لکه څنګه چې سرطان یوه ناوړه ناروغي ده؛ چې د انسان بدن ته نه جبرانیدونکی ضرر رسوي، که په وخت یې درملنه و نه شي؛ انسان د مرګ پر پوله اړوي او د ژوند له خوږو نعمتونو څخه یې د ابد لپاره محروموي؛ همدا راز ځینې فتنې د ټولنې د ویجاړېدو او تباه کېدو باعث ګرځي، خو که په وخت د فتنو مخنیوی وشي او په سمه توګه مدیریت شي؛ د ضرر کچه هرو مرو ټيټږي.
په اوسني وخت کې د داعش معاصره فتنه کټ مټ د سرطان مثال لري، بلکې د سرطان له وباء څخه په زیاته کچه خطرناکه فتنه ده، حقیقي سرطان انساني وجودونه له منځه وړي، خو د داعش فتنه بیا ټول اسلامي امت له منځه وړي، د دې وباء په له منځه وړلو کې که له جدیت څخه کار وا نه خیستل شي؛ د اسلامي امت هر فرد په بې ساري ډول ژوبل کړي.
معاصرو صلیبیانو، امریکا او متحد ملګرو یې، د داعش په واسطه، په اسلامي ټولنو کې، د خپلو ګټو مخالفینو او اشغال ته د سر په کاسه کې اوبه ورکوونکو مجاهدینو، له منځه وړلو او بدنامولو لپاره؛ د داعش فتنه په مکمل مهارت استفاده کړه/کوي.
امریکا د صلیبي ښکېلاک ګرو او د صیهونیستي رژیم وحشي جرمونو د کم رنګه او د هغوی څخه د خلکو مخ اړولو لپاره؛ د داعش په وسيله بې سارې ناوړه ظلمونه ترسره کړله، چې د رسنیز انعکاس له لارې یې په اسلام پورې وتړل، تر څو نړۍ ته اسلام وحشي دین ښکاره کړي او خپل په وحشت پرده واچوي.
بل لورې ته یې د داعش فتنه د خپلو استخباراتو او سیمه ییز ترهګریزو حکومتونو له لارې، د نورو اسلامي ټولنو سربیره، د افغانستان سپیڅلې خاورې ته د داخلولو هڅې وکړې، خو په هر ځل او هر ډګر کې سر سپارلو مجاهدینو د خپلو سرونو په بدل دا فتنه شنډه کړه او د الله تعالی په امر او نصرت به د تل لپاره له شنډ سره مخ وي.
امریکا په افغانستان کې له نظامي ماتې سره مخ شوه او مخ تورې له بریمن افغانستان څخه لاړه، خو د فکري اشغال، تش په نوم مقاومت او داعش د پلیتې فتنې د پیاوړې کولو لپاره؛ له خپلو ګوډاګیانو سره لاس په کار ده، تر څو د سپیڅلې اسلامي ټولنې وجود ته؛ د خارجیت صلیبي سرطان داخل او کرار، کرار یې بدن ضعیف او له منځه یوسي، خو لله الحمد! دا خبره واضحه ده؛ چې افغان ملت په دې پوه دی چې داعش یو صلیبي سرطان دی او مخنیوی یې د اسلامي امت په هر وګړي فرض دی.