داعش خوارج؛ که لوټماران؟! 

هاشم خالد

#image_title

اسلام د امن او سوکالۍ دین دی، په اسلام کې دننه یو د بل مال، ځان او عزت حرام بلل شوی، دا د اسلام، اسلامي احکامو او د پلي کونکو لومړۍ دنده ده، چې د مسلمان او د مسالم د مال ځان او د عزت حفاظت وکړي.

همدا وجه ده، چې کله یو څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلافت، د مسلمانانو د امریت او د جهاد خبره کوي؛ له هغوی څخه د ټولو مسلمانانو او د مسلمانانو تر تسلط لاندې ځمکه کې، د غیرو مسلمو همدا توقع وي، چې دوی باید د خلګو د مال، ځان او د عزت حفاظت وکړي.

خو که چیرې د اسلامي خلافت دعوه کوونکي د خلګو د مال ځان او د عزت حفاظت نه کوي، حتی خپله هم پرې صرفه نه کوي، یا حتی د مال په وجه یې وژني؛ نو دا مجاهدین نه، بلکې لاره شکونکي غله دي.

تازه د سوریې په دیر الزور کې، د بشري حقونو د څار کمیسیون راپور ور کړی دی، چې بغدادي ملیشو (داعش) د ذبیان په کلي کې، د هغه سړي کور ته لاسي بمونه ورغورځولي؛ چې د موبایلونو یو عام تجار وو او دوی ته یې د پیسو ورکولو څخه انکار کړی و.

همدا شان څه وخت وړاندې، همدې د بشري حقونو د څار کمیسیون راپور ور کړی و، چې داعش له ځایي شپونکیو پسونه غلا کړي او بیا یې په ځايي اربکیانو، چې د (الدفاع الوطني) په نوم شهرت لري؛ پلورلي دي، چې هغو بیا د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره د څارویو په تجارانو پلورلي و.

د یادونې وړ ده، چې داعش په افغانستان کې هم داسې ډېر جنایتونه تر سره کړي دي، چې د ننګرهار مومند دره، اچین، پچیر اګام، خوږياڼي او کوټ ولسوالۍ یې به یې کله هم هیر نه کړي.

دا هغه خلګ دي، چې د اسلام او خلافت له نوم څخه په استفادې یې؛ په ځمکه کې فساد خپور کړی، مظلومان یې نور هم ذلیله کړي او ظالمانو ته یې د لا قوي کیدلو فرصت په لاس ور کړی، د مسلمانانو په مال، ځان او عزت یې همیشه تیری کړی او لا یې هم کوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version