خوارج؛ د تکفیر مدعیان؛ خو د کبیره ګناه مرتکبین! لومړۍ برخه

أحمد شکيب

اسلام د امن، رحمت، اعتدال، علم، او اصلاح دین دی، دا دین نه یوازې د عبادت او روحانیت لارښوونه کوي، بلکې د ټولنیز نظم، عدل، او سولې اساس هم ږدي.

خو له بده مرغه، د تاریخ په اوږدو کې، هر کله چې اسلامي امت د یووالي او ثبات پر لور ګام ایښی، هلته داسې ډلې را پورته شوي چې د فتنې، وینې، تفرقې او افراطیت اور یې بل کړی دی، له دې ډلو څخه تر ټولو خطرناکه، تندلاره او د دین په نامه تباه کوونکې ډله خوارج ده، هغه کسان چې د تقوا او دین شعار پورته کوي، خو پخپله د داسې ګناهونو مرتکبین دي چې قرآن او سنت پرې سخت وعیدونه ور کړي دي.

خوارج هغه فتنه ده چې د عبادت، غیرت او اصلاح په نقاب کې ځان وړاندې کوي، خو اصلي څېره یې د فساد، قتل، خیانت، او د دین‌ضد افکارو نه ډکه ده، دوی د مسلمانانو د تکفیر دعوه‌داران دي، خو په خپله د هغه ګناهونو اسیران دي چې د اسلام اصلي دښمنان یې هم شرمولي.

د دوی تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې عام مسلمانان، په ځانګړي ډول ځوانان، د دوی په ظاهري دین‌داري، جذبو خبرو، او سختو موقفونو باندې غولېږي، دوی دا فکر ور کوي چې حق همدا دی، او نور ټول منحرف دي، خو حقیقت دا دی چې خوارج د اسلام له اعتدال، رحمت، او عقل‌محور روحیې څخه وتلي خلک دي، چې د دین پر نوم د دین له روح سره جنګ کوي.

په دې سلسله کې موږ هڅه کړې چې هغه کبیره ګناهونه له واضحو دلایلو سره بیان کړو چې نه یوازې اسلامي شریعت یې مردود ګڼي، بلکې د عقل او فطرت خلاف هم دي، لېکن خوارج د کبیره ګناهونو په تاريکو کې لاهو دي.

هغه لوی (کبیره) ګناهونه چې خوارج پرې مبتلا دي، تفصیلي بیان یې په لاندې ډول وړاندې کېږي:

۱:- قتل الأبرياء (بې‌ګناه خلک وژل):

اسلام د انسان وینه محترمه بولي، حتی که کافر هم وي، الله جل جلاله فرمایي: «من قتل نفساً بغير نفس أو فساد في الأرض فكأنما قتل الناس جميعاً» (المائدة: 32)

ژباړه: هغه څوک چې بې ګناه انسان وژني بغير له دې چې هغه کوم نفس وژلی وي يا کوم فساد یې (فتنې، لوټ، ياغي ګرۍ) د ځمکې پر مخ کړی وي، نو داسې ده لکه ټول انسانان چې یې وژلي وي.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لزوال الدنيا أهون عند الله من قتل رجل مسلم »(ترمذی)

ژباړه: “د ټولې دنیا بربادېدل د الله په نزد ډېر آسانه دی، نسبت و دې ته چې یو مسلمان بې‌حقه ووژل شي.”

خو خوارج د قرآن او سنتو خلاف، بې‌ګناه مسلمانان، علماء، ښځې، ماشومان او عام ولس وژني، د دوی بریدونه، چادونې، او هدفي وژنو دا ثابته کړې چې د مسلمان وینه د دوی په نزد هیڅ ارزښت نه لري، دوی خپل شوم اهداف د دین په نامه تر سره کوي، حتی پر جوماتونو، مدرسو، او علمي مراکزو هم بریدونه کوي.

Exit mobile version