تاجکستان؛ د کفري پلانونو نوی ټیکه دار

ماهر بلال

له کله نه چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی، امنیت راغلی، مؤمنانو د آرام ساه اخیستې او د شرعي اسلامي نظام پرآمنه چوکاټ نړۍ ته وړاندې شوی نو له هغې ورځې د یهودو او نصاراؤ اسلام ضد موخو هم تغیر موندلی.
تقریباً درې کاله وړاندې اسلامي امارت واک په خپل لاس کې واخیست؛ اسلامي امارت له ټولو ګاونډيو هېوادونو د افغانانو د پرهرونو د رغولو امید درلود، ځکه شاوخوا ټولو ځانونه مسلمانان بلل. د افغانانو هم هیله وه چې که څوک یې د درد دوا نشي لږ تر لږه نور خو به یې ونه ځوروي، خو هر څه د اټکل برعکس وختل.
خبره داسې وه؛ چې کفارو د خپلې ماتې تسلیمولو سره هم مهاله د نوي مخفي محاذ په جوړولو پیل وکړ.
کفارو داسې غلامانو ته اړتیا درلوده، چې د دوی له تګ څخه وروسته اسلامي امارت له هرې نګاه نه کمزوری کړي، بالاخر په دې پلان کې کامیاب شول؛ د افغانستان نږدې ګاونډي هېوادونو یې پلان ته لبیک ووایه او د ډالرو په مقابل کې هر څه منلو/کولو ته تیار شول.
د دغو هېوادونو له جملې یو هم تاجکستان دی؛ تاجکستان په هره ممکنه لار د اوسني شرعي نظام کمزوري کولو او بدنامولو ته ملا تړلې ده. ډېر داسې ثبوتونه شته چې تاجکستان د داعشیت په مرکزیت حسابولی شي. د بیلګې په ډول:
• د اسلامي امارت د زړورو مجاهدینو په عملیاتو کې ډېری وژل شوي او نیول شوي خوارج د تاجکستان او په دوهمه کټګورۍ کې د پاکستان وګړي دي (ځینو یې د یادو جمهوریتونو له لورې د حمایه کېدو اقرار هم کړی.)
• یو وخت المرصاد ادارې د څو تاجکستاني اتباعو اظهارات هم شریک کړل، هغوی خپله اقرار کوي چې دوی تاجکستان کې تمویلیږي او مرکزونه لري.
• ډیرو لا دا تائید کړل؛ چې ډالري خرچې هم ورکول کېدې او د حکومت له لوري یې پوره ملاتړ کېده.
د استخباراتي معلوماتو پر اساس تاجکستان داعشیانو ته امر کړی؛ چې د تاجک الاصله داعشي وګړو هویت پټ وساتل شي او د تاجکستان پرځای نورو ته منسوب شي، ترڅو تاجکستان ته د مؤمنانو ور اوښتی پام واړوي.

“د یاد امر د تطبیق په دوام!
تېره چهارشنبه د ایران په کرمان کې برید د تاجکي (داعشیانو) اتباعو له خوا ترسره شوی، خو داعش د خپل حامي امر منلی او د دوی اصلیت یې پټ ساتلی.”

زما د معلوماتو له مخې چې د تاجکستان اوسنۍ تګلاره دا ده چې په افغاني، کندهاري او مزاري نومونو باندې نړۍ ته دوکه ورکوي او یو ځل بیا په افغانستان کې د جنګ مړه اور ته پوکی ورکول غواړي.
د داعشي خوارجو د استعمالولو ترڅنګ اوس دوی غواړي چې په نړۍ کې کیدونکي وحشتونه په جعلي نومونو افغانانو ته منسوب کړي، حالانکه هر کیدونکي جنایت کې به دوی ښکېل وي.
د تاجکستان هېواد د ټولو منافقتونو څخه پرده پورته کیدونکې ده. دا چې تاجکستان د خپلو او کفارو د ګټو لپاره په سیمه کې ناامني راوستل غواړي نو دا به د ټولو لپاره بده پایله ولري.

زما شخصي نظر:
پکار ده چې ثبات غوښتونکي خلک یاد هېواد په سخته توګه تحریم کړي او د ټولو برخو د روابطو څخه یې لاس واخلي همدا به د ټولو په ګټه وي.

د نړۍ مسلمانانو!
مونږ د داعش (چې د معاصر وخت خوارج دي) اصلي څهره تاسو ته وړاندې کوو، ترڅو د کاذب خلافت دعوه کونکي لا ډېر ښه وپیژنئ او د دوی د روان زوال برخه وګرځئ.
د هرې فتنې څخه درته د الله تعالیٰ جل جلاله نه پناه غواړم!
وما علینا الالبلاغ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version