په دین کې زیاتی او افراط دا معنا لري چې انسان د نبوي سیرت، د صحابهوو کرامو او د دین د سترو علماوو له ټاکلي حد څخه واوړي. او تفریط دا دی چې د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم، د صحابهوو او د دین د بزرګانو سیرت پرېښودل شي او ترې شاته پاتې شي.
په تېرو برخو کې یادونه شوې وه چې اعتدال او منځلارېتوب د ژوند او عبادت په ټولو چارو کې د هر مسلمان لپاره اړین دي؛ ځکه اعتدال هغه خوی او خصلت دی چې د انسان په ټولو کړنو اغېز لري. له همدې امله اعتدال بېلابېل ډولونه لري، چې له جملې څخه یې دا دي:
۱. په دین او عقیده کې اعتدال
په دین کې اعتدال دې ته وایي چې په عقایدو، عباداتو، اخلاقو او دیني کړنو کې منځلارېتوب، توازن او د افراط او تفریط پرېښودل مراعات شي؛ داسې چې دین نه د سختدریځۍ تر افراطي پولې پورې وغځول شي او نه د سستي او بېپروايۍ کندې ته ولوېږي. د اهلسنت والجماعت له نظره، اعتدال دا دی چې انسان قرآن عظیمالشان او سنتو ته ژمن پاتې شي، د سلف صالح د فهم له مخې او د بندګانو مصلحتونه په پام کې ونیسي.
نو په لنډ ډول ویلی شو چې په عقیده کې اعتدال دا دی چې له بېضابطې تکفیر او د اشخاصو له زیاتي څخه ځان وساتل شي؛ خو له بده مرغه نن ورځ داسې کسان شته چې د اسلام تر نامه لاندې دومره په افراط او غلو کې ډوب شوي دي چې له ځان پرته بل هېڅوک مسلمان نه ګڼي او په تشو او بېاساسه دلیلونو نور مسلمانان تکفیر کوي.
د اسلامي علماوو له نظره، په دین کې اعتدال دا دی چې انسان په پوهاوي سره قرآن عظیمالشان او سنتو ته پابند وي، د سلف صالح د فهم له مخې، بې له افراط او تفریطه.
دا اعتدال نه له باطل سره جوړجاړی دی او نه توندلاري؛ بلکې هغه لار ده چې سپېڅلی اسلام ژوندی ساتي او په هر زمان او مکان کې د عملي کېدو وړ ګرځوي.
قرآن عظیمالشان اسلامي امت د منځلارېتوب له امله ستایلی دی: ﴿وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا﴾
«او همداسې مو تاسو منځنی امت وګرځولۍ.»
[البقره: ۱۴۳]
امام طبري رحمهالله فرمایي: «وسط» یعنې عادل او غوره؛ نه د زیاتي لارویان او نه د تقصیر اهل.
ابنکثیر رحمهالله وایي: اسلامي امت په شریعت او منهج کې تر ټولو منځنی امت دی.
همدارنګه الله تعالی جلجلاله په بل ځای کې فرمایي: ﴿لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ﴾ [النساء: ۱۷۱]
«په خپل دین کې غلو مه کوئ.»
رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم په څرګند ډول د افراط او تندلارۍ څخه منع کړې ده: «إيّاكم والغلوّ في الدِّين، فإنما أهلك من كان قبلكم الغلوّ في الدِّين»
«له دیني افراط څخه ځان وساتئ؛ ځکه له تاسو مخکې خلک د همدې افراط له امله هلاک شول.»
لنډه دا چې د اسلام له بنسټیزو لارښوونو څخه یوه دا ده چې په ټولو چارو کې اعتدال او منځلارېتوب خپل شي او هغه کسان چې په دې لاره کې افراط یا تفریط کوي، یا د اسلام سمه پېژندنه نه لري او یا د شیطان په دام کې لوېدلي دي.
