو په باره کښې نازل شوي خو دوي د ايتونو د مفادو په حقله جاهلان دې.

داعش د اسلام، قران او الهي خلافت څخه غلط مطلب اخېستئ او د اسلام له مبارک دين څخه دناسمې پوهې په ناروغۍ اخته دې.

داعش تل د هغو کسانو د تکفيرولو په لټه کې دی چې د دوي عقائد نه قبلوي.

د داعش په قاموس کې مسلمان یوازې هغه دی چې له بغدادي سره یې بیعت کړی نور ټول مرتدین دي ولو که ټول عمر یې جهاد او د اسلام خدمتونه کړي وي.

داعش غواړي چې په هر هیواد کې لویې او سیاسي جهادي ډلې له منځه یوسي، داعشیانو له ځان پرته نور ټول جهادي تنظيمونه خپل دښمنان او د جنګ هدف ګرځولې.

د داعشو باطله مبارزه تر همغه سیمو پورې محدوده ده چې د مجاهدينو تسلط ورباندې وې.

داعش دخلافت څخه دعربي طرز شاهي دیکتاتوري جوړول غواړي چې هیڅ جهادي ډله نه مني.

د داعش لیکو ته جلب شوي مجاهدین کم فهمه د زړه په مرض اخته جذباتیان دي او دخلافت باقیه باقیه رنګینو شعارونو غولولي دي.

داعش د مسلمه امت حساس پړاو ته رسيدلې برحقې مبارزې دبدنامولو هڅه وکړه.
داعش د زیاتو جهادي تنظيمونو د سپيڅلې مبارزې مخه ډب کړه.

داعش د مسلمانانو څو کلن راټوکیدلی وحدت له منځه یوړو .

داعش د کفارو په ضد دجهاد عظيمه پریضه معطل کړه او مسلمانان یې له مرکزي قیادت څخه بې برخې کړل.

داعش د کفر لمن یو ځل بیا په اسلامي هیوادونو کې پراخه کړه او د مسلمانانو اصلي هدف چې ټولیز وحدت ده له منځه یوړو.

د داعش فتنې سره کفر ته هغه څه په لاس ورغلل چې کفارو په ډیر سختو تکلیفونو او بې حده مصارفو هم نه شو ترلاسه کولای .

داعش هغه کړني تر سره کړې چې کفري نړۍ ورته ګوته په غاښ ده.
داعش د جهادي بهير په ټنډه تور داغ دی.

داعش د بې شمیره مجاهدو مشرانو دشخصيت وژنې هڅه وکړه.

داعش د زرهاوو شهيدانو شهادت باندې تور داغ پورې کړو.

داعش دزرهاوو مجاهدينو قربانيو ته په سپکه سترګه وکتل.

داعش د برحق امام له اطاعت او مننې څخه وتلى اهل بداعت ،ګمراه او تکفيري ډله ده
.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې فتنې د راتلو څخه له وړاندې یادونه کړې وه چې یقتلون اهل الاسلام و یدعون اهل الاوثان . دوی به مسلمانان قتلوي خوپه بت پرستو یعني کفارو به کار نلري او پریږدي به یې .

د داعشو طريقو، د هغوي فتوو، او هغو سياستونو ته کتنه وشي چې د مسلمان امت په وړاندې یې غوره کړي دي نو په دې پوهېږو چې د دوي روش او طريقه د خوارجو د روش اوطريقې دوام دی، او د خوارجو یاد تازہ کوې.

مونږ پوهیږو چې داعش فتواګانې د خپل پیل کړي رواني جنګ د ابزارو په حیث کاروي، دوی خپل مقابل خلک ویروي چې که ورسره ملګري نه شي نو کافر به شي، کله وایي که څوک له بغدادي سره بیعت ونه کړي نو مات میتة جاهلیة … یعني هغه به په جاهلیت مړ شي، دغسې فتواوې دوی یوازې د مسلمانانو د ویرولو او تر اغیز لاندې راوستلو لپاره کاروي.

مسلمانان باید د داعش له سختو او غلیظو فتواګانونه ونه ویریږي، نه دوی معیار حق دي او نه هم ددین د تشریع یا دانسانانو د سعادت او شقاوت ټیکه له دوی سره ده و موږ مهربان، قادر، سمیع او بصیر الله تعالی لرو او یوازې هغه ته مسؤل یو، هیڅوک موږ او ایمان نه شي سره جلا کولای .

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version