خیالي او بې ثبوته ادعاوې د حل لار نه ده

کریم بریال

د قرغزستان د ملي امنيت شورا مُنشي مارات ایمانکولوف ادعا کړې، چې د افغانستان په شمال کې داعشي خوارجو د پسرلنیو عملياتو لپاره ۷ زره جنګيالي راټول کړي او په ايران، چين، روسيې او د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د تهاجمي بريدونو لپاره د تياري په حال کې دي. نوموړي زياته کړې، چې افغانستان د ګڼو ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شوی دی: «القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې له افغان خاورې څخه پورته هېوادونه ګواښي.»
د نوموړي د دې خبرو په رد کې باید څو خبرو ته متوجه شو.
لومړی خو دا چې د نړۍ د مستعمره هیوادونو لپاره کفارو داسې کسان ټاکلي، چې د اسلام ضد غربي او کمونیستي مفکوره لرونکي وي او زړونه یې د هیوادنۍ او اسلامي مینې په ځای د کفارو پر ګټو او د هغوی د مفکورو پر دفاع ورټول وي.
د مستعمره هیوادونو چارواکي د عقل له کمبود سره سره، نه دروغ و رښتیا پیژني او نه شرم و حیا، او نه هم ورته دا شیان کوم ارزښت لري.
د دوی ټول فکر او خبرې هغه څه وي، په کوم څه باندې چې کفار خوشحالیږي، یا هغوی ته د وفاداري او نزدیکت سبب ګرځي.
بل لور ته د غربي او سیکولر مفکورې لرونکي خلک فطرتاً د زړه له تله له اسلامي نظام سره کرکه لري او پروړاندې یې همېش له حقیقت څخه لرې افواهات نشروي. د مسلمانانو او اسلامي نظام پر خلاف له هېڅ قسم دروغ، بهتان او تورونو څخه مخ نه اړوي.
نو د داسې اشخاصو ادعاوې چې کوم ثبوت او شواهد نلري، په خیالیاتو و کرکو باندې بنا وي او د واقیعیتونو سره هم په تضاد کې وي؛ کوم ارزښت به ولري.
مارات ایمانکولوف په خپله بې ثبوته ادعا کې د افغانستان په امنیتي وضعیت ډېره چشم پوشي کړې ده او د افغانستان امنیتي او واقعي صورت حال ته په نه کتلو سره یې ډیرې له حقیقت څخه لرې ادعاوې کړي دي.
لومړی خو د نوموړي دا ادعا چې داعشي خوارجو په افغانستان کې په منځنۍ اسیا کې د پسرلني عملیاتو د پیل کولو لپاره اوه زره جنګیالي تیار کړي دي، ډېره زیاته د خندا وړ ده؛ ځکه چې پسرلی خو نور په تیرېدو دی، نو دا عملیات کله پیليږي؟ او که رښتیا هم خوارجو اوه زره جنګیالي تیار کړي وو نو ولې عملیات پیل نشول؟ بله دا چې د اوه زره جنګیالیو روزنه، تجهیز او تمویل خو زیات وخت، پوره امن او پراخې سیمې ته ضرورت لري، حال دا چې فتنه ګر (خوارج) خو په ټول افغانستان کې د یوې شپې تیرولو لپاره یوه لویشت ځای هم نلري، نو دا جنګیالي چېرته اوسیږي؟ او روزنه په کوم ځای کې ورکول کیږي؟
دوهم دا چې نوموړی فکر کوم د افغانستان له حالاتو څخه ډېر ناخبره دی، زاړه خوبونه ویني او د افغانستان اوسنی حالت به د جمهوریت پر وخت ور قیاسوي.
دې ښاغلي لکه چې لا هم په افغانستان کې د داعشي خوارجو د دروغجن خلافت د تباهۍ بغارې او وروستۍ سلګۍ نه دي اوریدلي؟ او نه یې هم د خوارجو د تش په نوم د خراسان د والي هغه د اسوېلیو او له فریاده ډکه صوتي اوریدلې، چې هغه په کې د دوی د مشرانو د پرلپسې وژل کېدو باندې وارخطا او خپله هم پکې د خپلو مرګ شېبې شمیري.
