د غرناطې وروستۍ محاصره شاوخوا دوه نیم کاله (۱۴۸۹–۱۴۹۲م) وغځېده، دا د اندلس د تاریخ تر ټولو د ډکو تراژېدیو له فصلونو څخه وه؛ یو داسې فصل، چې له سترې انساني فاجعې سره په کې د اسلامي نړۍ شرموونکې بېغوري هم یوځای شوې وه.
په ۱۴۹۱م کال کې پر غرناطه د هسپانوي ځواکونو محاصره نوره هم سخته شوه، ټولې لارې وتړل شوې او مسلمانان اړ شول چې یوازې پر هغو لږو غلو تکیه وکړي، چې د ماڼیو او کورونو په زېرمو کې پاتې وې. کله چې سلطان ابو عبدالله الصغير، د غرناطې وروستی پاچا، دې نتیجې ته ورسېد، چې په دغو شرایطو کې نور د ښار دفاع ناشونې ده؛ نو په شمالي افریقا کې یې له خپلو مسلمانو وروڼو پاچاهانو څخه بېړنۍ او عاجله مرسته وغوښته؛ د مراکش له سلطان، د تلمسان له زیاني سلطان، د تونس له حفصي سلطان او د مصر له مملوکي سلطان ناصر محمد څخه.
خو تاریخ د هېڅ یوه له لوري نه هیڅ مرسته نه ده ثبت کړې؛ برعکس، د جګړې په ټوله موده کې یې د شمالي افریقا قشتالې (هسپانیې) ته غنم لېږل او له هغې سره یې ښې سوداګریزې اړیکې ساتلې. په همدې وخت کې، د غرناطې د مسلمانانو حالت ورځ تر بلې خرابېده او د وروستۍ محاصرې پر مهال سخته قحطي رامنځته شوه. په اړه یې یو هسپانوي مورخ هرنان پرېز دل بلباو لیکي: «د ښار له کوڅو نه د مرګ بوی پورته کېده، خلک یې اړ شول چې سپي، پیشوګانې، واښه، بلکې آن د بوټانو جوش شوې څرمنې وخوري.»
مسلمان مورخ لسانالدین ابن الخطيب الصغير (چې د دغو پېښو یوه برخه یې په خپلو سترګو لیدلې وه) په خپلو یادښتونو کې یادونه کوي: «ماشومان د لوږې له امله د خپلو میندو پر سینو مړه کېدل، خلکو به خپل مړي په چوپتیا ښخول، ترڅو د پاتې ژونديو کسانو هوډ مات نه شي.»
که څه هم شاهي ماڼۍ لا لږ خوراکي توکي لرل، خو عام خلک له لوږې، وبا او یخنۍ سره مخ وو، ځکه محاصره د ژمي په موسم کې وه او د غرناطې غرونه په درنو واورو پوښلي و. وبا، وچکالي او ګراني خپره شوه، تر دې چې ډوډۍ له سرو زرو هم ګرانه شوه.
د ۱۴۹۱م کال په ډسمبر کې ابو عبدالله الصغير پوه شو، چې ښار نور د مقاومت وس نه لري، په ځانګړي ډول د مسلمانانو د هر ډول مرستې او د هغوی د کومک د نشتوالي له امله، نو د کاتولیک پاچاهانو ته یې خپل استازی ولېږه او تسلیمېدو وړاندیز یې ورته وکړ؛ خو په داسې شرطونو، چې د مسلمانانو دین او کرامت خوندي پاتې شي.
د غرناطې تړون د ۱۴۹۱م کال د نومبر پر ۲۵مه لاسلیک شو، ښار ته دوه میاشتې وخت ورکړل شو او د تړون مادې (چې په نسبي ډول ښې بلل کېدې) وڅېړل شوې. د ۱۴۹۲م کال د جنورۍ پر ۲مه، غرناطه په رسمي ډول وسپارل شوه، د داسې تړون له مخې چې ۸۰ مادې یې لرلې او هرې یوې یې د مسلمانانو یو حق تضمیناوه.
