داعش؛ د اسلام د کمزورتیا نوې او خطرناکه پروژه

سعید الأفغاني

#image_title

له قران څخه مخکې ټول اسماني کتابونه منسوخ شوي، خو په خپل وخت کې دا هره یوه صحیفه او کتاب حق او په ټولو یې منل لازم و، منکر ترې کافر بلل کیده؛ خو د الله ﷻ له خوا د بل نوي استازي په راتلو سره، د پخواني دین پیروانو هغه دین پرېښوده او ټول به نوي دین ته را بلل کېدل، خو ددې نوي دین راتګ ته څه ضرورت پېښیده؟

 

تر ټولو لوی علت به یې دا و، چې د وخت په تیریدو به د دین اصل ماهیت تغیر شو، خلک به منحرف شول، چې له همدې امله به د دین په نوم فساد اوج ته ورسید؛ خو د اسلام د دین تر ټولو لویه ښیګڼه همدا ده، چې هیڅوک یې تر قیامته نه شي تغیرولای، ځکه چې الله ﷻ یې په خپله د ساتنې وعده کړې ده.

 

د اسلام د سپېڅلي دین لپاره، هم دښمن لګیا دی، تر څو اصل ماهیت یې پټ کړي؛ چې ددې موخې لپاره یې ډيرې پروژې په لاره اچولې، خو الحمد الله ناکامې شوې دي.

 

خو بلاخره دوی د اسلام د ناسم معرفي کولو، د جهاد د له منځه وړلو، د رباني علماو شهیدانولو او د مذاهبو له منځه وړلو لپاره؛ د داعش په نوم نیابتي او فتنه ګره ډله جوړه کړه.

 

داعش به جهاد تر دې حده بدنام کړي، چې بیا به هیڅ څوک په دې لاره کې خدمت ته تیار نه شي، ټول ښه مجاهدین او علماء به شهیدان کړي؛ چې په دې لاره کې به د اسلام دښمنان پوره پوره همکاري ورسره کوي.

 

د القاعده تنظیم سره جګړه، د اسلامي امارت سره جګړه، د شهید شیخ انصاري صاحب او شهید شیخ رحیم الله حقاني تقبلهم الله شهادتونه؛ ددې ښکارندويي کوي، چې په دې برخه کې د اسلام له دښمنانو سره داعش څومره همکاري کړې ده.

 

موږ اسلام تر مذهب نه محدودوو، بلکې د شریعت د سم تطبیق او له ګمراهۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره؛ د ټولو علماو په واسطه، دا ویل شوي چې په څلورو حق مذهبونو کې د یوه پیروي وکړو، تر څو د علماو په شتون کې له هر ډول فتنې او اختلاف څخه ځان وساتو؛ خو دا ډله په دې هڅه کې ده، چې څنګه د دین د سم تطبیق دا لاره له منځه یوسي او مسلمانان په یوه اختلافي او ورک وضعیت کې را ګیر کړي.

 

د مذهب پیرو ته مشرک او د قتل د وجوب خبره کوي، حال دا چې دوی خپله له مذهبه ناخبره؛ د یهودو د اهدافو لپاره لګیا دي او دین تخریبوي، دوی به هیڅکله دې هدف ته ونه رسیږي، چې له مونږ څخه زمونږ دین د مذهب په اخیستو سره واخلي، هر وخت به د سخت عکس العمل سره مخ کیږي؛ لکه څرنګه چې اوس په افغانستان کې د نابودۍ په حالت کې دی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version