له لسیزو وروسته د امت په یوه وړه جغرافیه داسې یو نظام واکمن شوی، چې د هرمؤمن د زړه دعا او د خولې چېغه وه/ده، دا د مظلومو د دعاګانو، کریږو او اسوېلیو محصول قیادت یوازې د یادې جغرافیې د مېشتوالو ارزو نه وه، بلکې د تمام امت د افرادو هیله وه.
دلته که د حاکم قیادت لپاره بې درېغه وینې توی شوې، قربانۍ وشوې او ځانونه ځار شول، دا هدر نه دي؛ همدغه موجود زعامت یې ثمر ده، چې هم د دیانت او اسلامیت یوه الګو ده، هم د بهرني، داخلي او متوازن سیاست یو روڼ مشال دی، دلته که بهرنی اشغال نسکور شو، خو داخلي هغه هرج و مرج هم مهار شو، چې د ظلمونو په اورونو یې مؤمن اولس وسوځاوه، هغه داخلي تغریب پالان هم وشړل شول، چې مستقیماً یې د مؤمن اولس عقائد او افکار موخه ګرځولي وو.
دا چې په پرلپسې توګه په دریم ځل نړیوال ښکرور جابر د یوې پېړۍ په اوږدو کې په افغانستان یرغل وکړ، لامل یې دا دی چې ددې جغرافیې له مېشتوالو یو قسم وېره لري، د خپلې بقاء او لادینیت وېره، چې هسې نه دا متدین قوم مو د ښکرورې امپراتوري ماڼۍ را متضرره کړي، ځکه افغان ملت تر ننه په خپل تاریخ کې ننګ او په دین باندي غیرت ثبت کړی، شجاعت او د جنګ په ډګر کې یې بریا ثبت کړې ده، د ښکرورو غلامي، یا د مادیاتو بندګي یې هیڅکله نده ثبت کړې، له دې تحلیل ور هاخوا بل هیڅ وجه نشي کېدای.
خو دا چې دلته د اشغالګر ځواک پښې ندي ټینګې شوي او د تل لپاره یې ددې مؤمن اولس ضمیرونه نه دي اخیستي، نو ځکه دوی هڅه کوي، چې په مستعمره سیمه کې د ځان یو نائب پرېږدي، چې ظاهراً د اسلامیت دعوه لري، خو په حقیقت کې د استعمار پیداوار وي.
دغه تاکتیک بریالی ځکه دی، چې د مستعمره سیمې یو ضمیر پلورلی، چې ددوی په جامه کې وي، هم یې د ژبې هم یې د فرهنګ سړی وي، دوی د واک تر ګدۍ ورسوي، چې ظاهراً د افغانیت او اسلامیت جامې هم په تن ولري او د مستعمَر قوم له عنعناتو سره هم بلد سړی وي.
دغه نائب حکومت د تغریب او ډیموکراسۍ لپاره دومره کار کوي، څومره چې یې غربیان په خپل حضور کې کوي، بلکې لا یې هم ډېر کوي ځکه دوی د اسلامیت وروستاړی هم پسې نښلوي، د ډیموکراسۍ دغه زوروره څپه د افغانستان پخوا هم رالوتې وه او د افغانستان هر زیب و زینت یې متضرر کړی وو، خو د متعال رب اراده وه نو، چې دلته دغه څپه کنټرول شوه او د تغریب هغه نائب هم له منځه لاړ، چې ددغې څپې د پراخولو هڅه یې کوله.
د اهم ددې اولس د پاکو ارادو پایله وه، چې امارت ددغې زهرجنې څپې په وړاندي لکه سندان ودرېده، او په پایله کې یې بریا هم ترلاسه کړله، امارت هم د غربیانو د ماتې ویاړ لري، هم د غرب پالو د شړلو ویاړ؛ چې دواړو د مؤمن اولس عقائد او افکار موخه ګرځواي وو.
دا که پرون حرکت او خوځښت و، خو نن زعامت او قیادت دی، چې په خورا حکمت سره د سیاسي او دیني بصیرت په ملتیا د یو مستحکم او ځواکمن دولت پر لور قدمونه اخلي، تر څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د غربیزم او دغرب د موَلد دین (ډیموکراسۍ) ریښې وباسي او امت د پخوا پڅېر په یوې کلمې او یو امیر سره راټول کړي.
ددغه زماعت علیا اهداف همدا دي، چې هر فرد یې په خپل تعهد د یادې موخې لپاره کار کوي، دغه موخه د امارت په هر قدم کې پالل شوې ده، د خارجي او رافضي فکر هغه افواهات چې د اسلام رنګ ورکوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زماني له خروجه سرچینه اخلي، هغه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندي یې هم د حسد اور کنټرول نشو کړای او په هغه نبي یې هم د بې عدالته تور ولګاوه، چې مشرکینو لا د امین په نامه نومولی و، خو لله الحمد دغه فکري یا فزیکي خروج د امارت په پرلپسې هڅو سره تر ننه خم دی، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې له سختو جنګونو وروسته په ګونډو شو.