داعشيان څوک موخه ګرځوي

اویس احمد

 

څه موده وړاندې د مسلمانانو پر تن د داعش په نوم د سرطان دانه راپورته شوې وه، لله الحمد مخکې له دې چې ټول جسم ونیسي تر درملنې لاندې ونیول شوه او خنثى شوه. کله نا کله د بدن په يوه نیمه برخه کې اوس هم پړک محسوس شي، خو نور د ختمېدو په حال کې ده.

دلته په افغانستان کې يې د بريدونو موخه پخوا هم يواﺯې او يواﺯې ملکي خلک وو، اوس د ملکي خلکو ترڅنګ علماء، مشايخ، شاګردان، مکاتب او نور عام المنفعه ځايونه په نښه کوي.

الله (جل جلاله) فرمايي: په دنيا کې د الله تعالی څخه يواﺯې په حقه ډارېدونکي خلک علماء دي.

نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: علماء د انبياوو وارثان دي، يو بل ځاى فرمايي: د اسمان تر پوست لاندې بهترين د خلکو علماء دي.

هغه خلک چې په ماشومتوب کې غوږ ته اﺫان راکوي.

هغه خلک، کله چې موږ په خبرو راشو الف، با راته ښايي، هغه خلک چې لويان شو امونځ راته ښايي او پنځه وخته اِمامت را کوي.

هغه خلک چې ځوانان شو نکاح راته تړي، هغه خلک چې وفات شو، جناﺯه مو کوي، هغه خلک چې پس له دفن مو فاتحه اخلي او له فاتحې وروسته ختم د قرانکريم راته کوي، تل تر تله مو د خیر خبر اخلي وعظ او نصيحت راته کوي.

څوک چې ښه ګاونډېتوب کوي ضرر نه رسوي غلا، خيانت نه کوي، له سهاره تر ماښامه د قرانکريم تفسير او احاديث ترجمه کوي، د فقه د کتابونو درس کوي او د خلکو مسايل حل کوي.

دوى په داسې ځمکه اوسېږي، چې هر کاڼى يې د شهداوو په وينو رنګ دى، په هر کور کې يتيم، کونډه ناست دي، بې شمېره خلک د دين په خاطر معيوب او معلول دي.

د يو اسلامي نظام لپاره بې شمېره تنکيو ځوانانو فدايي عمليات تر سره کړل، يو اسلامي نظام يې حاکم کړ په نظام حاکم خلک يې يواﺯې د نبى کريم (صلی الله علیه وسلم) وارثان دي!

اوس له تاجکستانه يو څو لوفران راځي او په دغه مُبارکه خاوره خِلافت غواړي او د دغه دروغجن خِلافت لپاره بيا داسې لوى علماء او مشايخ موخه ګرځوي.

اللهم انا نجعلک في نحورهم و نعوﺫ بک من شرورهم.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version