خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې | څوارلسمه برخه

بهـاند ایمن

#image_title

خوارجو د امت په منځ کې په نفاق اچولو او له علي رضی الله عنه نه په سر غړونه هم بسنه ونه کړه.

 

بلکې په دې ټولو سر بېره یې د صحابه کرامو رضی الله عنهم په شهادت رسول د ځان لپاره سعادت بلل.

 

دوی کې شیطاني صفات ژور وو، عجب او غرور په سر اخيستي وو.

 

د رسول اللهﷺ ملګرو ته درناوی او احترام د دوی له زړونو وتلی وو.

 

د اللهﷻرضا یې د دوی په شهادت کې لټوله.

 

د دوی یو فرد هم د ادب په نوم څه نه پېژندل.

 

تر دې چې د دوی په خپل منځ کې هم د درناوي او ادب په نامه څه نه وو.

 

ډېر ځله به یې یو بل ته په وړه غوندې خبره بد القاب کارول او د کفر نسبتونه به يې ورته کول.

 

دې سطحي اختلاف بیا دوی په څو ډلو وويشل.

 

ډېری خوارج بیا د جنسي غوښتنو او اړيکو دومره ښکار شوي وو، چې د یو بهتر صحابي په شهادت رسول یې د دې اړيکو په بدل کې تر سره کول.

هرماس الافغاني
Exit mobile version