القاعدہ، فارن پاليسي او افغانستان

#image_title

احسان الله احسان

د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲مه، فارن پالیسي د «القاعده بیرته راګرځیدلې او په افغانستان کې وده کوي» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ، چې په افغانستان کې یې د القاعده د شتون او ملاتړ په اړه څو بې اساسه ادعاوې کړې دي.

د پالیسۍ د راپور پر محتوا تر بحث مخکې د ياد راپور د لیکوال لین او ډونل( Lynne O, Donnell) د متنازع شخصیت او رول په اړه بحث کوو.

Lynne O Donnell لين او ډونل

څوک دی؟

لين او ډونل یوه استرالیایي ښځینه خبریاله ده چې په ښکاره یې په افغانستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې خپل ژورنالیستیکي فعالیتونو ته دوام ورکړی، خو د هغې کار ته په کتلو سره، د مجاهدینو او اسلام سره يې کرکه څرګنده ده، د هغې زیاتره راپورونه پر فرضي شيانو او خيالي کيسو بنا وي.

ياده ښځينه خبرياله د ژورناليستانو له خوا هم جدي نه اخیستل کېږي او د افغانستان په اړه د هغې تېرو او منفي نظرونو ته په کتو د هغې هېڅ ادعا د اعتبار وړ نه ګڼل کېږي.

په ۲۰۲۲ کال کې اسلامي امارت د هغې د ناسم چلند او درواغجنو راپورونو له امله افغانستان ته له ننوتلو وروسته د لنډ وخت لپاره توقیف کړه، پوښتنې يې ور څخه وکړې او د ژورنالیستیکي ارزښتونو د مراعاتولو سپارښتنه یې ورته وکړه، کله چې هغه له افغانستانه ووتله نو په اسلامي امت یې درواغجن تورونه ولګول چې اسلامي امارت دا ګواښلې او ډارولې ده او له دې څخه یې غوښتي چې د خپلو راپورونو او اصولو خلاف ټویټ وکړي، خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې دا خبرې رد کړې او ويې ويل «د اوسني نظام پر وړاندې د وسله وال مقاومت د ښکاره ملاتړ او د ډېرو زياتو خلاف ورزيو او درواغجنو راپورونو له امله د هغې څخه پوښتنې شوې دي، او ويې ويل: ډونل په لویه کچه په افغانستان کې د خپل حضور په اړه دروغ ویلي دي»

خو چارواکو هغې ته وړاندیز وکړ چې د خپلو ادعاوو په تړاو که هغه شواهد وړاندې کولای شي، وړاندې دې کړي.

په فارن پالیسي کې د دې ښځینه خبریالې دغه تازه راپور د دې ښځینه خبریالې د کرکې او نفرت ښکارندویي کوي، داسې بریښي چې دا په درواغو ویلو او له ټولو ژورنالیستیکي اصولو څخه په سرغړونې سره د غچ اخیستلو هڅه کوي، امارت اسلامي چې د هغې څخه په افغانستان کې د دې د شتون په تړاو د ناسمو درواغو راپورونو په اړه وضاحت غوښتی و، د هغه د اثر څخه دا تر اوسه نه ده وتلې.

د فارن پالیسۍ راپور سرچینې کومې دي؟

د هرې ادعا د رښتیا ثابتولو لپاره قوي دلیلونه اړین دي او دا د عدالت غوښتنه هم ده چې که تاسو یو څوک تورنوئ، بايد نو ستاسو دلیل قوي او رښتینی وي او هغه سرچینې چې تاسو یې حواله کوئ، باید معتبرې او مستندې وي.

دې راپور ته په کتلو سره دا په اسانۍ مالوميږي چې دا راپور یوازې د تعصب پر بنسټ یوه افسانوي کیسه ده ځکه چې په دې راپور کې د سرچینو نومونه نه دي اخیستل شوي او نه هم د دوی د اعتبار لپاره کوم شواهد وړاندې شوي، فقط دومره ويل شوي چې هغوی د نوم نه اخستلو په شرط داسې وويل‌.

