افغانستان د بشپړې سولې او آرامۍ ټاټوبی!

جنید زاهد

#image_title

نړۍ والو په خپلو ذهنونو کې دا باور ځای پر ځای کړی چې افغانستان د جګړو او کړکېچونو ځای دی، موږ باید نړۍ ته وښايو چې افغانستان اوس د یوه پیاوړي او باثباته نظام تر سیوري لاندې؛ د سوله ییز ژوند لپاره خوندي ځای دی.

نړۍ کوشش کړی چې دا سیمه د جګړو او تباهیو ځای وښیي او خلک یې دې ته قانع کړي وو چې افغانستان د امن لپاره مناسب ځای نه دی.

خو رښتیا د دې رسم شوي تصویر خلاف دي؛ افغانستان د آرام او مهمان نوازو خلکو خاوره ده او اوس د اسلامي نظام د راتګ سره یو خوندي ځای دی.

داعش او د سیمې، نړۍ استخباراتي سازمانونه؛ چې وخت نا وخت په دې خاوره کې شخړې راپاروي، د دې سیمې د بشپړ امنیت د خرابولو، د دې چاپیریال د غیر ژوندي کولو، د دې خاورې د نورمال حالت له منځه وړلو، د جګړې او وینو بادولو او دلته د بیا حاکمیت توان نه لري.

هغه کسان چې د دې خاورې د نا امنه کولو فکر کوي، ښکاره ده چې د خپلو سرونو سره لوبې کوي، ځکه چې دا نظام او ددې نظام ځواکونه ارام نه کیني او هیڅکله به اجازه ورنه کړي، چې څوک د دې واحد سیاسي جوړښت د خرابولو لپاره کار وکړي.

په افغانستان کې حاکم امنیت دومره د ستاینې وړ دی، چې د غربي مشرانو له خوا هم دا واقعیت منل شوی دی، حقیقت دا دی چې د اسلامي نظام د راتګ سره افغانستان د سیمې د تر ټولو خوندي هیوادونو په لست کې راځي.

په افغانستان کې امنیت داسې دی، چې په زیاتو هېوادونو کې نه موندل کېږي، هر وګړی او ښاروند په بشپړه آرامۍ سره شپه و ورځ سبا کوي، ورځ ارامه په خپل کار او ژوند کې تېروي، د افغانستان امنیت دا ځانګړتیا لري چې د هر قوم او نسل لپاره دی.

دې خاورې ته سیلانیان چې دلته د لیدو لپاره راځي، په پیل کې د ډاډ نشتوالی لري، خو وروسته له څو ورځو د دې ښُکلا، امنیت او طبیعي روڼتيا څخه بېلېدل ورته ستونزمن کېږي.

دا ادعا بې بنسټه نه ده؛ بلکه تاسو کولی شئ دې هېواد ته د سیلانیانو د مجازي پاڼو او لیکلي راپورونو څېړنه او کتنه وکړئ، تاسو به وګورئ، چې څومره یې د حاکم نظام او امنیت ستاینه کړې او څومره یې د دې عام امنیت تعریف کړی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version