داعشیانو د پیسو د نه ورکولو امله د یوه ملکي کس پر کور د لاسي بم برید کړی

داعشي خوارجو د سوریې په دیر الزور ولایت کې د یوه ملکي کس پر کور له دې امله د لاسي بم برید کړی چې هغه دوی ته د پیسو له ورکولو انکار کړی و.

د سوریې د بشر حقونو د څار تنظیم وايي دا پېښه د دیرالزور په ختیځ ذیبان کلي کې رامنځته شوې او په نښه شوی کور د هغه کس و چې د موبایلونو دوکان یې درلود او داعشیانو پیسې ترې غوښتې.

د یادونې وړ ده، د سوریې دیرالزور هغه سیمه ده چې د خوارجو لخوا له خلکو پیسې په زور د جهاد سره د کومک او زکات په نوم اخیستل کیږي او د نه ورکول کېدو په صورت کې پر خلکو او د هغوی پر کورونو بریدونه ترسره کوي.

ابو جلال
Exit mobile version