عبدالغفار سربڼ
د دنيا زبر ځواکان او د هغو په ساز نڅيدلي حکومتونه څه اسلامي؟ او څه غير اسلامي، افغان ولس نن بيا په يوه او بله پلمه له خپلواکۍ نه محرومول غواړي. څلور نيمې لسيزې کيږې چې دغه ولس د اسارت يوې کندې ته غورځول شوی دی او دغه زبر ځواکان د خپلو منطقوي او زمونږ ګاونډي حکومتونو په مرسته په رنګارنګه شعبده بازۍ نه پريږدي چې له دغې کندې راووځي.
لومړی ځل دی چې يو غښتلی ولسي ځواک د الله په مرسته او هدايت زمونږ اسير او يرغمل ولس له دې کندې د ويستلو هوډ پر ځای کړ يا لګيا دي پر ځای کوي يې. دغه ټوله موده لوبه داسې جوړه وه چې کله به يو زبر ځواک مونږ ته لاس راکړ چې ګواکې مونږ را باسي خو راوتل به يي دومره وځنډول تر څو هغه بل ځواک دې ته تيار شي چې مونږ پر سر ووهي او بيرته مو کندې ته ور وغورځوي. نيمايي نړيوال ددغې لوبې مشاهدين او ليدونکي وو او بله نيمايي د لوبې ګډونوال. هر چا خپله ګټه کوله او هر چاته خپل خوند حاصل و.
خو ولس پر الله توکل کړی و او هغه ورسره مرسته وکړه او اوس له کندې د وتلو په درشل کې دي.
دغه تمثيلي انځور مې ځکه وړاندې کړ چې ډير داسي کسان شته چې د بيان او د ژبې په سحر او کوډو کولای شي دغه اسارت ته نور نور تفسيرات او تعبيرات وړاندې کړي خو اصلي انځور همدا د کندې صورت دی.
په داسې حالت کې چې مونږ له کندې د راوتلو په حال کې يو هماغه ځواکونه او د هغوی منطقوي مرييان له نويو اجنداوو او پلمو سره يوې نوې لوبې ته راوتلي. غواړي بيا په نوي چل بيا مونږ د اسارت کندې ته ټيل وهي. ځينې سبق لوستي او پوه کسان هم چې د حافظې په ضعف روږدي دي يا تعهد يې له پردو سره دی د هغو تکراري اجنډاوې ښکار ګرځيدلي دي کوم چې پخواني لوبغالي يې په پراخه بڼه تبليغ او ترويج کوي.
ددغو لوبغالو اصلي موخې نورې دي لکه پخوا خو په خوله ډېرې سپېڅلې غوښتنې مطرح کوي. عام او مجرد مطالبات چاته جذاب او زړه وړونکي نه دي؟:
له تروريزم سره مبارزه.
د ښځو حقوق او د بشر حقونه خوندي ساتل.
يو همه شمول دولت جوړول.
کوم سليم عقل به له دغو غوښتنو سره مخالفت ولري؟!
د ديموکراسۍ او ليبراليزم اکابرو او سترو پوهانو د سياست لپاره يو ځانګړی تعريف جوړ کړی و او همېشه به يې په کبر هغه تکراراوه: سياست هغه چاره او فن دی چې کوم شی چې کوي هغه په ژبه نه وايي او کوم شي چې بيا په ژبه وايي هغه نه کوي! نو همدغه د دوی د لارې او کړنلارې سرمشق دي. مغرب بيا غواړي افغان ولس داسې په کنده کې بند کړي چې د روس ايران او چېن لپاره د سر درد جوړ کړي او دغه هيوادونه هم د امريکې او شريکانو بوی هم دلته نه خوښوي خو په ژبه دواړه خواوې پورتنۍ غوښتنې لکه تبه وهلي محرقه ناروغان تکراروي او له اسلامي امارت نه يې په بېشرمۍ غواړي!
دنيا خبره ده چې هيڅ يوه ډله دغو غوښتنو ته ژمنه نه ده کله چې د اقتصادي او مالي ګټو مسئله مينځ ته راشي.
