اسلامي نړۍ او د تکفیر فتنه!

نعمان سعید

د اسلامي نړۍ په تاریخ کې د مسلمانانو تکفیر او د همدې فکر پر اساس جګړه او د مسلمانانو وژنه کومه نوې خبره نه ده؛ بلکې دا پخوانۍ سلسله ده، چې د امیر المؤمنین حضرت علي کرم الله وجهه پر ضد د خوارجو بغاوت، تکفیر او د مسلمانانو وژل یې تاریخي نمونې یادولی شو.

دې خوارجو نه یوازې دا چې د حضرت علي او حضرت معاویه رضي الله عنهم ترمنځ د مصالحت حکم او د ثالث ټاکل یې کفر باله؛ بلکې د کبیره ګناه مرتکبین، عام مسلمانان یې هم مرتد ګڼل او د هغوی وژنه یې ضروري بلله، د خوارجو په دې باب استدلال د قرآن کریم په ظاهر هم نه؛ بلکې د خپل فکر او خود ساخته تفسیر له مخې و.

یادو خوارجو د قرآن کریم له تلاوت سره دومره زیاته علاقه لرله، چې هماغه د صحابه کرامو په وخت کې به خلکو ورته “د قاریانو ډله” ویل، کله یې چې بصره قبضه کړه، شاوخوا شپږ زره کسان یې ووژل؛ نو دا قبضه “پر بصره د قاریانو قبضه” په نامه باندې تعبیر شوه.

له بصري وروسته د خوارجو یو مشهور قوماندان “ضحاک” د کوفې په ښار هم یرغل وروړ او هغه یې قبضه کړ، بیا د کوفې جامع جومات ته ننوت، توره یې پورته کړه او د خپلو زرګونو وسلوالو په منځ کې یې اعلان وکړ: د کوفې ټول خلک باید یو په یو زما مخې ته راشي او له خپل کفر څخه توبه وباسي، که نه نو زه به دلته هم لکه بصره ټول خلک ووژنم، ضحاک غوښتل، چې د بصري په څیر وحشت په کوفه کې هم تکرار کړي؛ خو د امام ابوحنیفه رحمه الله حوصله، تدبیر او حکمت وو، چې د ضحاک خارجي د پلان مخه یې ونیوله، که نه په کوفه کې د بصرې د غمیزې تکرار حتمي و.

د دغې پیښې تفصیل مولانا مناظر احسن ګیلاني رحمه الله د “امام ابوحنیفهؒ سیاسي ژوند” په نوم کتاب کې کړی، چې لنډیز یې دا دی: له اعلان نه وروسته امام صاحب رحمه الله له کوره را ووت، جومات ته لاړ او د ضحاک مخې ته ودرید، په خبرو کې یې له هغه نه وپوښتل: تا د کوفې د خلکو د وژلو حکم ولې ورکړی؟ ضحاک ورته وویل: ځکه دا خلک مرتد شوي دي او مرتد باید و وژل شي.
امام صاحب ورته وویل: مرتد هغه څوک دی، چې خپل دین پرېږدي او بل دین غوره کړي؛ د کوفې خلک خو هماغه عقیده لري، په کومه عقیده چې پیدا شوي وو، دوی خپل دین نه دی بدل کړی؛ نو په دوی د مرتد فتوا کول بې اساسه ده.

د امام صاحب دغه خبره د ضحاک پر زړه ولګېده او ویې ویل: “اخطأنا” (موږ خطا شوي یو) بیا یې خپله توره ټیټه کړه او خپلو ملګرو ته یې هم امر وکړ، چې تورې ښکته کړي، په دې توګه د کوفې خلک د خوارجو له قتل عام څخه وژغورل شول، هغه وخت چې د خوارجو لخوا د تکفیر، قتل او قتال فتنې او د مرګونو وسیع بازار څومره ګرم و؛ دا زموږ د تیر تاریخ د څو ترخو بابونو څخه یو تریخ باب دی.

نن ورځ د همدغه تکفیري فکر یوې نوې څپېزې د اسلامي نړۍ ډېرې حساسې سیمې تر پوښښ او پوکس لاندې نیولي دي او اسلام دښمن قوتونه ترې په منظمه ګټې پورته کوي او دا حالت دومره وخیم شوی، چې د اسلامي امت علماء، پوهان او مغز متفکره طبقه ورته حیرانه او له شره یې په هیڅ ځای کې هیڅ مسلمان فکرا امن ندي.

