تېره توره؛ د ناپوهه خوارجو پر مرۍ!

ابو اسامه الخراساني

#image_title

په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، داعشي خوارج له بې‌ساري زوال او تباهۍ سره مخ شول.

هو! داعشي خوارج د اسلامي نظام د فدایي او با ايمانه سرتېرو په وړاندې په ګونډو شول او ډېر ژر د بشپړې نابودۍ پر لور روان شول.

که څه هم د سيمې او نړۍ د استخباراتو ټولې ادارې د دې منفورې ډلې تر شا ولاړې وې او له هر اړخه يې ملاتړ کاوه، بيا هم دې حربې کار ور نه کړ؛ له نورو بدنامو محاذونو سره د دوی یووالي هم کومه ګټه ور ونه رسوله او د دوی په عملياتي توان کې يې هيڅ زياتوالی را نه وست، بلکې د دې مفسدينو پر تندي يې د ذلت او خوارۍ مهر لا نور ټينګ کړ.

سره له دې چې په افغانستان کې داعش خوارج د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله، په خپلو تخريبي فعالیتونو کې ناتوانه دي؛ خو بيا هم کله نا کله د دې ډلې نا‌ خبره فریب‌ خوړونکي لارویان د امنیت ضد فعالیتونه ترسره کوي.

په دې کم‌ شمېر پېښو کې، د دې ګمراهې جبهې لارويانو زموږه ۱۴ تنه اهل تشیع هېوادوال د دايکندي او غور ولايتونو تر منځ ووژل، دغه پېښه هم لکه څنګه چې تمه کېده بې ځوابه پاتې نه شوه؛ عاملین یې د خپلو بدو اعمالو په سزا ورسېدل.

المرصاد ادارې ته له معتبرو سرچينو ترلاسه شوي معلومات ښيي؛ دوه کسان، چې په دې بريد او بل وروستي بريد کې چې د میزان په ۲۱مه نېټه ترسره شوی و او د بغاوت ډلې او خوارجو يې همهاله د ترسره کېدو مسئوليت منلی و؛ لاس درلودونکي، د غور ولايت مرکز فيروزکوه په شا وخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.

دغه سرچينه زياتوي، چې عمليات د يکشنبې په ماسپښين د میزان په ۲۹مه نېټه د نورکوه په سيمه کې ترسره شوي، چې په نتيجه کې يې دوه خوارج وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده؛ چې دا ځل هم بهرني اتباعو په دې بريدونو کې فعال رول درلود او امنيتي سرچينو یو کس د يو بهرني هېواد تبعه ياد کړی دی.

په یو بل عمليات کې، چې د کنړ د مانوګي ولسوالۍ د شورک په سيمه کې ترسره شوی، په نتيجه کې يې د خوارجو ډلې دوه مهم غړي چې له هغوی څخه یو یې د پاکستان و؛ وژل شوي او دوه ميله وسله، مرمۍ، لاسي بم او څو ماينونه هم ورسره نیول شوي.

همدارنګه المرصاد ادارې ته رسېدلي معلومات ښيي، چې وژل شوی پاکستانی د خوارجو د خراسان ډلې يو مهم او د عملياتو مسئول غړی و، چې درې مياشتې مخکې له خپل وژل شوي ملګري سره له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی و.

په پای کې بايد ووايو چې د امنيت ګډوډوونکي د هرې ډلې او يا محاذ څخه چې وي او د هر ځواک او هېواد له خوا چې تمويلېږي، د زړورو امنيتي ځواکونو له سترګو به پټ پاتې نشي او ژر يا ناوخته به د خپلو اعمالو سزا وويني، دا هغه ادعا ده چې لله‌الحمد اسلامي امارت په عمل کې ثابته کړې ده.

عاصم جلال
Exit mobile version