ایا ټرمپ د ریښتونې سولې په تکل دی او امریکا ته نړیواله سوله په ګټه ده؟

نعمان سعید

لاندې خبرې یاداښت کړئ:
۱: تر هغو، چې لودیځ وسلې تولیدوي، نړۍ کې به جګړې وي.
۲: تر هغو، چې لودیځ شرکتونه د تیلو واک لري؛ نړۍ کې به جګړې وي.
۳: تر هغو چې د لودیځ اقتصاد جګړېیزه بڼه لري؛ نړۍ کې به جګړې وي.
۴: تر هغو چې د پانګونې د فرصتونو د برابرولو لپاره جګړه یو پلیټ فارم ګرځول کیږي؛ نړۍ کې به جګړې وي.
۵: ترهغو چې د جګړو وروسته د بیارغونې رول د اقتصادي فکتور په بڼه لوبول کیږي؛ نړۍ کې به جګړې وي.

د امریکا مشهور تاریخ لیکونکی هاوارډ زین وايي: جګړه د امریکا د اقتصاد لپاره مهمه ده، ځکه چې د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال هر امریکايي ته کار پیدا شو او د امریکا اقتصاد د نړیوالو جګړو په جریان او وروسته شپو کې دوه چنده؛ بلکې درې چنده شو، په داسې حال کې چې اروپا او نورې سیمې د جګړو له امله ویجاړې شوې وې.

د ۱۹۴۵ میلادي کال راهیسې په نړۍ کې له ۲۴۸ څخه زیاتې لویې یا کوچنۍ جګړې شوې، چې په کې میلیونونه خلک وژل شوي، ټپیان شوي او ګڼ شمېر یې بې ځایه شوي هم دي.

دا جنګونه د دوهمې نړیوالې جګړې د وحشتونو په تعقیب رامنځته شول، هغه جګړه، چې له امله یې په ملیونونو ـ ملیونونو خلک ووژل شول، تري تم شول، ټپیان شول، بې کوره شول او پراخه ویجاړي یې رامنځته کړه.

په دې ټول جریان کې لویدیځو او کفري قدرتونو جګړه مارو دولتونو ته وسلې ورکولې او د خپلو وسلو د خرڅلاو لپاره د مارکیټ د پیدا کولو په پار اکثریت جنګونه د دوی د شیطانتونو نتیجه بللی شوې.

بلخوا یوه جنګي الوتکه کولی شي، چې په یوه ساعت کې دومره تیل مصرف کړي، څومره چې یو بریښنایي موټر په ټول کال کې مصرفوي او نن ورځ په ټوله نړۍ کې پوځونه او پنټاګون د تیلو تر ټولو لوی مصرف کونکي دي.

کله چې درې لکه امریکایي سرتیري یوې سیمې ته ځي؛ نو له ځان سره ۹۰۰،۰۰۰ برګرونه، ۹۰۰،۰۰۰ د نرم څښاکونو بوتلونه او سلګونه نور توکي هم وړي، چې شمیر یې په ملیونونو کې وي.

تر اوسه پورې د اوکراین جګړې لګښت ۵۰۰ ملیارد ډالرو ته رسبدلی او د سوریې د کورنۍ جګړې له ۱۵۰ ملیارد ډالرو څخه ډیر لګښت درلود، چې دغه جګړییزو لګښتونو زیات ویجاړی رامنځته کړی او د جګړې وروسته بیا رغونه کې لویدیځ شرکتونه څو چنده ډیره ګټه پورته کوي، لکه امریکایي او لویدیځ شرکتونو د عراق له جګړې وروسته چې ګټه پورته کړه.

که روښتیا هم امریکایان په نړۍ کې تلپاتې سوله غواړي؛ نو بایده دي، چې ټرمپ د وسلو د تولید د لودیځوالو شرکتونو سره ګډ کار وکړي او داسې یوه پالیسي جوړه کړي، چې پر بنسټ یې د دغه شرکتونو ټیکنالوژي د ملکي موخو لپاره وکارول شي او هغه ټریلیونونه ډالر، چې هیوادونه یې په وسلو او جګړو مصرفوي د لوږې او فقر د ختمولو او د عامو خلکو د ژوند د معیار د لوړولو لپاره وکاریږي.

خو نا! د ډونالډ ټرمپ د سولې چیغې چټیات او خوشې بابولالې دي، سوله د امریکا لپاره د مرګ مانا لري؛ ځکه له یوې خوا ټرمپ د سولې لپاره کار کوي او له بلې خوا د وسلو او تیلو شرکتونو د ترویج ملاتړ کوي؛ نو څنګه کیدلی شي او څنګه په نړیواله کچه دوامداره سوله ممکنه ده؟

Exit mobile version