ایا د دوحې تړون او د خارجي سفارتونو او تجارانو أمنيت نیول کومه غیري شرعي خبره ده؟

لیکوال : مهتاب الدین الأفغاني.

د نن‌ ورځې خوارج په امارت اسلامي باندې دا اعتراض کوي، چې ولې افغانستان کې د نورو ملکونو سفیرانو او تجارانو ته امن ورکوي او ولې یې د امریکا په شمول ټولو ملکونو سره د نه جنګیدلو معاهده کړې؟ حال دا چې همدغه کفار حربیان دي او پر مسلمانانو ظلمونه کوي، وژني یې او شکنجه کوي یې.

ځواب: اې خوارجو او د نبي عليه السلام د سیرت څخه نا خبرو داعشیانو! واورئ که امارت اسلامي دلته په افغانستان کې چاته امن ورکوي، یا د کوم ملک تجارانو او سفیرانو ته د راتګ زمینه برابره وي او امنیت ورکوي دا نو کومه عجيبه او د اسلام سره په ټکر کې خبره نده، بلکه په داسې شرائطو کې عین مسئله او تقاضا ده. ایا رسولﷲ ﷺ داسې څه ندې کړي، چې ټوله مدينة کې یې حکومت هم وو او بیا هم نورو کفارو سره يې تجارتي سفارتي تعلقات او معاملات درلودل رسولﷲ ﷺ د مدينې برحال حاکم او د وخت پيغمبر دى او یهودو سره يې د نه جنګیدو معاهده کړې، مشرکانو سره يې د جنګ اعلان کړی او حربیان هم دي، خو أبو سفیان له مکې را روانیږي او مدينې ته راځي د رسولﷲ ﷺ کور ته ننوځي، حجره کې یې کښیني رسولﷲ ﷺ سره خبرې کوي، ښه عزت يې کوي، بیا أبو سفیان روانيږي نه يې وژني او نه يې بندي کوي.

ایا د مدينې مسلمانانو او اصحابو د نورو کفارو سره معامله راکړه ورکړه نه درلودله؟ شام او یمن ته يې تجارتي قافلي نه ورتلې؟
ایا رسولﷲ ﷺ د یهودي څخه غنم قرض نه و اخیستې چې بیا یې ابوبکر رضي الله عنه پور ادا کړ؟ حالانکه همدغه یهودو د مسلمانانو خلاف دسيسې او فلانونه جوړول. نو اې خوارجو! لګ د خوږ پيغمبر سیرت مطالعه کړئ او سوچ پرې وکړئ، ان شاءالله امارت به داسې کومه پریکړه ونکړي چې هغه د امت مسلمه په زیان وي. د یو مرکزي او مظبوط نظام او حکومت د جوړلو لپاره ضروري وي، چې بعض سیاسې مفاهمې مخفي او راز وساتل شي.

او اې داعشیانو! ستاسې دا خبره چې (تاسې له ټولې نړۍ سره د نه جنګیدو معاهده کړې او تاسې له کفارو سره نه جنګیږئ) نو دا ستاسې په کم عقلۍ او د مسلمانانو د رازونو په افشا کولو باندې دلالت کوي، تاسې نه غواړئ چې مسلمانان سره یو شي او اسلامي اخوت قائم شي، په عراق، سوریه او داسې نورو ملکونو کې جهاد روان دی، ایا دا د خلافت او د ابوبکر البغدادي ملیشه دي، که د القاعده مجاهدین دي، چې د یو أمير تر بیعت لاندې جنګیږي او جهاد کوي؟ تاسې خو نه یوازې امارت اسلامي ته ګوته نيسئ، بلکې د امت اسلامي یوې ډلې ته حقه او مسلمانه ډله نه وايئ او د امارت اسلامي معاهده له امریکا سره کومه ناشنا او بعیده خبره نده، ځکه په اسلامي حکمتونو کې ډیر داسې شوي، ایا خپله نبي عليه السلام د حدیبې صلحه او معاهده له کفارو سره ونکړه؟ هماغه وخت هم بعض صحابه کرام په دغه پریکړه راضي نه و، خو دا چې د وخت أمير او پيغمبر فیصله وه، هیچا ترې سر کشي او بغاوت ونکړ، ټولو سر په سترګو ومنله او عملي يې کړه، نتېجه یې دا شوه، چې مسلمانانو ته پکې ﷲ تعالیٰ بری ورکړو. نو تاسې له صحابو څخه ډیر اسلام غوښتونکي یاست، ایا تاسې له پيغمبر ډیره پوه لرئ؟

که تاسو ځانونه دومره کلک دښمنان د کفر ګڼئ، نو تاسو تر اوسه کوم امریکائي عسکر وژلی، ایا تاسږ په عراق، سوريا او افغانستان کې کومه جګړه له امریکایانو سره کړې؟ تاسې خو عراق کې هغه وخت را پیدا شوئ کله چې امریکا ووتله، چې بیا تاسو د القاعدې مجاهدینو سره جنګ شروع کړ. بعینه کله چې امریکا له افغانستان څخه خپل نظامي حضور ختمول، ستاسې پروژه یې پیل کړه او اچین ولسوالۍ کي يې درته خپله اډه جوړه کړه، تاسو دا فکر کله کړى چې مونږ له چاسره جنګ کوو او څوک شهیدانوو؟
که ته د چین تجار دلته وژنې او د ایغور د مسلمانانو مدافع ځان بولې، نو د چین سره مقابله او د ایغور د مسلمانانو دفاع کوې، نو تاته یې د مبارزې ځای یواځې افغانستان په لاس درغی؟ ته هالته ولې ځان نشې رسولای، که لاړ شې، نو په چاقو هم دا خلک تر تېغ تیرولای شې او دغه د ایغور د مسلمانانو دفاع د امریکایانو په شتون کې ولې تا په افغانستان کې نه کوله؟ که ته شیعه وژنې او کافر يې بولې، نو ایا ایران لیرې دی؟ په دې خو به ته هم پوهیږې، چې دلته د چینائي تجار په وژلو او شیعه په وژلو نه ایران فتحه کولی ش، او نه چین، نو معلومه خبره ده، چې ته د افغانستان د جوړلو او اسلامي نظام د راوستلو دښمن يې بل هیڅ نه يې.

لله الحمد امارت اسلامي داسې یو مظبوط او قوي نظام دی، چې هیڅ کله به تاسې خپلو شومو اهدافو ته ترې ونه رسیږئ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version