کشمیر د نړۍ یوه له هغو سیمو څخه ده چې په جیوپولیټیک لحاظ د ستراتیژیک مرکز حیثیت لري. د هند، پاکستان، چین، افغانستان، منځني ختیځ او مرکزي آسیا په څلور لارې کې پرته دا سيمه د مذهبي، قومي، اقتصادي او تاریخي ارزښت له مخې تل د نړیوالو قوتونو په سیاسي لوبو کې قرباني شوې. د ۱۹۴۷م کال وروسته کشمیري ملت نه بشپړه ازادي ترلاسه کړه، نه د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورته ورکړل شو.
په تېرو څه باندې ۷۰ کلونو کې هند د پوځي اشغال، پاکستان د سیاسي استثمار او نړۍ د ستراتیژیکې چوپتیا له لارې، د کشمیري ولس حقونه تر پښو لاندې کړي دي. کشمیريان د وقار، عزت، هویت او ملي خپلواکۍ مستحق ملت دی او د دوی قضیه باید د انسانیت، عدالت او بین المللي حقوقو له اساساتو سره سمه حل شي.
د کشمیر تاریخي شالید:
کشمیر یوه لرغونې، تاریخي او تمدني سیمه ده چې د بودایي، برهمني او اسلامي تمدنونو ګډ کور پاتې شوې ده. دا سیمه د طبیعي ښکلا، روحانیت او علمي ارزښتونو له امله د “ځمکني جنت” په نوم یادېده.
د مسلمانانو د واکمنۍ په دوران کې، کشمیر د علم، ادب، سوداګرۍ او فرهنګ یو ستر مرکز و. جوماتونه، مدارس، کتابتونونه او خانقا ګانې د دې خاورې فرهنګي هویت جوړونکي عناصر وو، مسلمانو واکمنانو دلته د روادارۍ، مذهبي زغم او تمدني وحدت مثال وړاندې کړی و، چې د سیمې د سولې او پرمختګ لامل ګرځېدلی و.
خو د ۱۹مې پېړۍ په نیمایي کې، استعمار د دې جنتي ټاټوبي پر برخلیک سودا وکړه. په ۱۸۴۶م کال کې، د امریتسر تړون له مخې، برتانوي استعمار کشمیر د ۷۵ لکه روپیو په بدل کې د هندي دوګرا واکمن ګلاب سنګ ته وسپاره. دا تاریخي معامله نه یوازې د کشمیریانو د ملي ارادې خلاف وه، بلکې د هغوی د سیاسي او انساني حقونو څخه ښکاره سرغړونه هم وه.
کله چې په ۱۹۴۷م کال کې برتانوي هند ووېشل شو، کشمیر یوه له هغو سیمو څخه وه چې اکثریت برخه یې مسلمانان وو، خو د هند او پاکستان ترمنځ د وېش پر مهال د کشمیریانو د برخلیک ټاکلو ته هیڅ توجه ونه شوه. د دې پر ځای، دا سیمه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې او جنجال سبب وګرځېده.
د کشمیر وېش:
د ۱۹۴۷م کال د هند او پاکستان له وېش وروسته، کشمیر چې د مسلمان اکثریت یوه مهمه سیمه وه، د کشمیریانو له ارادې پرته په درې برخو ووېشل شو:
۱: د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر
چې پکې جمو، کشمیر او لداخ شامل وو. دا برخه د هند له لوري اشغال شوه او تر اوسه د هند تر نظامي ولکې لاندې ده.
۲: د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر
چې پکې “آزاد کشمیر” او “ګلګت-بلتستان” سیمې راځي. دا سیمه د پاکستان تر ادارې لاندې ده، خو تر اوسه یې دایمي سیاسي حیثیت نه دی واضح شوی.
۳: د چین تر ولکې لاندې برخه
د “اکسای چین” په نوم یو مهم ستراتیژیک موقعیت لري، چې وروسته د چین له لوري ونیول شو او اوس د هغوی تر کنټرول لاندې ده.
دا درې اړخیز وېش، چې د کشمیریانو له ګډون، مشورې یا رضا پرته ترسره شو، د نړۍ په سیاسي تاریخ کې د یو لوی ظلم په توګه یادېږي. کشميري ولس ته د خپل برخلیک ټاکلو لپاره د ریفرنډم یا خپلواکې پرېکړې حق نه وو ورکړل شوی، چې دا د ملګرو ملتونو له ګڼو پرېکړهلیکونو او نړیوالو اصولو سره ښکاره تضاد لري.
