د روانې رجب میاشتې په اتمه نېټه داعشیانو په بېلابېلو ژبو پوسټرونه خپاره کړل چې په هغو کې یې خپلو همفکره خلکو ته لارښوونه کړې وه چې مالي مرستې د خوارجو لخوا معرفي شویو مسؤلینو ته وسپاري.
دا پوسټرونه د البصائر په نوم یوې غیرمعروفې نشراتي مؤسسې جوړ کړي او وروسته د داعشیانو د فرسان الترجمة ګروپ د فرانسوي او انګلیسي ترڅنګ ټولو هغو ژبو ته ژباړلي چې داعشي خوارج رسمي او غیررسمي تبلیغات ورباندې کوي.
په یادو پوسټرونو کې ویل شوي چې له خوارجو سره مرسته کول پر ټولو مسلمانانو فرض دي، ”خو په خواشیني سره باید ووایو چې د الله په لار کې د مجاهدینو، بندیانو، یتیمانو او کونډو په نوم د راټولو شویو پیسو یوه لویه برخه مستحقو کسانو ته نه رسیږي“.
داعشیانو په دې پوسټرونو کې ګواښ کړی چې څوک چې کومکونه راټولوي او ”خودسرانه یې وېشي ډېر ژر به ورسره حساب وشي او پر وړاندې به یې لازم اقدامات ترسره شي“.
د جهاد په نوم پیسې راټولول او بیا یې په شخصي اغراضو مصرفول د داعش د مالي مسؤلینو ترمنځ عامه خبره ده، خو له اوسنیو ګواښونو ښکاري چې د داعشیانو په مالي اداره کې دې فساد نور هم سرایت کړی دی. د ۲۰۲۲ز کال په مارچ میاشت کې داعشیانو ویلي و چې د آفاق په نوم د خوارجو د سایبري امنیت په برخه کې د یوې فعالې مطبوعاتي مؤسسې چلوونکو د داعشیانو په نوم راټولې کړې پیسې په خپلو شخصي چارو لګولې او خپل شرکت یې ورباندې جوړ کړی و.
په عراق، سوریه، افغانستان او نورو ځایونو کې تر سختو ماتو خوړلو وروسته د داعشي خوارجو مالي ستونزې زیاتې شوې دي او دا پوسټرونه خپرول یې هم په منظم ډول له خلکو د پیسو راټولولو د هڅو یوه برخه ده.
داعشیانو د خپل واک په شپو ورځو کې د اقتصادي تجربې تر نامه لاندې یوه پروسه پیل کړې وه چې له مخې به یې د خوارجو هر ولایت مرکز ته د نیول شویو مالونو ۲۵٪ برخه لېږله، مرکزي تنظیم به بیا دا پیسې د خپل ځان او نورو څانګو د تمویل لپاره کارولې. خو په زیاتو سیمو کې تر ماتې خوړلو وروسته، دا پروسه ناکامه شوه او اوس د داعشیانو د تمویل غټه سرچینه هغه پیسې دي چې له خپلو ملاتړو یې په سوال او له عامو مسلمانانو یې په زور راټولوي.