خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدوکې | دیارلسمه برخه

#image_title

بهــاند

د نهروان د جکړې له پای ته رسېدو سره سم علي رضی الله عنه وویل:

تاسو پلټنه وکړي چې مخدج/ذو الثدیة (د داسې لاس خاوند چې پسته غوښه وي او هډوکی ونه لري) کس په وژل شویو کسانو کې شته کنه؟

 

که چېرته دا کس په دې کسانو کې نه وي، نو موږ تر ټولو بهترین کسان وژلي، او که وي نو بیا موږ له بدو څخه هم بد خلک وژلي دي. دا خبره رسول اللهﷺ کړې.

 

خلکو دوه ځل پلټنه وکړه خو دا شخص پېدا نشو.

 

علي رضی الله عنه پرېشانه شو او خفګان دومره غلبه ورباندې وکړه، چې له دې مخکې هېڅکله دومره نه وه خفه شوی.

 

علي رضي الله عنه پوښتنه وکړه:

د دې ځای نوم څه دی؟

 

خلکو وویل: نهروان!

علي رضی الله عنه وویل، ولاړ شئ، پلټنه وکړﺉ، د الله ﷻ رسول رښتیا ویلي دي.

 

کله چې دا ځل ښه پلټنه وشوه، نو دا د پورته نښو (مخدج) کس د خوارجو په مړو کې وموندل شو، علي رضی الله او ور سره ملګري يې په سجده پرېوتل!

 

یو کس علي رضی الله عنه ته وویل:

حمد او ثناء ده، هغه ذات لره چې د دې کسانو بنیاد یې له بیخه وایست.

 

علي رضی الله عنه وویل:

ته چې کوم فکر کوې دغه ډول نه ده.

 

دوی اوس هم د خپلو پلرونو په شا او مېندو په رحِمونو کې دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version