داعش؛ د مسلمانانو تر منځ د نفاق په لټه کې

مهاجر سافی

#image_title

د اسلام سپېڅلي دين مسلمانانو ته د يوې ودانۍ حيثيت ورکړى دى؛ چې هره خښته يې د اسلامي امت يو فرد دى، چې د بلې خښتې پياوړتيا او ملاتړ کوي، رسول الله صلی الله علیه و سلم دغه مسئله په یوه حدیث کې بیانوي او فرمایې:
«انّ المُٶمَنَ لِلمٶمِنِ کَالبُنیَانِ یشُدُّ بَعضُهُ بَعضاً» مؤمن د بل مٶمن لپاره د ودانۍ په شان دی، چې یو بل ته تکيه ورکوي او ځانونه سره ټېنګوي.

په اسلامي نړۍ کې، مسلمانان د ایمان په تار سره تړلي دي؛ چې له اسلامي ورورګلوۍ پرته هیڅ رنګ، نژاد، قوم، ژبه او سیمه مهمه نه ده؛ خو دښمنان هڅه کوي، چې دغه ژورې او نه ماتیدونکې اړیکې په مختلفو لارو چارو له منځه یوسي او د مسلمانانو اتحاد ختم کړي.

له اسلامي بیدارۍ وروسته؛ چې کله مسلمانانو خپل اصلي دښمنان درک کړل، امریکا هڅه وکړه چې د مسلمانانو د دغه حرکت مخه ونیسي او له همدې امله یې د مسلمانانو تر مېنځ د تفرقې رامېنځته کول؛ خپله مهمه موخه وګڼل.

تفرقه اچونه، د اسلامي هېوادونو د ټوټه کېدو هڅه، د ترهګرو ډلو جوړول او ملاتړ، پر اسلامي هېوادونو بریدونه او د اسلامي نړۍ پر ځینو هېوادونو بندیزونه؛ دا او دې ته ورته دسیسې د اسلامي هېوادونو د کمزوري کولو لپاره، د امریکا له مهمو موخو څخه شميرل کيږي.

خو په عین حال کې، د ترهګرو ډلو رامېنځته کول او ور نه ملاتړ کول؛ د مسلمانانو د ویشلو او د اسلامی هیوادونو د کمزوري کولو تر ټولو غوره لاره ده، چې له همدې امله امریکا داعش رامېنځته کړ او ملاتړ یې کوي.

مذهبي اختلافاتو ته لمن وهل، د نامشروع او سیکولر حکومتونو دفاع، افواهات او شکونه پیدا کول، د مسلمانانو له یو بل سره د اړیکو مخنیوی، په کوچنیو اختلافاتو کې مبالغه کول، د متعصبو او مغرضو خلکو ملاتړ؛ دا ټول د مسلمانانو تر مېنځ د تفرقې رامېنځته کولو لپاره، د امریکا په ستراتیژۍ کې ځانګړی ځای لري، چې اوس دغه مسئوليتونه داعش ته سپارل شوي دي.

د دغه سرطاني غدې د جوړونکو او ملاتړو یواځینۍ موخه؛ د مسلمانانو تر منځ د تفرقې او اختلاف راپارول، په نړیواله ټولنه کې د اسلام دین تورنول، د صهیونیستي نیواکګر رژیم شرارت او رذالت د سیمې او نړۍ د ولسونو له ذهنونو څخه لرې کول دي.

هغه ډله چې څو کاله وړاندې یې د «عراق او شام اسلامي دولت» تر نامه لاندې د اسلامي نړۍ پر ځینو برخو یرغل وکړ او وروسته د امريکا په مشرۍ د استکبار او صهیونیسټي جبهې په هر اړخیز ملاتړ افغانستان ته دننه شوه، د دې خاورې د مسلمانانو د وحدت او اتحاد د له منځه وړلو لپاره يې خورا زياتې هڅې وکړې.

که څه هم دا ډله د دیني او شرعي لارښوونو دعوه کوي، خو که یوازې دې یوې خبرې ته پام وکړو؛ چې دوی د مسلمانانو تر منځ د نفاق اچولو لپاره له هیڅ ډول هڅې ډډه نه ده کړې؛ نو د پردې تر شا مخ به يې ټولو ته څرګند شي.

عاصم جلال
Exit mobile version