داعشیت او سپېڅلی خلافت …؟

لیکوال: حافظ عمران زاهد
د اسلام په تاریخ کې خلافت هغه مقدسه تګلاره او سپېڅلی نظام ده چې اساس او بنیاد یې د اسلام راشده خلفاؤ او د رسول الله ﷺ د څنګ نزدې ملګرو د ډیرو مبارزو او قربانیو په نتیجه کې په نبوي منهج سره ایښی

د خلافت داسې مقدسه کلمه ده چې په اوریدو یې د هر مؤمن زړه ته سکون رسیږي،په زړه کې یې د اسلام د عروج او عظمت خیالونه راګرځي، جهادي احساسات یې را ژوندي کوي، په زړه کې یې له کفر نه د انتقام جزبه را پیدا کوي، دا یقین یې په زړه کې راسخ کیږي چې د خلافت په بیاځلې قیام سره به اسلام هغه تیر تاریخ ته ورګرځي، مظلوم اسلامي امة به له مظلومیت او غلامۍ راوباسي، د القدس په تاریخي ښار او د مسلمانانو په لومړنۍ قبله به د توحید توغ رپاند کوي، د صحابه کرامو په مطهرو وینو آزاد شوي هیوادنه به د غاصبو یهودیانو او عیسویانو له منګلو یو ځل بیا آزادوي ، د کفر په زندانونو کې د اسلامي امة د پتمنو پیغلو د وامعتصما د زړه بوګنوکو کریکو ایجابت به کوي او د دفاع لپاره به یې لشکر کشي کوي ، په اسلامي نړۍ که به مسلمان من حیث د یو آزاد او حر په صفت ژوند کوي، د مسلمان له غاړې به د غلامۍ ځنځیر د ابد لپاره لرې کوي،

د کفر ریښې به له بیخه اوباسي، د اسلام خلاف پلانونه او دسیسې به یې شنډوي، اسلام ضد استخباراتي لوبې به یې له منځه وړي، کفر به مغلوب او محکوم ګرځوي، له ټول عالم کفر نه به په مظلمو مؤمنانو د شویو ظلمونو غچ او کساد اخلي، د کفر د اولوهیت او معبودیت دعوه به باطلوي، د کفارو فرعونیت او ظلمونو ته به د پای ټکی اږدي، خلاصه دا چې په اسلام او اسلامي امة دا تورې شپې به ختموي او روڼ سهار به رامینځ ته کوي د عدالت او انصاف یو مثالي نظام به جوړوي…..

دا د هر مسلمان د زړه ارمان او ایماني احساس ده چې د خلافت د کلمې په اوریدو سره یې توقع کیدلایشي اما داعشي معاصرو خوارجو، د کفارو د اسلام ضد دسیسو عملي کونکو، امریکایي پروژې، د خلافت کاذب مدعیانو په خپلو ناوړو او غیر اسلامي کړونو،ظلمونو، وحشتونو او جنایاتو سره د دې مقدسې کلمې تقدس د مسلمانانو په زړونو کې کم رنګه کړ،
خلافت یې بدنام کړ، خلافت یې په ظلم او وحشت معرفي کړ،خلافت یې انسان وژنه او مسلمان وژنه معرفي کړ، خلافت یې جنایت، او بربریت بشریت ته وروښود، خلافت یې خواهش پرستي او طبعیت پرستي ښکاره کړ، خلافت یې بشریت ضد او غیر عادل په ظلم ولاړ نظام خلکو ته وروپيژاند او آن کفار په دې پروژه کې دومره کامیاب شول چې داعشي کاذب خلافت یې د اسلام حقیقي صورت خلکو ته وړاندې کړ
تر څو د اسلام هغه د عدل او انصاف حقیقي صورت له مینځه یوسي چې د یو انسان ناحقه وژنه د ټول انسانیت او بشریت وژنه ګڼي.
نور بیا ………….

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version