مارات ایمانکولوف د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو په ورستیو پرېکنده عملیاتو یا خو خبر نه دی او یا یې هغه د کندهاریانو خبره ځان غول اچولی دی، ده ته باید وویل شي، چې افغان ځانګړو ځواکونو په ټول هیواد کې د داعش خوارجو د نابودي کلک عزم کړی او په عمل کې یې په ډېره میړانه ثابته کړې هم ده، چې ښه بېلګه یې په مختلفو ولایاتو لکه بلخ، هرات، نیمروز، پروان، فاریاب او د کابل په بګرامیو او شکردرې ولسوالیو کې د خوارجو پر وړاندې پرېکنده عملیات او د هغوی د مهمو مشرانو وژنه ده. څو ورځې مخکې د خوارجو د خراسان د تش په نوم والي مرستیال انجینیر عمر چې په حیدر، فریدون او سکندر هم مشهور وو د بګرامیو ولسوالۍ د بتخاک څلورلارې اړوند سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې ووژل شو.
د کابل په شمول د هیواد په مختلفو سیمو کې د داعش خوارجو هغه خونړي بریدونه په ټپه دریدلي، کوم به چې دوی په مساجدو، د اقلیتونو په مراکزو یا د ګڼه ګوڼې په سیمو کې تر سره کول، چې دا هم په افغانستان کې د خوارجو د پوره له منځه تللو او د دوی د ريښې ختمیدلو یو عیني حقیقت او شاهد دی.
دلته چې هر ځای خوارجو سر پورته کړی، افغان ځانګړو ځواکونو پرې وار له مخه کړی او د دوی هیلې یې په نطفه کې ور خنثاء کړي دي.
که مونږ فکر وکړو، په دا ورستیو میاشتو کې چې خوارجو د کوم برید تابیا نیولې، افغان استخباراتي ځواکونو له وړاندې کشف کړي او له منځه یې وړي دي.
مارات ایمانکولوف د داعش خوارجو د موجودیت له ادعا سره دا دعوه هم کړې ده، چې افغانستان کې د القاعده او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د جنګیالیو په شمول ګڼ شمېر تروریستي ډلې شتون لري، چې منځني اسیا کې د بریدونو پلان لري، خو د دې ادعا د ثبوت لپاره یې هم هېڅ کوم شواهد نه دي وړاندې کړي، چې دا جنګیالي د افغانستان په کومه سیمه کې شتون لري او چیرته اوسیږي؟
مونږ پخوا هم ویلي، چې داعش د کفري استخباراتو پلان شویو موخو لپاره کار کوي او هر ځای چې دوی وغواړي هلته دغه نجسه طبقه راپیدا کوي.
افغانستان ته هم همدغو کفري هیوادونو داعش راوستل، خو هغه وخت هېچا هم دا ونه ویل چې افغانستان ته دا راوړل شوي بهرني جنګیالي چیرته وروزل شول؟ چا وروزل؟ او چا راوستل؟ مګر اوس دوی خپل روزل شوي اجرتي قاتلان په مونږ را تاوانوي، حال دا چې افغانستان ته له راتګ څخه مخکې دا خلک د دوی په هیوادونو کې روزل کیدل، تمویلېدل او او د دوی په خوښه ځایونو ته لیږل کېدل.
همدا اوس چې کوم فتنه ګر خوارج افغانستان کې نیول کیږي، اکثریت یې د همدغو هیوادونو څخه تازه رالیږل شوي خارجي اتباع وي، چې لله الحمد د راتلو سره سم د ځپونکو بریدونو لاندې نیول کیږي او وژل کیږي.
د اسلامي امارت له راتګ وروسته به هېڅوک هم دا ثابته نه کړي چې زمونږ د هیواد خاوره دې د نورو هیوادونو په ضد استعمال شوي وي، یا پردیو جنګیالیو ته ځای ورکول شوی او یا دې تمویل شوي وي، خو برعکس همدغو هیوادونو زمونږ مخالفینو ته هم ځای ورکړی، هم یې د فعالیت اجازه ورکړې او هم یې مالي ملاتړ کوي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version