خوارج وپيژنئ

پنځمه برخه

طاهر احرار

په تيرو برخو کې تاسې د فقهاوو له نظره د خوارجو تعريف او پېژندنه مطالعه کړه.

په دې برخه کې به پر يو منل شوي اسلامي حکومت، بې دفاع عامو خلکو، عامه ځايونو ، مسجدونو، باﺯارونو باندې د خوارجو دواعشو د برېدونو په هکله د قرانکريم نظر مطالعه کړو.

سورة ال عمران ايت (7) کې فرمايي:

(هوالذي انزل عليک الکتٰب منه ايٰت محکمٰت هنّ ام الکتٰب واخر متشبهٰت فامالذين في قلوبهم ﺯيغ فيتبعون ما تشابه منه ابتغاء الفتنة وابتغاء تأويله وما يعلم تأويله الا الله والراسخون في العلم يقولون امنا به کل من عند ربنا وما يذکر الا اولو الالباب °)

ژباړه : هغه ﺫات چې پر تا باندې يې کتاب ناﺯل کړی، بعضې ايتونه د کتاب څرګنده معنى لري، کوم چې اصل او بنياد دی. او بعضې يې داسې دي چي څو ډوله معنى لري.

نو هغه خلک چې په ﺯړونو کې د نفاق مرض لري، هغوى د دې متشابهاتو څخه يواﺯې او يواﺯې د فتنې او فساد خپرولو لپاره د ځان د خوښې معنى اخلي، حال دا چې په حقيقي معنى يې د خداى(ج) څخه بغير بل چاته معلومات نشته.

او د لوى علم خاوندان هم وايي، چې موږ ايمان پرې لرو، دا ټول د خداى لخوا دي، او نصيحت يواﺯې د عقل خاوندانو ته په برخه کيږي.

1: امام ابن ابي خاتم الراﺯي په تفسير القران العظيم ج (2) ص (594) د پورتني ايت په تفسير کې فرمايي: عن ابي امامه رض عن النبي ص انهم الخوارج،

ابوامامه د نبي کريم(ص) څخه روايت کوي، هغه فرمايي: چې هغه خلک چې په ﺯړونو کې (ﺯيغ) لري، هغه خوارج دي.

2: علامه ابن کثير په تفسيرالقران العظيم ج(1)ص(347) کې د همدې ايت په تفسير کې ليکي :

چې ابو امامه (رض) دپيغمبر (ص) څخه روايت کوي؛ چې اهل ﺯيغ خوارج دي.

3: مشهور مفسر علامه خاﺯن (رح) په خپل تفسير خاﺯن لباب التاويل ج (1) ص(271) کې د دې ايت په تفسير کې چې د کومو ګمراهو ډلو نومونه ﺫکر کړي، په هغه ډلو کې خوارج هم شامل دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version