تاسو د شخص په پټولو سره پر يو دولت باندې تورونه لګوئ خو د نوم اخستلو اخلاقي جرئت هم نه لرئ.

تاسو خپل راپور د يو داسې راپور پر بنسټ جوړوئ، چې ستاسو په وينا تر اوسه نه دی خپور شوی، او یوه کاپي یې تاسو ته درلېږل شوې ده، نو ستا ماضي او جنجالي شخصيت ته په کتلو څنکه ستا پر ادعاوو باور کيدلای شي؟

دا فضول چلند ښیي چې دا راپور د یو متعصب شخصیت د ناوړه خيالونو پرته بل څه نه دی.

د فارن پالیسۍ په راپور کې څه دي؟

دغه راپور چې د لین او ډونل لخوا ترتیب شوی، ادعا کوي چې القاعده په افغانستان کې بیا راپورته کیږي، طالبان يې مالي او سیاسي ملاتړ کوي. او القاعده ته اجازه ورکړل شوې چې د افغانستان طبیعي زیرمو ته لاس رسی ولري او دوی خپلې اړتياوې ور څخه پوره کوي.

خو په دې راپور کې شوې ادعاوې څو ځلې پخپله امریکايي چارواکو رد کړي او ویلي یې دي چې القاعده نور په افغانستان کې د لوی ګواښ په توګه شتون نه لري.

څو ورځې وړاندې د امريکا د استخباراتو په کلني راپور کې ويل شوي وو چې القاعده په افغانستان کې د عملياتو د ترسره کولو توان نه لري، دغه راز د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ هم په دې وروستيو کې ويلي وو چې القاعده په افغانستان کې ګواښ نه ده.

د دې سربیره د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۱۱ مه د امریکا د «تروریزم ضد ملي مرکز مشرې کریسټین ابی زید» په افغانستان کې د القاعدې د شتون په اړه وویل چې القاعده په تاریخي لحاظ په افغانستان کې کمزورې شوې ده. دا ممکنه نه ده چې دوی بیرته را پورته شي.

د امريکا د چارواکو له دې وروستیو اعترافونو سره سره، د القاعدې په وړاندې د فارن پالیسۍ او د هغه د جنجالي ژورنالیست ادعاوې د هغه تحقیقاتي او ژورنالیستیکي اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

دا یو حقیقت دی چې القاعده د اسلامي امارت په قيام خپله خوښي څرګنده کړې وه، خو په عین حال کې یې پر خپله ژمنه بیا ټینګار کړی و چې له نړۍ سره د افغانستان د اسلامي امارت ژمنې ته به پوره پاملرنه کوي، تر څو اسلامي امارت له سیاسي مشکلاتو څخه وژغورل شي.

بله مهمه خبره دا ده چې په افغانستان کې اسلامي امارت رامنځ ته شوی، نور په افغانستان کې د القاعدې د پاتې کیدو لپاره هیڅ توجیه نشته او معلومات هم دا دي چې د القاعدې فعالیتونه او پاملرنه اوس په بشپړه توګه د جزيرة العرب په لور متمرکزه ده.

د افغانستان حکومت په ډېر مشکل سره خپل اقتصاد اداره کوي، هغوی به ولې د خپلو سرو زرو کانونه او ميليونونه ډالر چا ته ورکوي؟ دوهم دا چې القاعده اوس مهال په جهادي تنظیمونو کې تر ټولو مالي ثبات لري او د بل چا مرستې ته اړتیا نه لري.

د عربي هېوادونو مجاهدين بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي او هلته خپلو جهادي فعاليتونو ته دوام ورکوي، او د القاعدې برصغير مجاهدين د پاکستان په ښارونو او غرونو کې په خپلو پټنځايونو کې شتون لري، خو په دې وروستيو کې يې د فعاليت کوم راپور نه دی تر لاسه شوی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version