داعش؛ په افغانستان کې فسادګر ځای نه لري!

احمدالله مهاجر

په داسې شرایطو کې چې افغانستان له کلونو اشغال او بحران وروسته، د خپلواکۍ، امنیت او اسلامي حاکمیت نوي پړاو ته رسېدلی، د «داعش» په څېر افراطي او توندلارې ډلې هڅه کوي چې د ناامنۍ، نفاق او تاوتریخوالي په رامنځته کولو سره د افغانستان د مسلمان او مجاهد ملت لاره منحرفه کړي او د پردیو ماتې خوړلې پروژې بیا راژوندۍ کړي.

داعش چې ریښه یې په سختو او تکفیري افکارو کې ده او تل په سیمه کې د استکباري او استخباراتي قدرتونو وسیله پاتې شوې، نه یوازې په افغانستان کې هیڅ ټولنیز ځای نه لري، بلکې د دې خاورې د خلکو له دیني، فقهي او کلتوري ارزښتونو او باورونو سره په بشپړ تضاد کې ده، په داسې حال کې چې د افغانستان اوسنی نظام پر اسلامي شریعت ولاړ دی او مشري یې د نامتو علماوو، دیني مشرانو او د قران حافظانو پر غاړه ده، داعش په ړندو سترګو وژنو، بې بنسټه افراطیت او د مسلمانانو په تکفیرولو سره د اسلام داسې یو بدنام انځور وړاندې کوي چې د اسلامي امت لپاره له بدنامۍ پرته بله هیڅ لاسته راوړنه نه لري.

د اسلامي فقهې له نظره هم د هر هغه نظام په وړاندې هر ډول وسله وال پاڅون او برید چې خپله مشروعیت له الهي شریعت څخه اخلي او حاکمان یې د دین په چوکاټ کې عمل کوي، د بغاوت حکم لري، اسلامي فقهاوو دا ډول کړنې نه یوازې جایز نه دي ګڼلي، بلکې هغه د قاطع او شرعي چلند مستحق شمیري.

د افغانستان خلک، چې کلونه یې د اشغالګرو په وړاندې مقاومت کړی او زرګونه شهیدان یې ورکړي، په ښه توګه پوهیږي چې د داعش په څېر ډلې، په حقیقت کې د هماغه بهرنیو پروژو دوام دی؛ هغه پروژې چې د دین په نقاب کې خو د یووالي د له منځه وړلو، د ایمان د کمزوري کولو، او د امنیت د ګډوډولو په موخه ډګر ته راوتلې دي.

د ننني افغانستان منزل، د یوه خپلواک اسلامي هیواد منزل دی چې نه په کې بهرني پوځیان شتون لري او نه استعماري کلتور نفوذ لري. په داسې خاوره کې د داعش او د دوی په څېر ډلو لپاره چې د فساد، تاوتریخوالي او افراطیت خپروونکي دي، هیڅ ځای نشته، د افغانستان مسلمان ملت به تل د خپل دین، هیواد او ارزښتونو په دفاع کې هوښیار او ټینګ پاتې شي.

Exit mobile version