ټول جنجال پر دې دی چې نړيواله زبر ځواک طاقتونه ددنيا دغه منطقه د اومه موادو ذخايرو لکه انرژي او سوند مواد او معدني ذخايرو له پلوه او د توکو او محصولاتو د پلورلو بازار له پلوه نه شي تقسيمولی يعنې په دغه تقسيم سره نه جوړيږي. يو طرف ځان له بل طرف نه پر حق او مستحق ګڼي. امريکا ځان د دنيا سيد او اغا بولي سوچ کوي لومړی هر ښکار زه خورم له ما چې څه شی پاتې شول نور به يې خوري. چين، روس، ترکيه او داسې نور لکه پاکستان او ايران او نور بيا وايي منطقه زمونږ ده اول زمونږ حق جوړيږي بيا د سين پورې غاړې ته!
همدا شيبه چې دا ليکم که دوی سره په تقسيم جوړ شول پورتنۍ غوښتنې به د هيڅ چا له خولې وانه وريدل شي. بيا به داعش هم ورک وي.
راځئ لږ پر دغو غوښتنو تم شو.
دهشت يا ترور د مومنو مسلمانانو د باور له اړخه څرنګه انګيرل کېږي؟
اسلام په لاندې دلايلو، اصولا او نصوصاً او عقلاً له تروريزم سره مخالفت لري.
ويره اچونه حرام دي. پرته له الله انسان بايد له هيڅ چا ونه ډار شي مصنوعي ويرول جايز نه دي. طالبانو د شريعت د حکم پر بنا له دغه حرام سره جهاد کړی او کوي يې که دا د امريکې او روس دهشت اچونکي وي يا د خوارجو.
اسلام دسيسه او توطيه حرامه ګڼي، خو د تروريزم بنياد پر دسيسو کېښودل شوی دی. اسلام د دسيسو د شنډولو هوډ کړی.
مسلمانان ذاتاً او اصولاً د هر چا په خلاف جګړه نه کوي بلکه صرف د قران د حکم پر بناء له هغه چا سره جګړې واجب ګڼي چې پر دوی يې يرغل کړی وي.
او همدا جګړه هم هغه وخت پيلوي چې د امت د امامانو او عالمانو فيصله پرې وشي نو بيا هلته د جهاد نوم ګټي. پخپل سر جګړه جهاد نه بلل کېږي او نور…
همدا لنډه موده کې اسلامي امارت د داعش اورپکو خوارجو ته داسې درنه ماته ورکړې ده چې د امريکې په شتون کې او د مور بم اچولو باندې هم نه وه ميسره شوې. دغه ادعا چې طالبان د ترور پر ضد جګړې ته ژمن نه دي بيشرمانه تور او تهمت دی! د تسليم شويو شميره اوس سلهاوو ته رسي.
اسلامي امارت په تاکېد د تروريزم په خلاف د خپل باور پر بنياد واجباً پر مخ بيايي او د چا د خوشحالۍ او د انعام او اجرت په بدل کې نه.
بله غوښتنه د ښځو د حقوقو د نغارې ترنګول دي چې دا شل کاله يي غږوي. د دوی کارنامه او د ميرمنو په خلاف شل کلن جرمونه چې د چا غوږ او د چا پوزه په کې پرې شول نړيوال حيران کړي وو خو اوس يې افغانان حيران کړي دي.
ښځو ته کوم حقوق غوښتل کېږي.
د کومو ښځو حقوق غوښتل کېږي.
ناټو د خپلې واکمنۍ موده کې فقط ۰,۰۰۰۱۷ سلنه ښځو ته داسې حقوق ومنل چې امريکې پرې خپل دوکان خپل هيواد کې چلولی شو خو باقي ميرمنې، ميندې، خويندې، کونډې نجوني له ابتدايي انساني حقوقو نه محرومې وي. دغه احصايه اټکلي ده خو شاو خوا ۲۰۰زره ميرمنو زده کړو او کار نه برخمنې وې خو ښکلې ميرمنې تل له جنسي ازار سره لاس او ګريوان وې. څوک چې وجدان لري رښتيا وايي. د بوختو او محصلو ميرمنو شکايتونه لا تراوسه په انترنت کې لاس په لاس کيږي.
هغه حقوق چې ښځو ته منل شوي وو خو ورکړل شوي نه وو عوام غولونکی صورت درلود.