سلطان ابو عبدالله الصغير پر ملکې ایزابېلا، چې د خپلې کاتولیکي دیندارۍ له امله مشهوره وه دا شرط کېښود، چې پر انجيل به قسم خوري او د وزیر ابو القاسم الغرناطي او عادلانو په حضور کې به ټینګ سوګند کوي، چې تړون ته به وفاداره پاتې کېږي. هغې قسم وخوړ، مېړه یې فردیناند هم، همداراز د هغوی کاردینالانو، کشیشانو، راهبانو، لوړپوړو افسرانو او د دولت مشرانو هم قسمونه وخوړل.
ابو عبدالله الصغير پر دې بسنه ونه کړه؛ بلکې غوښتنه یې وکړه چې تړون دې روم ته ولېږل شي، څو پاپ (د کاتولیکانو ستر مذهبي مشر) هم پرې لاسلیک وکړي. همداسې وشول او د اروپا تر ټولو لوړې مذهبي مرجع هم تړون تایید کړ. پاپ، ایزابېلا او مېړه یې پر اتیاوو مادو لاسلیک وکړ؛ هغه مادې چې د مسلمانانو ټول حقونه یې خوندي کول: د ښځو لباس، د مړو کفن، لمانځونه، زکات، روژه، جوماتونه، شتمني، سوداګرۍ او د ښځو او ماشومانو عزت او امنیت.
خو پوهېږئ وروسته ایزابېلا څه وکړل؟
کله چې په غرناطه کې مېشته شوه، ډاډمنه شوه، مسلمانانو خپلې وسلې وسپارلې، پوځ منحل شو او ابو عبدالله الصغير مراکش ته تبعید شو؛ نو هغې، د خپلې ادعا شوې تقوا له مخې، پاپ ته لیک واستاوه او ترې یې وغوښتل چې له قسم څخه یې خلاصه کړي، پاپ د خپل ورع او تقوا له مخې په یوه رسمي لیک کې، چې تر ننه خوندي دی، اعلان وکړ چې هغه یې له سوګند څخه خلاصه کړه، ګناه یې ور وبښله او که له مسلمانانو سره خیانت وکړي، د قیامت په ورځ به ترې حساب نه اخیستل کېږي.
همدا و، چې له پاپ نه يې اجازه واخیسته؛ تړون یې مات کړ او قتلعامونه پیل شول، د تفتیش محکمې جوړې شوې، وینې وبهېدلې، خلک ژوندي وسوځول شول، مسلمانان په زور عیسوي کېدل، تر دې چې یوازې د دې شک چې ته مسلمان یې یا کومه اسلامي شعیره ترسره کوې، د دې لپاره کافي وه، چې تا د اور تنور ته واچوي.
نو اې مسلمانانو! پر الله قسم، زه د خیانت بوی له اوسه حس کوم، زه د غرناطې د خلکو څېرې د غزې د خلکو په څېرو کې وینم، زه نوي فردیناند او نوې ایزابېلا وینم، چې د اسلامي نړۍ د ځینو خاینو غلامانو په ګډه همکارۍ به د سپینې او تورې ماڼۍ څخه راڅرګندېږي.
اې مسلمانانو!
ایا تاریخ بدل شوی؟! ایا دښمنانو کله زموږ عهد ته درناوی کړی؟! له دوی سره څومره د «سولې» تړونونه لاسلیک شول؛ خو پایله یې یوازې دوکه او تاوان و، ایا له ټرمپ، نتنیاهو، مکرون، میلوني او د اسلامي نړۍ له خاینو واکمنانو څخه د کوم عدالت تمه لرئ؟!
او ستاسو رب تاسو ته خبرداری درکوي:
﴿كَيْفَ وَإِن يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً ۚ يُرْضُونَكُم بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَىٰ قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ﴾
نو اې د پخواني اندلس خلکو! د نوي، ختیځ اندلس لپاره څوک شته؟
