خوارج د اسلامي شعايرو ختمونکي

علي أنصار

#image_title

اسلامي شعاير چې د سپېڅلي دين له مراکزو، مسجدونو، مدرسو او دينې دستګاوو څخه عبارت دي؛ د اسلام د سپېڅلي دين د اساس او بنسټ برخې بلل کېږي.

 

شعاير د دين هغه نښې دې چې خداى جل جلاله، پيغمبر صلی الله علیه وسلم، اسلام او د اسلاميت عقيده ور باندې پېژندل کېږي.

 

الله جل جلاله د سپېڅلي اسلام د شعايرو په درناوي او ساتنې امر کړى، د هغوى بې احترامي، له پامه غورځول او ورانول يې حرام ګڼلي، حتى بې احترامي کوونکي او ورانوونکي يې کفر ته رسېږي.

 

خو خوارج چې د اسلامي خلافت دعوه کوي او ځانونه رښتیني مسلمانان ګڼي؛ د خداى جل جلاله د شعايرو بې احترامي او ورانول له هر چا ډېر کوي.

 

مسجدونو کې چاودنې، دينې مراکز ورانول، مدرسو کې د تکفیر مفکور پلې کول، د قران او حديث پوهان، د امت محسنين او د اسلام د سپېڅلي دين داعيان په شهادت رسول د دوى موخې او کړنې دي.

 

دوى حضرت عثمان ابن عفان رضي الله عنه په داسې حال کې په شهادت ورساوه چې؛ د قران کریم تلاوت يې کاوه، حضرت علي کرم الله وجهه يې په داسې حال کې شهيد کړ چې؛ د سهار لمانځه ته يې اذان کاوه.

 

همداسې زموږ په زمانه کې یې شيخ مجيب الرحمن انصاري تقبله الله په داسې حال کې په شهادت ورساوه چې؛ د جمعې شريفي لمانځه ته روان و، شيخ رحيم الله حقاني تقبله الله باندې يې په داسې حال کې چاودنه وکړه چې؛ د خداى جل جلاله سپېڅلى قران او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم احادیث يې تدريسول.

 

همدا خوارج نه و؟! چې د حضرت عثمان رضي الله عنه قران کریم يې په وينو سور کړ.

 

همدا خوارج نه و؟! چې د حضرت علي کرم الله وجهه اذان يې په لا اله الا الله کې پرې او شهيد کړ.

 

همدا خوارج نه و؟! چې د شيخ رحيم الله حقاني تقبله الله مشکوة شریف يې پاڼې پاڼې کړ.

 

همدا خوارج نه و؟! چې مسجدونو کې يې چاودنې کولې، امامان يې شهيدان کړل، د جهاد لورى يې بدل کړ، د قران کریم احکام يې تحریف او په خپل طبيعت جوړ کړل، له سپیڅلي منهج واوښتل او په مدرسو کې يې د تکفیر او افراط مفکورې تدریس کړې.

 

دا يوازې د هغه وحشتونو بېلګي دي چې خوارجو د اسلامي شعايرو، پالونکو، لارويو او منونکو سره تر سره کړي دي.

 

دا ښکاره ده چې خوارج اسلام او د خداى جل جلاله د احکامو تطبيق نه؛ بلکې د کفري نړۍ ګټې او د اسلامي نړۍ انحطاط غواړي، خو دوى به دا ارمان قبرونو ته یوسي. ان شاءالله

هرماس الافغاني
Exit mobile version