داعش د اسرائیلو په قدم روان دي!

خلیل عزام

د اسرائیلو صهیونیستي حکومت د خپلو نورو سیاسي او انساني جنایتونو تر څنګ، پر فلسطیني ولس په ځانګړي ډول د غزې پر مظلومو وګړو د ظلم او وحشت اوږد او خونړی تاریخ لري، چې په خپلو کړنو یې له یوې خوا یې د معاصرۍ نړۍ او ویویشتمې پېړۍ د بربریت او زیاتي انتهايي حد څرګنده کړی او له بلې خوا یې د امریکا او غربي هېوادونو هغه په اصطلاح بشري او انسانپاله اصول او تګلارې ننګولې چې د اسلامي هېوادونو پر وړاندې یې د یوې معنوي وسیلې په توګه استعمالوي.

صهیونیستي وحشي نظام خپلې دغه کړنې په یوازې ځان نه شي تر سره کولی، بلکې تر شا یې د امریکا او نږدې ټولو غربي هېوادونو مالي، پوځي او سیاسي ملاتړ موجود دی او ټول په ګډه اسرائیلي استخباراتو موساد ته د مسلمان وژنې او اسلامي خاورې د لاندې کولو لپاره معلوماتي او اپراتیفي پلانونه ورکوي، یوه نا مشروع او غیر رسمي رېژیم ته له اتومي وسلو نیولې د معاصرې ټکنالوژۍ د هر ډول وسلو او پوځي تجهیزاتو وروستي ډول امکانات برابروي.

اسرائیل هم د خپلو اوږد مهاله او لنډ مهاله موخو د تطبیق لپاره یوازې او په مستقیم ډول د عمل ډګر ته نه راځي، بلکې هڅه یې دا ده چې په غیر مستقیم ډول هم د خپلو نیابتي ډلو او ترهګرو په مرسته دا موخې له هرې ممکنه لارې تر لاسه کړي، له دغه ډلو څخه یو هم داعش خوارجي ډله ده چې له منځني ختیځ نیولې د اسیا تر ټولو هېوادونو پورې پر سخت امنیتي کنټرول سربېره همورته د تګ راتګ امکانات او حتی له اروپايي هېوادونو سره د اړیکو لپاره د تړاو او ملاتړ تر لاسه کولو لپاره د همکاریو پراخه دهلیزونه لري.

شواهد څرګندوي چې د اسرائیلو په مرکز تل ابیت کې ددغه ښار پوهنتون هم د اسلامي څېړنو په مرکز یا پوهنځي کې په لوړو امکاناتو یو شمېر داسې تش په نامه او ظاهري څېره مسلمان وګړي د اسلامي سیاست، اقتصاد او مدیریت په برخه کې روزي چې په ښکاره یې بڼې د مسلمانانو دي، خو په حقیقت کې اسلامي هېوادونو او د دوی په لاس جوړو کړو ډلو ته د هغوی له خوا د رهبرانو او مدیرانو په جامه کې استول کېږي او بیا ورته د خپلو رسنیو له لارې د محبوبیت او په اسلامي ټولنو کې د جذب لپاره پراخه کمپاین هم کوي، چې دا چاره ورسره اسلامي هېوادونو کې د امریکايي پوهنتونونو شبکه هم مخته وړي.

د اسرائیلو استخباراتي شبکې موساد د ام ای سکس او سي ای اې په همکارۍ په عراق او سوریه کې د داعشي خوارجو د شرکت (اسلامي دولت) په ایجاد او مطرح کېدو کې پراخه ونډه درلوده، ځکه د امریکا او اسرائیلو مذهبي نږدې اړیکې او ګډې موخې د اسلام د خطرناکو دښمنانو (یهود او نصارا) په توګه هېڅکله نه دي هېرې شوې، د عراق په څېر افغانستان کې هم امریکايي اشغالګرو په وخت په وخت داعش خوارجو ته عملیاتي او اوپراتیفي پلانونه چمتو کول او په سختو ورځو کې به یې په یوه ډول د خپلو پوځي اډو خواته پناه ورکوله، تر څو له رسنیزې رسوایۍ څخه ځان وژغوري.

په سړه او فکري جګړه کې هم یهود خورا تاریخي سابقه لري، هر وخت چې له مسلمانانو سره په مخامخ جګړو کې له ماتو سره مخ شوي، خپل دویم پلان یعنې فکري او تبلیغاتي جګړې ته یې مخه کړې ده، چې ددې جګړې یوه موخه یې هم د مسلمانانو تر منځ بېلتون دی، د هېوادونو تر منځ کرښې او بریدونه ټاکل او یا مذهبي تفرقه رامنځته کول یې بله ستره او اغېزناکه وسیله ده.