ميرمنې په داسې يو هيواد کې چې دومره اوږدې جګړې ځپلې وې اکثريت ډير مظلومانه ژوند تيروي. فقط يو خورا کوچنی اقليت له زينتي امتيازاتو نه ګټه وړي.
بلې ميرمنې په افغانستان کې ويشل کېږي:
کونډې ښځې
هغه ښځې چې کوچيانی ژوند لري
هغه ښځې چې په زور واده کېږي
هغه چې په بدو کې ورکول کېږي
هغه چې د لوړ ولور له امله د پلار کور کې پخه شي
هغه چې د زيږولو په وخت کې د درملو نه شتون کې مري.
هغه چې د اسلامي ميراث نه محرومه ده او حق يې ورور يا خپلوان خوري.
هغه چې کرۍ ورځ خاوند سره کرونده کې لګيا وي بيا چې راشي د کورنۍ لپاره پخلی او د څاروو خدمت هم کوي.
هغه چې د خاوند له مرګه وروسته درې کلن ليور ته ناسته وي او نور..
ايا امريکې دغه حقوق په شلو کلونو کې خوندي کړل؟ ابداً!
دا هغه حقوق دي چې زمونږ په ټولنه کې فقط د اسلامي نظام په شتون کې ورکول کېدلی شي.
د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر رحمه د يوه فرمان پر اساس لومړۍ دوره امارت اسلامي حکومت کې ولور په جبر ودول، ليوره ته ودول، په بدو کې ودول ختم شول او د ميراث حق ډيرو ميرمنو ته ورکړ شول. تر دا نن د امارت له خوا دغه ټول حقوق هيواد کې خوندي دي څوک دې نر شي جرئت دې وکړي دغه حقوق دې نقض کړي. د تعليم حق د مشروع کار حق چې شرعي نهې او مانع ونه لري د اسلامي امارت ژمنتيا ده. دا به د شرعې خلاف وي که ميرمنې د نارينه ډاکټر له خوا معاينه شي او نور مثالونه. د ښځو تلاشي څوک په نارينه نه کوي. تعليم پر ميرمنو او نارينه واجب دی نو له واجب نه کله امارت انکار کولاي شي.
لومړنی تقسيم د کار د ښځو او نارينه تر مينځ د خلقت او فطرت او طاقت په سبب راغلی دی. له دغه ويش سره مخالفت د خلقت له قوانينو سره لجوجانه مخالفت او افراط دی. شريعت هم کارونه همدا شان ويشلي. که د ميرمنې طاقت او مور کېدل ته يوه دنده ضرر رسوي نو د ټولنې بنياد ته هم صدمه ده بيا دې هاغه دنده ميرمنو ته وړاندې کړل شي چې ددې حيات او حيا په کې خوندي وي. همدا يې حقوق خوندي کوي.
نو دغه چېغې چې اوچتې دي چې هله د ميرمنو حقوق پايماله شول څه معنی لري؟
چاته حقوق غواړي کومو ښځو ته کوم حقوق غواړي. هاغه بيوزله ښځه چې يتيم زوی يې له لوږې ورته ژاړي د هغې حقوق څوک نه يادوي دغو ميرمنو ته امريکا او ناټو بايد جنګي غرامت او تاوان ورکړي. خو د بلې ښځې چې په ناز او نعمت کې د کابل ښار کې د کوم شخص کور کې پيدا شوي چې د اشغال تر بيرغ لاندې دنده لري او لور يې کوم پوهنتون تمام کړی او اوس د امريکې له تېښتې وروسته بيکاره شوي ددې ميرمنې حقوق هم بي بي سي او هم سي ان ان او هم کيڼ او ښي هر يو له طالبانو غواړي او ويل کېږي چې ولې دې ته په کابينې کې ځای نه ورکول کېږي.
نو که دغه نازولي ښکلي او هوښياري تکنوکراتې ته د وزارت چوکۍ ورکړل شوه د ښځو د ټولو ښځو حقوق خوندي شوي و الا غير انصاف شته که نه؟
بله غوښتنه چې ډيره ښکلې او خير خواهانه ښکاري د همه شموله حکومت مطالبه ده!
