داعش خوارج؛ د اسرائیلو ملګري او د مسلمانانو دښمنان!

خلیل عابد

د خوارجو اړوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر احادیث شتون لري، چې اسلامي أمت ته د دې فتنې په اړه خبرداری او اګاهي ور کړل شوې ده او د دې فتنې په اړه ځینې وړاندوینې هم شوي دي چې وخت په وخت صحیح ثابتې شوې دي.

 

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دغه احادیث، وړاندوینې او نښې نښانې د دې عصر په خوارجو (داعش) کې هم په ښکاره لیدل کېږي، لکه په یو حدیث شریف کې چې راغلي دي:

 

عن أبي سعيد الخدري رضي‌الله‌عنه قال: بينما نحن عند رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم وهو يقسم قسماً، أتاه ذو الخويصرة، وهو رجل من بني تميم، فقال: يا رسول الله! اعدل. فقال: ويلك! ومن يعدل إذا لم أعدل؟!

فقال عمر بن الخطاب: يا رسول الله! ائذن لي فأضرب عنقه.

فقال: دعه، فإن له أصحاباً يحقر أحدكم صلاته مع صلاتهم، وصيامه مع صيامهم، يقرؤون القرآن لا يجاوز حناجرهم، يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية،

يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان، لئن أنا أدركتهم لأقتلنهم قتل عاد.

صحیح البخاري (حدیث نمبر: 3610) صحیح المسلم (حدیث نمبر: 1064)

 

ژباړه: ابو سعيد خدري رضي‌الله‌عنه روایت کوي، وايي:

موږ د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم سره ناست وو، هغه (صلی‌الله‌علیه‌وسلّم) غنيمتونه وېشل چې ذو الخُويصِرة راغی، هغه د بني تمیم له قبیلې و او و یې ويل:

يا رسول الله! انصاف وکړه!

نو رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم وفرمايل: «تباه شې! که زه انصاف نه کوم، نو څوک به انصاف کوي؟»

عمر رضي‌الله‌عنه وويل: «يا رسول الله! اجازه راکړه چې د ده مرۍ پرې کړم.»

رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلّم وفرمايل: «پریږده يې! ځکه داسې خلک به ورسره پیدا شي چې ستاسو لمونځونه به د هغوی د لمونځونو په پرتله کم ښکاري، او ستاسو روژې به د هغوی د روژو په پرتله کمې ښکاري، دوی به قرآن لولي خو له ستوني به يې نه تېریږي، د دین نه به داسې وځي لکه چې غشی له ښکار نه وځي، دوی به مسلمانان وژني او بت‌پرستان (کفار) به پرېږدي، قسم دی په الله که زه هغوی پیدا کړم، نو د عاد قوم په څېر به یې ووژنم!»

 

په دې حدیث شریف بیان شوي ټولې خبرې په داعش خوارجو کې شتون لري او د دې خارجي فتنې له وجې أمت مسلمه ته ډېر لوی تاوان رسېدلی دی، که وګورو نو په دې حدیث شریف کې ویل شوي دي چې ” دوی به مسلمانان وژني، او بت‌پرست (کفار) به پرېږدي ”

د اوسني عصر داعش خوارجو هم هر ځای کفار پرې ایښي دي او په مسلمانانو او مجاهدینو یې حملې کړي دي او اسلامي وحدت ته سخت زیان اړوي.

 

تاسو وګورئ چیرې چې داعش خوارجو ظهور کړی دی، هلته یې اول په مسلمانانو او مجاهدینو جنګ مسلط کړی دی، دوی په عراق او شام کې د قاعدة الجهاد خلاف محاذ جوړ کړ، په افغانستان کې یې د اسلامي امارت خلاف، په افریقایي هیوادونو کې یې د القاعدې خلاف محاذونه خلاص کړل او هغه جهادي مشران یې په شهادتونو ورسول چې دښمن یې په موندلو پسې کلونه کلونه سرګردان و، دې داعشي خوارجو د هر هغه چا خلاف فتوی ورکړه چې له دوی سره ملګری نه وو.

 

خو دې خوارجو بیا په خپل بغل کې کفارو ته څه نه ویل، ځکه دوی د هغوی لاسپوڅي و، په کفارو حمله کول، یا هغوی ته تاوان رسول خو لیرې پریږده، دوی په سیمه کې د کفارو، بالخصوص د اسرائیلو د مفاداتو او ګټو تحفظ ته دوام ور کړ او د هر هغه چا د ځپلو اقدامات یې کول چې د اسرائیلو په تاوان و او هغوی یې کمزوري کول.

 

داعشي خوارجو په سیمه کې هغه ټول جهادي خوځښتونه وځپل چې اسرائيلو ته ترې خطر و، اما د اسرائیلو خلاف یې تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی؛ حتی اوس خو ورته په ښکاره تبلیغات هم کوي، دا ځکه چې دوی د کفارو دوستان او د مسلمانانو دښمنان دي، همدوی ددې دور خوارج دي او د دوی په اړه زمونږ نظر د اسلامي شریعت او نبوي ارشاداتو په رڼا کې واضح دی.

Exit mobile version