اوسني خوارج؛ که د موساد اُجرتي قاتلین اوله برخه

ابومنصور الماتريدي

#image_title

داعش چې ځان د اسلامي خلافت د احیاء دعوه داره ګڼي؛ په حقیقت کې د خلافت د احیاء پر ځای، د خلافت د اعادې او احیاء پر وړاندې لوی خنډ واقع شوی دی، ځکه يهودان هېڅکله نه غواړي، چې اسلامي امت بیرته خپل تېر برم ته وګرځي.

په همدې پار؛ دوی أمت ته د اسلام په نوم مختلف شيوخ او د مجاهدينو په جامه کې اجرتي قاتلين را وړاندې کوي او د صادق او مصدوق پيغمبر صلی الله عليه وسلم أمت په يوه او بل نوم غولوي؛ تر څو د اسلامي أمت وحدت ټوټې ټوټې کړي او په پايله کې دوی خپلو شومو موخو ته بلا تردد او بې له کومي ويرې ځانونه ورسوي.

د دې موخې لپاره؛ دوی په تل ابیب کې د اسلامي پوهنتون په نوم يو پوهنتون هم خلاص کړی دی، چې هلته یوازې یهودي محصلانو ته داخله ورکول کيږي او دوی ته اسلامي مضمونونه، لکه؛ ترجمه، تفسیر، حديث، اصول حديث، فقه او اصول فقه تدريسېږي؛ په پای کې د پوهې د خاوندانو په مټ، دوی ته د مسلمانانو تر منځ د يهوديت خپرولو انګېزې ور کول کېږي.

د دې موخې د ښه لاسته راوړلو لپاره؛ دوی د اوسني خوارجو (داعش) بنسټ کېښود، د نني خوارجو بنسټګران هم يهوديان دي، د خوارجو اصلې بنسټګر هم عبد الله بن سبا يهودي و؛ عبد الله بن سبا د يمن د صنعاء ښار اوسيدونکی يهودي و، چې په خورا منافقت یې؛ د حضرت عثمان رضی الله عنه په وړاندې خلګ بغاوت ته را وپارول او بیا یې د حضرت علي رضی الله عنه په تکفیر مامور کړل او د اسلامي خلافت د احیاء پر وړاندې لوی خنډ واقع شول.

نن هم اوسني خوارج (داعش) د خپلو اسلافو په لاره روان دي، د «موساد» دا اجرتي قاتلان هېڅکله نه غواړي، چې اسلامي أمت د يوه اسلامي خلافت لرونکی شي او پر يوه ټغر دې را ټول شي، ځکه د مسلمانانو په اتحاد او یووالي د اسرائیلو او خوارجو کمبله ټولېږي او دوی به بیا د الله تعالی په عذابونو اخته کېږي.

داعش داسې اجرتي قاتلان دي، چې اسرائیل هم د دوی کړنو ته ګوته په غاښ پاتې دي، یهودیان د حال په ژبه وايي؛ چې د اسلام او د اسلامي خلافت پر وړاندې داسې ناوړه او د انسانیت څخه لرې کارنامې موږ هم نه شوی تر سره کولای.

عاصم جلال
Exit mobile version