داعشي رسنۍ په شش و پنج کې

د ورک داعشي خليفه أبو الحسين الحسيني په وژل کيدو ۳ میاشتې تېرې شوې، لېکن داعشي رسنۍ تر اوسه په دې شش و پنج کې دي، چې څه ډول خپل ملاتړي د خپل يو بل زعيم د هلاکت څخه خبر کړي او د نوي ورک کالبوت لپاره د بيعت غوښتنه وکړي.

ټولې ښکاره شوې نښې د دې ښکارندوي کوي، چې د داعشیانو په داخل کې حالات ورځ تر بلې پريوځي، او داعشي رسنۍ به ژر يا ناوخته اړ شي چې د خپل څلورم ورک مشر وژل ومني.

کيدای شي دا ځنډول د هغه ګډوډۍ دلیل وي، چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي او د هغه ښکیلتیا حجم ښايي چې دوی پکې خپل ځانونه ويني. په ځانګړي ډول د لومړي کتار د اکثره مشرانو د برطرفه کېدو څخه وروسته، چې په سر کې یې ابو ساره العراقي وو، هغه چې په حساس وخت کې یې د داعش ډېر منصبونه اشغال کړل او ډېرې ادارې لکه مفوضه کميسيون، رهبري شوری او د ولاياتو مديريت یې سمبال کړي وو. دلته يادونه کوو چې دا ځنډول د هغو دوو شخصيتونو د سرنوشت د مسير د معلومولو لپاره مهمې نقطې دي، چې ابو ساره ته ډېر نږدې وو، چې يو یې رسمي وياند او بل يې د (ارض مبارکه) دفتر مشر دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version