خیبر جلال
د اسلام سپېڅلی دين چې وروستی الهي دين دی د اعتدال، توازن او منځلارېتوب پر بنسټ ولاړ دی. د اسلام عقيدوي، اخلاقي او ټولنيز اصول داسې تنظيم شوي دي چې انسان او ټولنه له افراط او تفريط څخه ژغوري. د قرآن کريم ښوونې، نبوي سنت، اسلامي اخلاق او فقهي نظام ټول پر همدې فکر ولاړ دي چې انسان بايد خپل ځان له افراط او تفريط څخه وساتي.
اعتدال يا منځلارېتوب څه ته وايي؟
اعتدال د منځلارېتوب او په چارو کې د منځني حد مراعاتولو په معنا وي چې تر ټولو غوره لاره ده څو يو مؤمن وکولای شي هغه واجبات په ښه توګه ترسره او اداء کړي چې د خپل رب، خپل نفس او د نورو انسانانو پر وړاندې يې ورله غاړې دي. له همدې امله اسلام د خپل ظهور له پيله پر همدې اصل ولاړ پاتې شوی او مسلمانان يې «وسط امت» بللي دي.
قرآن کريم فرمايي: ﴿وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا﴾
پورته آيت مسلمانان د داسې امت په توګه معرفي کوي چې د منځلارۍ، توازن او عدالت پر بنسټ ولاړ وي. د «وسط» کلمه د غورهوالي، اعتدال او له افراط او تفريط څخه د لېرې والي معنا لري.
د اسلام خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم په هر کار کې د اعتدال سپارښتنه کړې ده؛ لکه څنګه چې فرمايي: «القَصْدَ القَصْدَ، تَبلُغوا (أي الزموا التوسط في تأدیة أعمالکم تحققوا ما تریدونه علی الوجه الأتم) البخاري و أحمد». ژباړه: اعتدال! اعتدال! تر څو هدف ته ورسېږئ. يعنې: په خپلو اعمالو کې منځلارېتوب غوره کړئ تر څو خپل هدف ته په غوره ډول ورسېږئ.
اعتدال، منځلارېتوب او وسطیت په هر کار کې يو غوره خوی او ستايل شوی چلند دی چې هر مسلمان بايد د خپل ژوند ټولې برخې لکه: عبادات، لګښتونه، مخارج، خوراک، څښاک او د ژوند نورې چارې پرې سينګار کړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم اعتدال بايد د هر مسلمان د ژوند بېلګه وي؛ ځکه هغه صلی الله علیه وسلم د ژوند په ټولو انساني چارو کې منځلاری او متوازن شخصیت و؛ په لمانځه کې، په خطبو کې چې نه به ډېرې اوږدې وې او نه به ډېرې لنډې، په روژه نېولو کې چې څو ورځې به یې روژه نيوله او څو ورځې به يې نه نيوله او د شپې په خوب او عبادت کې چې يوه برخه به ويښ و او بله برخه به يې په خوب تېرول.
