ثالث عمر د تېرو تورو زلمی

#image_title

مسعود پکتین

 

تاریخ ننداره کوله!

یو ملنګ شخصیت د خړې پړې حجرې نه د ماتو ټوپکو او ډانګیو په واسطه د وخت شر او فساد د تیښتې په لور رهي کړل، پاټکیان یې وشړل، ظالمان یې خپل انجام ته ورسول. همدې تاریخ بیا ننداره کوله چې د وخت یاغي امپراطورۍ په یو نوي تازه دمي حاکم شوي اسلامي نظام رامنډه کړه او د ملا صاحب رحمه الله څو کلنه خواري یې د هیڅ په امید پریښوده خو ثالث عمر رحمه الله د خپل لوړ شخصیت په برکت حوصله ونه بایلله، مقابله یې وکړه، غرونو ته وخوت او د امریکا غرور یې د خاورو سره خاورې کړ، څو کاله یې د خپل رحلت وروسته هم حکمراني وکړه.

داسې شخصیت نني تاریخ ننداره کړی او په خپل زړه کې یې ځای ورکړی. رحمه الله

تاریخ د وخت خړ پړ ملا یو ځل بیا په جنګي تاکتیکونو کې بریالی وموند، هغه ملا چې څه کم اتیا کاله یې غږ خاموش کړل شوی وو همغه ملا ثابته کړه چې ملا د ټولنې د هر راز د رهبرۍ صلاحیت لري، همدې نړۍ ته وښودله چې یوازې د الله عزوجل عادلانه نظام دی چې په کامله معنی امن راوستی شي.

 

امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله که له یوه اړخه د دین متعلم وو خو له بله اړخه یو باتجربه جنګي قومندان هم وو، داسې قومندان چې د جګړې په لومړیو لیکو کې یې خپله حضور درلود، د تاریخ په پاڼو کې غیر له صحابه کرامو او سلفو د میړانې پرته د نور چا داسې میړانه نشته چې د جګړې میدان په ګرمولو کې خپله پاتې شوی وي، په ټوله کې لوی ملا صاحب رحمه الله دا د میړانې خاصیت او دې ته ورته نور ډیر خصوصیات درلودل چې عرب عجم پرې ګویا دي.

شرقي او غربي خلک یې په دیدن پسې ارمان او د قیادت سیوري غوښتونکي یې دي.

د امارت له ړنګیدو وروسته د ملا صاحب د وفادارۍ دا حال وو چې په سختې ناروغۍ کې هم له خپل ګران وطن ونه ووت ترڅو د خپلو ملګرو مورال یې مات نشي د ملګرو سره وفا نور څنګه وي؟ لکه څرنګه چې ملا صاحب وفادار وو، همداسې یې د څنګ ملګري هم وفادار وو. د میلونونو ډالرو، دنیایي امتیازاتو ته یې شا کړې وه او د ملا صاحب سره یې د خپل کړي تعهد اثبات کاوو.

 

ملا صاحب مونږ ته دا درس پریښود چې یو کشر طالب هم کولی شي د اخلاص پر مټ یو لوی انقلاب راولي، مغروره ککرۍ ماتې او اسلامي نظام د قیام تر بحثه ورسوي، مونږ ته یې وښودله چې څنګه د خپلواکۍ لپاره په نشته امکاناتو مبارزه وکړو او د حقیقي ازادۍ تاج پر سر کړو.

د یو داسې مدبر امیر ثالث عمر رحمه الله یاد دې تل تازه وي، فکر دې یې تل ښاد او انوارات دې یې په قبر تل وي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version