داعش؛ که ډلیېزو بد اخلاقیو ته لمن وهونکي

يحيی عرفان

#image_title

داعش د اسلامي امت په ټولو هغو ډلو کې چې ورته اهل السنة والجماعة ويل کېږي؛ ځای نه لري، دا ځکه چې د داعش د عقيدوي مسايلو مسير نه دی معلوم؛ له همدې امله، له داعش سره د نړۍ په کچه هر هغه څوک ملګري کېږي، چې يوه معلومه، سالمه، ټولمنلې او پر ديني اصولو ولاړه عقيده ونه لري.

هر هغه څوک چې تر دا مهاله يې د عقيدې مسير نه وي معلوم؛ په تزلزل کې وي، تر ډېره هغه افراد په دې مشکل اخته وي، چې د انساني خواهشاتو تابع وي او دوی داسي ديني تګلاره غواړي، چې تر الهي رضا يې انساني خواهشاتو ته ځواب ډېر مثبت وي.

داعش خپلو لارويانو ته د ډېرو اسلامي فرقو د لارويانو منکوحه ښځې حلالي ګڼي او ترغيب ور کوي، چې د همداسي کسانو ښځې له ځانونو سره مينځي ساتئ او پر هغوی جنسي تېری تاسو ته جايز دی، په همدې اسره؛ ډېر خواهش پرسته کشران او بې لارې ځوانان د داعش ليکو ته ور ځي.

کله چې دا نوی ځوان ور شي؛ د داعش په ليکو کې ډول ډول ښځې شتون لري، آن چې ځيني ښځې د کفري هېوادونو د استخباراتي شبکو ښځې هم دي، چې هغوی ارادتًا دې ته کار کوي، چې له داعشي ځوانانو سره يو ځای و اوسېږي، هغوی ځان ته را جلب کړي او ور سره، ډله ايزي فحاشۍ وکړي.

بل ډول هغه ښځي هم دي، چې دوی د ځينو مسلمانو افرادو نه په زور؛ له ځانونو سره د مينځي په توګه وړي وي او پر هغوی جنسي تېری کوي، د داسي کورنيو ښځې هم شته، چې هغوی له داعش سره ملګري وي او د کورنۍ ټول افراد د داعش په لیکو کي وي، د همدې کورنيو ټولي ښځېنه غړي د داعشي افرادو په منځ کې اوسي او هيڅ نوعه بنديز نه سره لري، آن ځيني مشران يې دې بد عملۍ ته تشويقوي، تر څو لا خواهش پرست ځوانان له داعش سره پاتي شي او د داعش تګلاري ته کار وکړي.

کله چې د داعش ليکو ته داسي ځوانان راشي او هغوی د خواهش پرستۍ داسي ځای و مومي، چې ورته د يوه ديني عمل نوم ورکول کېږي او حرې ښځې ورته مينځي معرفي کېږي؛ نو بيا دغه ځوانان لا ښه د انحراف او کږلارۍ لورته ولاړ شي، د نړۍ نورې ټولي اسلامي عقيدې ورته ناسمي ښکاري؛ چې بالاخره د همدې بد اخلاقيو ښکار شي، له خپلې ټولنې ډېر لري پاتي شي او په ډول ډول بد اخلاقيو روږدي او معتاد شي.

داعشيان له همدې لاري ځوانانو ته داسي ذهنيتونه ور جوړوي، چې هغوی ته ډليېزي بد اخلاقۍ ښه و برېښي او لا ورته کار وکړي؛ تر څو يې له امله په مسلمانو ټولنو کې ډليېزي فحاشۍ کولو ته لار هوراه کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version