معاصر خوارج او ساعین بالفساد شاوخوا پیړۍ وړاندې په الجزائر کې را پیدا شول، داسې چې د الجزائر ټولو اسلامي تنظیمونو او خوځښتونو د “اسلام ژغورنې جبهه” په نوم ګډ سیاسي اتحاد جوړ کړ او ځانونه یې د سیکولرانو په وړاندې د الجزائر د ملي سیاست پیاوړې قوه وګرځوله.

دې جبهې د الجزائر انتخاباتو کې برخه واخیسته او د انتخاباتو په لومړۍ مرحله کې یې شاوخوا ۸۰٪ سلنه رایې وګټلې، دې پایلې نړیوال سیکولر قوتونه سخت حیران کړل او د دې لړۍ د مخه نیولو لپاره یې بیلابیل اقدامات وکړل، انتخابات ودرول شول او پوځ واک په لاس کې واخیست.

له دې وروسته د اسلامي خوځښتونو د کمزوري کولو او له منځه وړلو لړۍ پیل شوه، چې د دې کار لپاره یې هر ډول ظلمونه وکړل او ډول ډول دسیسې جوړول یې هم پیل کړل، چې یوه ستره دسیسه یې همدا خارجي فکر را منځته کول و، ترڅو د اسلامي خوځښتونو ترمنځ د تکفیر فکر خپور شي او د خپلمنځي جګړو محاذونه جوړ شي. افسوس! چې په دې دسیسه کې بریالي شول او نتیجه دا شوه، چې د یوې لسیزې په موده کې نږدې سل زره بې‌ګناه مسلمانان ووژل شول.

دردونکې یې بیا دا ده، چې له څېړنېزو ادارو او نړیوالو علماوو نه بار بار غوښتنې شوې، چې د الجزائر د خونړۍ جګړې مستند راپور تیار کړي، ترڅو اسلامي امت، په ځانګړې توګه ځوان کهول د دغسې دسیسو پر وړاندې هوښیار او بیدار وي؛ خو له بده مرغه په اسلامي امت کې د تحقیق، مطالعې، مستنداتو، راپورونو او واقعي معلوماتو د ترلاسه کولو ذوق له منځه تللی، چې تر ننه یې په اړه هیڅ داسې مهم ګام نه دی اخیستل شوی، چې د دغسې مهمو تاریخي څپرکیو ګونګ پاتې کیدل به، امت نسلونه نسلونه تاواني کړي.

د الجزائر نه وروسته په مصر، شام، عراق او نورو هېوادونو کې همدا تجربه تکرار شوه، موږ ولیدل، چې د شامي او عراقي حکومتي ظلمونو پر ضد راپورته شوې ډلې د تکفیر او قتال هماغه لارې ته څنګه سوق شوې او د خوارجو افکار په څومره مهارت ور تغذیه شول؟.

افغانستان ته همدا پلان و؛ خو لله الحمد اسلامي امارت په ځینو برخو کې قوي ګامونه واخیستل چې په مټ یې سخت پیچلي حالات د ځان په ګټه مدیریت کړل، چې:
۱:- د اهل السنة والجماعة پرته هر ډول فکري، اصلاحي، مدني او ټولنیزې پروژې یې ختم کړې.
۲:- ټولې غټې او وړې ډلې، تنظیمونه، مجتمعات او تحریکونه یې کنترول کړل.
۳:- د ټول هیواد په سطحه یې مذهبي وحدت (حنفي مذهب/ په فقه حنفي به فیصله کیږي) را منځته کړ.
۴:- د خوارجو افکار، عقاید، ایډیا او تاریخ یې واضح کړ.
۵:- پر وړاندې منظم او کارنده عملیات ترسره کړل.
۶:- د خوارجو د ټولو ویرژنونو لپاره علماوو یو تعریف او د ټول لپاره یې یو حکم وړاندې کړ.

چې الحمد لله موږ اوس د یو اسلامي حکومت څښتنان یو، حالت تر نورو ډیر ښه دی، وسایل شته، فرصتونه او ظرفیتونه ایجادیږي او هو د کارونو د ترسره کولو توان ورځ تر بلې زیاتیږي؛ بناء د چیغو، فریادونو او حسرتونو وخت تللی، د بحث مباحثو، مناظرو او ټاپو وخت نور تیر دی، لیکوالان، علماء او څیړنیزې ادارې باید را وړاندې شي، دا ډول فتنې او پروژې تحقیق، تدقیق او مستندې کړي، ترڅو موجوده امت او راتلونکي نسلونه له دې فتنې څخه په امن شي.

Exit mobile version