اې ځوانه! د خپل ملت په تقدير کې د بدلون څلی شه!

بشیر احمد

ملتونه هغه وخت د عزت او وقار په لاره کې ژوندي پاتې کېږي چې ځوانان یې بیدار، باعزته او له دیني او ملي ارزښتونو سره تړلي وي، ځوان نسل د هر ملت د راتلونکي ستنې دي؛ که افغان ځوان پیاوړی، باایمان او هوښیار شي، نو افغانستان به د سرلوړۍ، عدالت او پرمختګ پر لاره روان پاتې شي.

زموږ تاریخ د مېړانو، عالمانو او مبارزو مشرانو له نومونو ډک دی. د احمد شاه بابا د تورې بریاوې، د میرویس نیکه سیاسي بصیرت، د علماوو د علم او قلم ځواک او د مجاهدینو د ټوپک غږ ټول د دې ملت د نه ماتېدونکي تاریخ روښانه څپرکي دي، افغان ځوان باید پوه شي چې هغه د داسې ملت وارث دی چې غلامي یې هېڅکله نه ده منلې.

د اسلامي امت ځواک د دین په روزنه او د ځوانانو په استقامت کې نغښتی دی، هغه ځوان چې د خپل رب په بندګۍ ټینګ ولاړ وي، د خپلې کورنۍ عزت خوندي کړي او د خپل وطن د خدمت لپاره زحمت وباسي، د الله تعالی په دربار کې لوړ مقام لري او د خپل دين او ملت لپاره د ویاړ مشعل ګرځي.

زموږ مشران د قربانیو سمبولونه دي. هغوی د ایمان په برکت د مېړانې بې‌ساری درس ورکړی دی، د احمد شاه بابا نوم د سرلوړۍ، د میرویس نیکه نوم د آزادۍ، د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد نوم د مېړانې او د شهید ملا اختر محمد منصور نوم د قربانۍ او استقامت یادګارونه دي، ځوان نسل ته پکار ده چې د دې مشرانو تاریخ ولولي، عبرت ترې واخلي او خپل ژوند د هغوی د ویاړمنو کیسو پر بنسټ جوړ کړي.

د جهاد تاریخ زموږ لپاره د عزت او بیدارۍ ستنه ده، هغه مجاهدین چې د خپل وطن د آزادۍ لپاره یې د وینو څاڅکي ورکړل، زموږ د راتلونکي لپاره د ویاړ بیرغونه دي، ځوان نسل باید پوه شي چې د علم زده کړه، د دین تبلیغ، د حق کلمه ویل او د خپل امت خدمت هم د جهاد سپېڅلې بڼې دي.

زموږ دین د عدالت، عزت او ورورولۍ دین دی، ځوانانو ته پکار ده چې د خپل مذهب احکام په ښه ډول زده کړي، د علماوو له درسونو ګټه واخلي او د اسلامي ارزښتونو ریښتني ساتونکي او خدمتګاران پاتې شي.

نن ورځ افغان ځوان د فکري یرغلونو پر وړاندې په لومړي سنګر کې ولاړ دی. د انټرنېټ، فرهنګي تهاجم او پردیو تبلیغونو سیلاب هغه وخت بې‌اغېزې کېږي چې ځوان د خپل دین په عقیده ټینګ ولاړ وي، د خپل وطن په عزت کې غفلت ونه کړي او د خپلو شهیدانو د وینو ارزښت درک کړي.

هر ځوان پر اوږو درې ستر مسؤلیتونه لري: د الله تعالی په وړاندې بندګي او د اوامرو تعميل، د وطن په وړاندې خدمت او د خلکو په وړاندې خیر او عدل. هغه څوک چې دا درې مسؤلیتونه ادا کړي، د خپلې ټولنې ریښتینی اتل ګڼل کېږي او د تاریخ په پاڼو کې د ویاړ ځای خپلوي، د علم زده کړه د ځوانانو د ځواک تر ټولو ستره وسله ده. خو دا علم باید یوازې د مادي ژوند لپاره نه وي، بلکې د دیني بصیرت، ملي بیدارۍ او اخلاقي ځواک په رڼا کې وکارول شي، هغه ځوان چې علم د ایمان او خدمت لپاره کاروي، د ټولنې د راتلونکي رڼا ګڼل کېږي.

نو اې د افغانستان ځوانه! ته د ایمان مشعل، د عزت ساتونکی او د راتلونکي معمار یې. د احمد شاه بابا مېړانه، د میرویس نیکه بصیرت، د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد استقامت او د شهید ملا اختر محمد منصور قرباني هېره نه کړې. د خپلو شهیدانو وینې د زړه په تل کې وساته، خپل دین په اخلاص تعقیب کړه او د خپل مذهب (حنفي لار) په خدمت کې ټینګ ودریږه، د الله تعالی په مرسته، همدا ته یې چې د خپل ملت راتلونکی د عزت او سرلوړۍ په لور بیولی شې.

Exit mobile version