اختر د ځان سره څه پیغام درلوده؟

#image_title

انجینر عمیر

 

په کابل د طالبانو د واکمنېدو سره د داعشیانو فتنه نوره هم لوړه شوه، او غرب پلوه رسنیو ورته په لوړه کچه تبلیغات پیل کړه.

 

طالبانو هم موقع د لاسه ورنکړه او وخت سره سم یې د داعشیانو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړه، همغه وو چې داعشیان یې د ګاونډیانو تر سرحداتو او بیا تر ملکونو ورسول.

 

طالبانو په ورستېو کې رسنیو ته بار بار د دې خبرې وضاحت ورکړ چې داعش غرب پلوه پروژه نور په افغانستان کې فعالیت نلري او له فعالیت څخه غورځول شوې ده.

 

ځیني استخباراتي کړۍ چې نه غواړي په افغانستان کې د داعش پروژه پای ته ورسیږي د داعش د فعالیت لپاره یې ښه ضمینه سازي وکړه چې کومه نتیجه یې ورنکړه او مونږ ورته په تفصیل سره اشاره کړې ده تاسو یې په مخکې لیکنو کې کتلې شئ.

 

د استخباراتي معلوماتو پر اساس د سېمې استخباراتو مکمل هڅه وکړه چې ترڅو د داعش شتون په افغانستان کې ثابت کړي همغه وو چې په کندهار کې یې برید ترسره کړ او غرب پلوه رسنیو ورته ښه پراخ انعکاس ورکړ.

 

د طالبانو د پلټنې او استخباراتي معلوماتو پر اساس بریدګر ګاونډي هیواد کې تربیه او بیا د همغوي د استخباراتو په واسطه په ډیر مهارت د افغانستان خاورې ته داخل کړې شو او بالاخره بریدګر خپل ځان ته چاودنه ورکړه.

 

طالبانو په وار وار سره دا خبره کوله چې دا د سیمې د استخباراتو کار دی او داعش د یو نوم او پروژې په توګه کاروي او د دې ادعا لپاره یې ځینې ثبوتونه هم وړاندې کړه.

 

د استخباراتي معلوماتو په اساس داعشیانو په مکمل ډول هڅه وکړه ترڅود اختر په ورځو کې د خپل شتون د ثابتولو او ګډوډي جوړولو لپاره په کابل او یا په قندهار کې د ګڼې ګوڼې سیمه کې عملیات ترسره کړي خو د طالبانو قوي امنیت پلټنو او سیارو ګزمو د دوی ټول پلانونه ور شنډ او د اختر ورځې بغیر د کومې سیاسي پېښې څخه په خیر او عافیت سره داسی پای ته ورسېده چې د نورو کالونو په پرتله د سیلانیانو رش او خوښي ډیر وو او اختر ښایسته د امن پیغام له ځان سره درلوده.

 

داسې معلومات څرګندیږي چې دا ځل د داعشیانو د ریشې کندلو لپاره طالبانو مټې رانغښتي دي او په نږدې راتلونکي کې به یې ریشه کني وکړي او د تل لپاره به داعش ته د پای ټکې کیږدي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version