داعش؛ د منځني ختیځ د بې‌ثباتۍ لپاره یوه پلان شوې پروژه!

ساجد أحمد

داعش یو سیاسي نظام یا اسلامي حکومت نه دی، بلکې د استعماري او لویدیځو قدرتونو لخوا طرحه شوې پروژه ده چې د ځانګړو موخو او محدودې مودې لپاره رامنځته شوې. دا تکفیري ډله، چې د اسلامي خلافت د جوړولو ادعا کوي، په حقیقت کې په نړیواله کچه د اسلام‌وېرې د ودې، په منځني ختیځ کې د بې‌ثباتۍ رامنځته کولو او د لویدیځو نظامي مداخلو د توجیه کولو لپاره یوه وسیله ده.

د الهي نظامونو لکه اسلامي نظام برعکس، چې پر شریعت، عدالت او انساني لارښوونې ولاړ دی، داعش هیڅ الهي بنسټ، مشروع حکومتي جوړښت نه لري او یوازې د متحده ایالاتو، اسرائيلو او ځینو نورو حکومتونو په څیر هېوادونو د پټ ملاتړ سره د ژوندي پاتې کیدو توان لري.

د امریکا محرم اسناد او شواهد دا ښيي چې داعش د لویدیځو استخباراتي ادارو، په ځانګړې توګه د سي آی اې، د هغو پلانونو محصول و چې په سیمه کې د سوریې او عراق په څیر د مقاومت کونکو حکومتونو سره مخ شي. دا افراطي تکفیري ډله له پیل څخه د بهرنیو قدرتونو په مالي، وسلو او تبلیغاتي ملاتړ سره جوړه شوې وه او د ګډوډۍ رامنځته کولو او اسلامي مقاومت کمزوري کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېده.

د مثال په توګه، د داعش مشر ابوبکر البغدادي په عراق کې د امریکا تر کنټرول لاندې زندانونو کې وروزل شو او د هغه له خوشې کېدو سره سم، د دې ګډوډونکې پروژې د اصلي څېرې په توګه معرفي شو، دا حقایق په څرګنده توګه ښیي چې داعش یو اسلامي اصلاحي غورځنګ نه دی، بلکې یوه عملیاتي پروژه ده چې د استعماري اهدافو د پرمختګ لپاره طرحه شوې ده.

د دې پروژې اصلي موخه د اسلام ریښتینې او سپېڅلې څېرې تحریف کول او په نړیواله کچه د خلکو په ذهن کې له مسلمانانو ویره رامنځته کول وو. دا پروژه د داسې وحشیانه او هدفمندو کړنو پر بنسټ لکه د اسیرانو سرونه پرې کول، د تاریخي آثارو ویجاړول او د شریعت تر نامه لاندې ظالمانه قوانین پلي کولو ولاړه وه چې دا ټولو اعمالو د اسلام یو تحریف شوی او بدرنګه څېره نړۍ ته وړاندې کړه، داسې یوه څېره چې له الهي دین د اصیلو تعلیماتو او باورونو سره هېڅ ډول سمون نه درلود.

دا کړنې تر ډېره د دې لپاره ترسره شوې، چې د غرب اسلام‌ ضد سیاستونو ته توجیه پیدا شي او د اسلامي هېوادونو پر وړاندې فشار زیات شي. له بلې خوا، داعش په منځني ختیځ کې د ناامنۍ په خپرولو سره، د امریکا او ناټو لپاره پوځي حضور ته زمینه برابره کړه او دا عمل یې د دې لپاره پلمه وګرځول، چې د سیمې اشغال ته دوام ورکړي او د طبیعي زیرمو، په تېره بیا د انرژۍ د سرچینو نه، ناوړه ګټه پورته کړي.

خو، دا پروژه محدوده موده لري او تر هغه چې د خپلو بادارانو لپاره ګټوره وي، ملاتړ به یې وشي. ځکه چې تاریخ ثابته کړې چې ګډوډونکي او نیابتي ډلې د خپلو ماموریتونو له بشپړولو وروسته یا له منځه وړل کېږي یا له پامه غورځول کېږي، داعش هم په عراق او سوریه کې له ماتې وروسته خپرې شوې حجرې شوې، مګر د نړۍ په مختلفو برخو کې د دوی له خوا ویجاړونکي فعالیتونه لاهم کله ناکله راپور ورکول کېږي.

دا به تر هغه وخته پورې دوام وکړي تر څو چې دا نور د خپلو ملاتړو لپاره ګټور نه وي. په هغه وخت کې، لکه څنګه چې البغدادي پخپله د متحده ایالاتو لخوا له منځه یوړل شو، د داعش پاتې شوني به هم پریښودل شي او د هغې غړي به د بغدادي یا نورو مصرف شوي نیابتي ډلو په څیر برخلیک سره مخ شي.

له همدې امله، داعش یو الهي یا سیاسي نظام نه دی، بلکې یوه پلان شوې پروژه ده چې د استعماري موخو د ترلاسه کولو لپاره ډیزاین شوې ده. د دیني مفاهیمو په ناوړه ګټه اخیستنې سره، دې ډلې نه یوازې د اسلام څېره بدنامه کړه، بلکې په زرګونو بې ګناه خلک یې ووژل او د اسلامي هېوادونو زیربناوې هم ویجاړې کړې. خو کله چې د دې ډلې څخه د لوېدیځو هېوادونو ملاتړونه افشا شول، نو دا حقیقت روښانه شو چې داعش د یو ستر او پراخ پلان یوه برخه وه، داسې پلان چې موخه‌یې د منځني ختیځ کنټرول او د اسلامي مقاومت خوځښتونه کمزوري کول وو.

خو تاریخ دا ثابته کړې چې دا ډول جوړې شوې پروژې ډېر دوام نه لري؛ او په پای کې، هماغه ځواکونه چې دا وحشي پروژې جوړوي، خپله به هم د همدې له شره خوندي پاتې نه شي.

Exit mobile version