خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې/لسمه برخه بهاند

 

د خوارجو دوولس زره کسيزه ډله چې کله د علي رضي الله عنه له صف څخه بېله شوه، نو د کوفې ښار حروراء په سيمه کې ځای پر ځای شوه. (په دې بناء د خوارجو یو نوم حروریه هم دی)

وروسته علي رضي الله عنه حضرت  عبدالله بن عباس رضي الله عنه وروليږه تر څو یې بېرته سمې لاري ته رهبري کړي.

عبدالله ابن عباس د دوی پوښتنو او شبهو ته خورا مدلل ځوابونه وویل:
په دې سره څلور زره کسان د ابن الکواء الخارجي په مشرۍ له خپلې سرکشۍ نه لاس پر سر او له علي رضي الله عنه سره یې بیعت وکړ.

خو دا چې د وعدې او بیعت ماتول د خوارجو یو اصل ګڼل کېږي، نو د دوهم ځل لپاره يې ډېری کسانو دا بیعت مات او د خوارجو ټول غړي چې شمېر یې زرګونه وو، په نهروان کې راټول او د یوې سختې جګړې لپاره یې ځانونه اماده کړل.

زرعه بن البرج الطائي، حرقوص بن زهیر السعدي، حمزه بن السنان، شریح بن اوفی العبسي، او عبدالله بن وهب الراسبي د دوی مهم مشران وو، چې هر یوه یې دا دنده درلوده چې د لښکر په منځ کې په ډېر فصیح او بلیغ انداز داسې ویناوې وکړي چې لښکر د عقېدې په اساس قوي او په هيڅ صورت د اسلحې ایښوودو او تسليمېدو ته تيار نشي.

برسېره پر دې دغو خلګو دا دنده هم درلوده، چې د هغه چا شک او شبهې ته ځواب ووایي چې د علي رضی الله عنه په اړه به ورسره پېدا کېده.

علي رضی الله عنه څو ځله له نوموړو مشرانو سره ناستې تر سره کړې او ویې هڅول تر څو له خپلو کړنو لاس واخلي.

او دا یې هم ورته وویل:
چې تاسو به نه له مساجدو او نه د غنیمت له مال څخه منع کړم او تر هغې به په تاسې بريد ونه وکړم تر څو چې تاسې بريد نه وي پېل کړی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version