د دوحې د تړون د پنځمې کليزې په مناسبت
حيران شوي به یاست چې څه ډول عنوان مې انتخاب کړی، دا چې د مصنوعي ځيرکتيا دور دی، ومې غوښتل د دوحې تړون اړوند ځينې پوښتنې ترې وکړم، خو خبره بېرته هم هغه خپل اصل ته را وګرځېده (هر کس نان دهد فرمان دهد) امريکا يې سپين چرګ او طالب يې پړ وبوله، فکر مې وکړ چې هو ملامت مونږ يو، ځکه چې تبلیغاتي برخې ته مو شا کړې، مونږ په دې ارثې کې شرعاً مکلف يو، چې وضاحتونه ولرو او حقايق برملا کړو، تړون/ عهد د اسلام له نګاه ځانګړی منزلت، سيرت او اسلامي تاريخ کې يو ستر باب لري چې د “صلحې حديبې ” څخه يې اهمیت درک کولای شو.
له مصنوعي ځيرکتیا مې وپوښتل کوم لوری تړون ته ژمن نه ده پاتې شوی؟ ځواب يې ډېر اوږد راکړ؛ خو پاي يې دا ډول و: د طالبانو له خوا د بینالافغاني خبرو ناکامول او له القاعدې سره د اړیکو ساتل د تړون د اصلي روحیې (سوله او ثبات) پر ضد لوی ګامونه بلل کېږي، خو د طالبانو ناکامي د سولې په برخه کې ډېره څرګنده ده.
له القاعدې او نورو مراجعو سره اړیکې ساتل او ترې صدمه، ګواښ پېښېدل دوه جدا جدا موضوعات دي، مونږ پوه شه اړیکې ساتل مو چې چا سره يې ساتو، شل کلنه مبارزه مو د کاملې خپلواکۍ لپاره وه، دا چې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ جوړول او اړيکو ساتلو کې مو د پرديو خوښه شامله وي بیا خو زمونږ او تېر جمهوریت تر منځ هېڅ توپير پاتې نه شو.
که احياناً د دواړو لوريو اړيکې ساتل د يو بل له مخالفينو سره د تړون نقض بلل کیږي، په دې ارثې کې امریکا او متحدين يې ناقضين دي، دا اوس نه تنها د امارت مخالفينو ته يې پناء ورکړې، بلکې په خپلو هېوادو کې يې د فعاليت کامله اجازه ورکړې او پالي يې.
تړون د سيالانو هم نه، د غالب او مغلوب په توګه شوی و، کنې چېرته هغه شل کاله پخوانۍ امریکا او چېرته د زوړ زنګ وهلي ټوپک څښتن طالب، البته سپين سترګی ده، دا چې د خپل نقض او سرغړونو ليست نه ګورې، ښه به وي چې دلته يې د تړون خلاف د رفتارو يادونه وکړو.
له تړون وروسته يې په څو ځل هوايي بريدونه وکړل، که دلته يې د ټولو يادونه کوو لیکنه اوږديږي البته دوه بریدونه به يې د مثال په توګه ذکر کړو.
۱:- ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۹ مه په کابل کې يې یو هوايي برید يې وکړ، ادعا يې دا وه چې کابل کې يې د داعشيانو استوګنځی بمبار کړی، وروسته ښکاره شوه چې قربانيان يې ملکي کسان، په ځانګړې توګه ماشومان و.
۲:- ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱ د امریکا مخکیني اولسمشر جوبایډن ادعا وکړه چې کابل کې يې د القاعدې مشر ډاکټر ايمن ظواهري په نښه کړی، خو د خپلې ادعا د اثبات لپاره نه امریکا کره شواهد وړاندې کړي او نه یې القاعدې اړوند کومه اعلاميه خپره کړې.
ژمنې يې کړې وې چې د امارت مشران به له تور ليست باسي، افغانستان سره به نه تنها تعامل پالي، بلکې په بشري ارثو کې به مرستې کوي، خو تر دې دمه يې نه دا چې تور لیست يې نه دی ختم کړی، په مشرانو يې بنديزونه لا زيات کړي/لګولي، په مستقيم او غیرې مستقيمه توګه د خپلو غوښتنو د منلو او شومو اهدافو د تحقق په موخه يې په اسلامي امارت مختلف فشارونه وارد کړي او د افغانستان حق يې غصب کړی.
که څه هم امریکا له تړون څخه د سر غړونو اوږد لیست لري، البته دا هم حقيقت دی چې امریکا د تړون د لغوې نه اراده لري او نه يې لغوه کېدو ته پرېږدي، ځکه د لغوې له زیانونو خبره ده، امارت بند په بند تړلې، خو هڅه به يې په کامله توګه دا وي چې تړون ته په ژمنتيا کې اسلامي امارت پړ ثابت کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا دا پلان څنګه شنډولی شو؟ دې برخې ته کافي کار پکار دی، که غواړو چې دا ستره بريا او ستره لاسته راوړنه مو دښمن غلط تعبير نه کړي، بايد د تاریخ پاڼو ته د مذاکراتو په مهال ثابت دريځ، د مذاکراتي مسائلو اړوند مشوره، يوه يوه مسئله/ماده مشرتابه سره شريکول، ياد مسائل د شریعت قضاء ته کېښودل، له اجازې وروسته مخالف لوري سره حل ته رسېدل او بيا شوي تړون ته مو کامله ژمنتیا وسپارو.
په دې برخه کې مشرتابه او خصوصاً مذاکراتي غړي مسؤلیت جوړیږي، مکلف دي چې اړوند دې ليکل وکړي، کنې همداسې به امریکا سپين چرګ او طالب به پړ بلل کيږي.