داعش؛ له مرموز ظهور تر تدریجي نابودۍ!

محمد صادق طارق

#image_title

د داعش جنایتکارې او خونکارې ډلې له ظهور سره يو ځاى چې ظاهراً يې د اسلامی خلافت ادعا کوله، د سیاسي او مذهبي چارو زیاتره شنونکي په دې باور وو چې داعش ډله د لویدیځو او نورو سیمه ییزو او بهرنيو استخباراتي کړيو د کرغيړن يووالي محصول دی.

 

که څه هم هغه وخت د داسې یوې خبرې منل چې د ځینو خلکو له انده دروغ وه، ستونزمن او دروند کار و خو وخت له حقیقت او واقیعت څخه پرده لرې کړه او هر څه یې روښانه کړل.

 

اوس چې هر څه د لمر په څېر روښانه دي، اړینه ده چې دا حقیقت ومنل شي چې داعش د یوې اسلامي ډلې او د دیني احکامو له پلي کېدو څخه ډېر واټن لري؛ د «اسلامي دولت» تر نام او نښان لاندې د یوې ډلې د جوړولو ستراتیژي د دې لپاره اېښودل شوې وه چې د دغه نامه څخه په استفادې اسلام او پلویان یې بدنام کړي.

 

که دا خبره نوره هم روښانه کړو نو پوه به شو چې د داعش نوی دین چې د امریکا، انګلیس او اسرائیلي استخباراتو له انسجام څخه زېږیدلی دی؛ په قوي مالي، تسليحاتي او تبلیغاتي ملاتړ سره یې د اسلام او مسلمانانو پر ضد د پراخې مبارزې په ډګر کې قدم ایښی وو چې په منځني ختیځ کې د اسرائیلو تاریخي هیلې او خوبونه پوره کېدل د دوی له سترو ښکاره موخو څخه ګڼلاى شو.

 

که څه هم د دې ترهګرې استخباراتي ادارې بنسټونه د اسلام تر نامه او کسوت لاندې کېښودل شول خو په حقیقت کې یې هڅه کوله چې اسلام په ورانه او ویجاړه بڼه نړۍ ته وړاندې کړي تر څو يې څوک قبلولو ته زړه ښه نه کړي.

 

داعش پدې وتوانېد چې له دې لارې هم د خپلو بنسټ ایښودونکو سیاسي موخې محققې کړي او هم اسلام د نړۍ د شیطاني قدرتونو په وړاندې کمزوری وښيي.

 

د حیرانتیا خبره خو لا دا ده چې د اسلام دایره د داعش د اصولو له مخې ډېره محدوده وه؛ هغوى د هر ډول اسلامي يا مخالف فکر غندنه وکړه او د له منځه وړلو لپاره یې له هېڅ رنګ ظلم او وحشت څخه ډډه ونکړه.

 

باید پوه شو چې داعش ډلې د خپل مرموز ظهور له پیل څخه تر تدریجي نابودۍ پورې په اهلو سنتو باندې دومره ظلمونه وکړل چې هېڅ مخالفې ډلې تر اوسه نه وو کړي.

 

ما په تېرو څو کلونو کې د داعش تر ټولو ناوړه جنایتونه او تر ټولو وحشتناکه وحشتونه لیدلي او اوریدلي دي چې له اهلو سنتو سره د هغوی دُښمني په واضحه توګه په ډاګه کوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version