داعش د جنسي اړيکو روږدي

دويمه برخه

خادم شېرزاد

 

داعش يا د کاذب خلافت مُدعيان چې ځانونه د دې پيړۍ تر ټولو ستر او کلک مسلمانان بولي، په عراق، سوريا او ليبيا کې د ښځو سره داسې چلند وکړ، چې ګمان نکوم تاتاريانو به هغسې برخورد(چلند) کړی وي.

 

په ۲۰۱۴ کال کې داعش فتوی ورکړه؛ هغه ښځې چې په جنګونو کې نيول کېږي، د هغوی سړي غلامان، ښځې او انجونې يې مينځې دي.

دابق چې د داعش رسمي ويباڼه وه، په ۲۰۱۴ کال کې د داعش يوه فتوی خپره کړه، چې په هغې کې راغلي ول: د يزیديانو ښځې کافرې دي او د هغوی نيول ستاسو غنيمت، له هغوی وينځې جوړول، ستاسو شرعي حق دی.

په همدې کال مشهورې مجلې اکانوميسټ يو څيړنيز راپور خپور کړی ؤ، چې په هغې کې راغلي ول:

داعش ۲۰۰۰ ښځې او وړې انجونې د جنسي اړيکو نيولو په پار له ۵۰۰ ډالرو آن تر ۳۰۰۰ ډالرو خرڅې کړي.

حتی دا هم ويل شوي ول: چې دغه انجونې او ښځې بعضو نفوذي عربانو د جنسي تسکين لپاره اخيستې وې.

Islamic State: Yazidi women tell of sex-slavery trauma

By Paul Wood

 

په همدې راپور کې راغلي ول:

۳۵۰۰ ښځې او ماشومان اوس هم د داعش سره برمته دي او هغوی ترې د جنسي تکسين لپاره کار اخلي.

 

په ۲۰۱۴ کې يو بل څيړنيز راپور خپور شوی ؤ، چې په هغه کې راغلي ول:

داعش د عراق په نينوی ښار کې ۵۰۰ ښځې نيولې وې، چې په هغوی کې ۱۵۰ پيغلې انجونې وې او داعش له دې ټولو ښځو سره جنسي اړيکه نيوله او خپله جنسي تنده یې پرې ماتوله.

 

 

Islamic State committing ‘staggering’ crimes in Iraq . ۲۰۱۵.۱۰.۱۰ .

 

د عراق په سنجار نومې ځای کې داعش د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې ۳۰۰۰ انجونې او ښځې ونيولې، چې موده وروسته بیا آزادې او د دغو ښځو ۴۰۰ بيا د کاناډا حکومت کاناډا ته بوتلې.

کاناډا ته دغه تلونکيو ښځو او انجونو خپلې کيسې او مرکې کړي.

 

د عراق مشهورې ژورنالسيتې دُنيا ميخايېل په خپل څيړنيز کتاب (The Beekeeper of Sinjar) چې په ۲۰۱۷ کال کې چاپ شوی، له هغو سلګونو ښځو سره چې د داعش سره بنديانې وې، مرکې کړي، هغې په خپل کتاب کې ليکلي:

داعش په سنجار او شنکال کې په زرکونو ښځې ونيولې، چې په دغه ښځو کې وړې انجونې هم شاملې وې، چې د بعضو عمرونه يې تر دولسو کلونو رسېدل.

داعش به دغه انجونو ته په زور د حمل د منع کولو ګولۍ او دوا ورکوله، تر څو دغه انجونې بچي را نه وړي.

داعش يواځې په ښځو جنسي تيری نه کاوه، بلکې د داعشيانو ظُلم له جنسي اړیکو سربيره د ښځو او ماشومانو قتل عام هم ؤ..!

د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په مياشت کې داعش د عراق په موصل کې ۵۰۰ ښځې په دې تور اعدم کړې، چې هغوی زناکارې وې، خو هغوی د دغه تورنولو لپاره هيڅ دلايل نلرل.

 

يو کال وروسته داعش په موصل کې ۲۳۰ نورې ښځې بغير له کوم شرعي لامل ژوندۍ ښخې کړې.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version