د همدې وېش له کبله، تر ننه پورې کشمیر د تاوتریخوالي، پوځي اشغال، بشري حقونو د نقض او د ملتونو د نه پیژندنې قرباني پاتې شوی دی.
د کشمیر لوی جنګونه:
د کشمیر پر سر، هند او پاکستان تر اوسه درې لوی او خونړي جنګونه کړي دي. دا جګړې، که څه هم د کشمیر په نوم پېل شوې، خو حقیقت دا دی چې هدف پکې د مظلوم کشمیري ولس خیر نه، بلکې د دواړو هېوادونو د پوځي او سیاسي واکمنو خپلې شومې موخې وې.
۱: لومړی جنګ (۱۹۴۷–۱۹۴۸):
دا جګړه د هند او پاکستان له ازادۍ وروسته، سمدستي پېل شوه، کله چې دواړو هېوادونو هڅه وکړه کشمیر تر خپل کنټرول لاندې راولي. جګړه د ملګرو ملتونو تر مداخلې وروسته پای ته ورسېده، خو کشمیر په دوه برخو ووېشل شو.
۲: دوهم جنګ (۱۹۶۵):
پاکستان هڅه وکړه چې د هندي کشمیر د ولس ملاتړ په ګومان یو ناڅاپي یرغل وکړي، خو جګړه د دواړو خواوو د درنو تلفاتو سره ناکامه شوه. دا جګړه د تاشکند تړون پر اساس ختمه شوه.
۳: درېیم جنګ (۱۹۹۹ – د کارګل جګړه):
د پاکستان پوځي جنرالانو د کارګل په سیمه کې د نفوذ هڅه وکړه. هند پوځي ځواب ورکړ، جګړه تر سختو تلفاتو وروسته پای ته ورسېده. دې جګړې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا ژور کړ.
په دې ټولو جګړو کې چې سلګونه زره انسانان وژل شوي، اصلي قرباني یې د کشمیر بېګناه ولس و. دوی د یوه سیاسي شخړې په مینځ کې یرغمل پاتې شول، نه يې د سولې خوند ولید، نه د خپل برخلیک واک. دغه جنګونه د دې پر ځای چې ستونزه حل کړي، د هند او پاکستان ترمنځ دایمي دښمني، نظامي سیالي او سیمهییزه بېثباتي زیاته کړه.
د کشمير له مظلوم ولس سره ظلمونه:
کشمیر، چې یو وخت د ښکلا، ادب، دیني زغم او طبیعي نعمتونو ټاټوبی و، نن د نړۍ تر ټولو زياته پوځي سیمه ګرځېدلې. دا سیمه د هندي او پاکستاني پوځ لخوا داسې محاصره شوې چې هلته هره ورځ ظلمونه، بشري سرغړونې او غیرانساني چلند دوام لري. دلته د کشمیري ولس پر ضد هغه کړنې ترسره کېږي، چې د بشري حقونو له ټولو نړیوالو اصولو سره ښکاره ټکر لري.
زرګونه کشمیریان له محکمې پرته وژل شوي، ځینې لادرکه شوي او نور د زندانونو په تیارو کې د سختې شکنجې لاندې دي، د ښځو او نجونو پر وړاندې جنسي تېري، په ځانګړې توګه د پوځونو له لوري، نه یوازې د کورنۍ، بلکې د ټول ملت عزت ته سپکاوی دی. دا جرمونه مستند دي او نړیوالو ادارو یې هم راپورونه خپاره کړي دي.
د ولس کورونه، دوکانونه او مالونه د پوځي عملیاتو پر مهال په بېرحمۍ له منځه وړل کېږي، کورنۍ بېسر پناه پاتې کېږي، د تعلیمي ادارو بندول، پر زدهکوونکو تشدد او د روغتیايي خدمتونو نشتوالی، د نسل د تباهۍ یوه بله بڼه ده. سوداګرۍ محدوده شوې، د کار زمینه له منځه وړل شوې، خلک له خپلو کورنیو او کلیو سره د اړیکو له نعمت بېبرخې دي.