داسې به خيال وکړو چې اسلامي امارت دا ومني چې فوراً وزيرانو شورا ته لويديځ کې روزل شوي تکنوکراتان او متخصصين چې حتی د پخوانۍ ادارې غړي هم نه وي او تر اوسه يې بد نوم چا نه وي اوريدلی دننه شامل کړي او وزيران شي. زه له دغو جنابانو نه فقط يوه پوښتنه لرم اسلامي امارت که تاسې د غرب او شرق د فشار له امله د کابينې غړي وټاکي ايا تاسې کولای شئ د حنفي فقې مطابق د اسلامي شرعې اصول پر ځان او په دنده کې اجراء کړئ. ايا نه ويريږئ چې که ددې کار توان ونه لرئ هم به هيواد ته او هم به ځان ته دنيوي او اخروي نقصان ورسوئ. تاسو ته او په يقين امريکې او نورو همه شمول غوښتونکو ته جوته ده چې هيواد کې پرته له اسلامي نظام او شريعت بل کوم قانون نه چليږي او ټول وضعي قوانين به هم فقط د همدغې فقهې په رڼا کې جوړيږي او تطبيقيږي. نو که قانون اسلامي وي نو تکنوکراتان به د غرب قوانين اجراء کوي؟ که د اسلامي امارت.
سپين حقيقت دادی چې امريکا داسې غوښتنې کوي چې يا اسلامي امارت هغو ته ژمن دي او يا دا چې د هغو منل د اسلامي امارت مشروعيت له سوال سره مخامخ کوي.
زيات عقل په کار نه دی تر څو حقيقت سړي ته څرګند شي. که اسلامي امارت له نيمايي زيات وزيران له پخواني قراردادي سياسيونو له ډلې يا له نوي تکنوکراتانو له جملې مقرره کړي قانوني اجرأت به خامخا د اسلامي اصولو پر مبنا کېږي: لومړی دوی له اسلامي فقهې دومره پوهه نه لري دوهم پر هغو باور نه لري او دريم کارونه به ټول جام شي او د خلکو فغان به اسمان ته اوچت شي او غرب به بيا چېغي وهي چې طالبان په دولت چلولو او ادارې نه پوهيږي. نو ملايان دې يا بيرته مسجد ته واستول شي او يا که واک نه پريږدي مړه يا بنديخاني ته واچول شي. نو چې ښه ځير شو نو پوه به شو چې دغه غوښتنه نه کېدونکې مطالبه ده او لويديځ قصداً داسې غوښتنه کوي تر څو نړيوال او خپل ولس پر هغو مصروف وساتي او پخپله په کراره اصلي دنده پر مخ بوځي.
دا ډيره ستره دسيسه ده!
که اسلامي امارت فرضاً دا ومني چې ځينې د امريکې او نورو حريصانو متعهد اشخاص دولت کې شريکان کړي د اسلامي امارت قيام او جهاد له شرعي شبهاتو سره مخامخ کوي. ددې معنی دا کيږي چې په افغانستان کې اصلي ستونزه دا نه ده او نه وه چې يرغلګر راغلي او هيواد يې اشغال کړی بلکې دلته داخلي ستونزه او اختلاف وو چې څلويښت او شل کلن ناورين يې زيږولی. نو اوس چې ټول متخاصم اړخونه په يو حکومت کې شريک دي، لويديځ يې په رسميت پيژني! او افغاني ناورين ختميږي. يعنې د اسلامي نظام بديل همه شموله حکومت! داسې ښکاري چې دوی پر ځان ملنډې وهي. همه شموله دولت افغانستان کې ناورين او د بهر مداخله او اشغالونه پيل کړل.بيا ناټو خو شل کاله همه شمول حکومتونه جوړول يو هم دوام ونه کړ او اخر همه شمول حکومت د دوی د اشغال پاڼه هم وتړله.
لکه څرنګه چې ګورو نا جايزې غير عقلي اجرا نه منونکې موخې د عوام غولونکو غوښتنو شاته نه شي پټيدلی ولس سخت بيداره شوی د خپلواکۍ نعره الله اکبر ګوډ ګوډ ته رسيدلی دی او سپېڅلې غوښتنې په جهر هرې خوا خپرې دي عوام غولونه نور چلښت نه لري.