داعش خوارجو هم د خپل فعالیت له پیله دا حربه مخته یوړه، ګڼ شعیه مذهبه مسلمانان یې په نښه کړل، د هغوی په مذهبي اماکنو او مناسبتونو یې بریدونه وکړل او هڅه یې دا وه چې اهل سني او اهل تشیع یو د بل دښمنان وښيي، داعش خوارج د ګڼو شعیه مذهبو مسلمانانو قاتلان دي او اسرائیل هم همدا غواړي چې مسلمانان خپلو کې سره ووژني او دوی ته یې د وژنې اړتیا پاتې نه شي.

ددې تر څنګ د داعش خوارجو او اسرائیلو تر منځ ګڼ نور مشابهتونه هم شته، چې یو له هغو څخه د ملکي وګړو وژنه ده، څو له دې لارې وحشت خپور کړي او دا چې دا وژنې د اسلام په نامه تر سره کېږي، د اسلام عمومي تصویر او په اړه یې د غیر مسلمانو ذهنیت هم ګډوډ کړي.

دا ټکی اوسمهال، چې د ایران او اسرائیلو تر منځ جګړه روانه ده، په ښه ډول څرګندېږي، ځکه داعش او د دوی اړوندې رسنۍ پر ایران د اسرائیلو د برید لپاره توجیهات ګوري او په یوه ډول ورته پراخه تبلیغات کوي، چې دا خپله د ایران د مسلمان ولس پر وړاندې د یوې داسې ډلې تور دریځ دی، چې د اسلام او اسلامي ورورولۍ ادعا کوي.

همداسې برعکس بیا اسرائیلو په منځني ختیځ کې د خپلې پراخې استخباراتي شبکې او له اروپايي هېوادونو سره د امریکا په زور د پرانېستې اړیکو په درلودلو سره داعش ته ددې اعمالو اجره یا بدله ورکوي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول کمپیاین ورته روان، څو دا ډله د واقعي اسلام پیروه او یوه داسې ځواکمنه ډله معرفي کړي چې مقابله یې ګرانه ده، خو په افغانستان کې ثابته شوه، چې دا ډله تر واقعي بڼې زیاته یوه تبلیغاتي او اجیزه ډله ده چې د اسلامي امارت د ځواکونو پر وړاندې یې تل ماتې خوړلې او نیول شوو غړو یې پر خپلو تېروتنو او وحشتونو اقرار کړی دی.

یو بل ستر مشابهت یې تر منځ دا دی چې اسرائیلو هېڅکله هم د امریکا په سپارښتنه د غربي هېوادونو پر وړاندې کوم ګواښونکی عمل نه دی تر سره کړی، بلکې تل یې ورته ژمنتیا ښودلې او تر منځ یې پرانېستې او عادي دیپلوماټیکي اړیکې موجودې دي، همداسې که د داعش کړنو او تبلیغاتو ته هم نظر وکړو، د غرب پر وړاندې عادي او نورمال دریځ لري، حتی ددې اجازه هم ورته شته چې له غربي هېوادونو د اسلام او جهاد په نامهاروپايي وګړي خپلې ډلې ته راوبولي، مالي مرسته ورڅخه تر لاسه کړي او بیا یې د جګړې لپاره وګوماري.

داعش او اسرائیل دواړه د اسلام ستر دښمنان دي، دواړه د امریکا د نیابتي ډلو په حیث په بې ساري خشونت، تخریب او لوټمار کې هم سره ورته دي، دوی پر ماشومانو، ښځ، بوډاګانو او د استوګنې پر ملکي سیمو او ځایونو هم هېڅ وخت رحم نه کوي، څنګه چې په غزه کې اسرائیل کې بې ګناه غزه وال ملکي وګړي په شهادت رسوي، کورونو او شتمنۍ یې لوټي، همداسې داعشي خوارجي هم د ملکي وګړو د مرګ او ژوند پروا نه لري.

که داعش خوارج رښتیا هم د جهاد او د اسلام د ساتنې مبارزه کي، بیا نو ولې تر ننه پورې هم دوی پر صهیونیستي نظام او د هغوی پر مرکزونو د غزې په دفاع کې کوم برید ونه کړ، حتی د غزي د مظلوم ولس لپاره د ملاتړ غږ هم نه لري، بلکې ورباندې چوپه خوله، سره ددې چې په عراق، سوریه او اردون کې د دوی شتون ته په پام سره د فلسطین او اسرائیلو هرې سیمې ته د دوی سفر دومره سخت نه دی.

Exit mobile version