کشمیر نن د نړۍ د بشري ناورینونو په کتار کې راځي، خو د سترو قدرتونو سیاسي ګټو دا فاجعه پټه ساتلې. کشمیریان د ژوند، ازادۍ، تعلیم، کار او عزت له حقه محروم دي او دا یوه روانه فاجعه ده، چې باید نور له پامه و نه غورځول شي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر – د آزادۍ په نوم پوځي اداره:
که څه هم پاکستان په نړیوالو فورمونو کې ځان د کشمیریانو ملاتړی ښيي، خو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر (Azad Kashmir او Gilgit-Baltistan) کې حقایق بل ډول دي. دلته نه د خلکو واک چلیږي، نه سیاسي ازادي شته او نه هم د خپل برخلیک د ټاکلو حق:
۱: سیاسي او مدني ازادۍ نشته:
د ازاد کشمیر ولس ته د بیان، سیاست او پرېکړې حق نه ورکول کېږي. سیاسي فعالیتونه د پوځ، استخباراتو او مقرراتو لاندې سخت محدود شوي.
۲: ګلګت بلتستان:
دا سیمه پاکستان د ستراتیژیک هدف لپاره له اصلي کشمیري قضیې جلا کړې؛ نه یې بشپړ حقوق ورکړي، نه سیاسي واک، او نه هم د هویت او ملکیت حقونه.
۳: سیاسي پروسې د پوځ تر کنټرول لاندې دي:
په ظاهره ټاکنې کیږي، خو ټول نوماندان او ګوندونه باید له پاکستان سره “وفاداري” وښيي او د پاکستاي پوځي رژیم تابع وي. د پاکستان استخبارات د انتخاباتو تر شا اصلي تصمیم نیوونکي دي.
۴: ناقانونه مداخلې او عسکري حضور:
د پاکستان پوځ هلته د هرې سترې پرېکړې واک لري. د سیمې قانوني ادارې له واکه لوېدلي او ولس ځان بېاختیاره ګڼي.
۵: آزاد کشمیر – یوازې یو نوم، نه واقعي وضعیت:
د “آزاد” کلمه یوازې تشو سرلیکونو او بنرونو ته پاتې شوې. په حقیقت کې دا یوه پوځي اداره ده چې د پاکستان مرکزي ادارو له لوري چلول کېږي، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير د خپلو حقونو له تحقق نه محرومه سیمه ده، چې هلته ولس د هند تر اشغال لاندې کشمير په څېر له ظلم، محرومیت او بېوسۍ سره مخ دی.
پوښتنه دا ده چې؛ پاکستان ولې پر کشميري ولسونو ظلمونه کوي؟
د پاکستان له لوري د کشمير د ولس پر وړاندې ظلمونه تصادفي نه دي، بلکې د څو مهمو اهدافو لپاره ترسره کېږي، لومړی کشمير د چين، هند، مرکزي او جنوبي آسيا ترمنځ مهم جغرافيايي موقعيت لري. پاکستان هڅه کوي چې دا سیمه د پوځي ځواک په مټ کنټرول کړي، څو د سيمهييز نفوذ تله خپله کړي او چين ته د “China-Pakistan Economic Corridor (CPEC)” د خوندي ساتلو ضمانت ورکړي.
دوهم پاکستان د کشمير نوم د خپلو داخلي ګټو لپاره کاروي:
– د پوځ لپاره د اضافي بوديجې اخيستلو پلمه
– د ولس ذهن د اصلي ستونزو (اقتصاد، فساد) نه اړول
– د هند پر ضد د تبليغاتي سياست وسيله
– د نړيوالو همدرديو او مرستو راجلب
دریم د پاکستان پوځ کشمير د يوه “دوامدار جنجال” په توګه ساتي، ترڅو:
– د ملي بودجې زیاتره برخه ځان ته ځانګړې کړي
– پر سياسي نظام فشار راولي
– ولسي حکومتونه بېوسه کړي
– خپله مداخله قانوني وښيي
څلورم د پاکستان پوځي رژیم د همدې اهدافو د پلي کولو لپاره دا کارونه کوي، هر هغه څوک چې د خپلو حقونو غږ پورته کړي، خاموشه کېږي، مخکښ مشران، وکیلان، ژورنالستان او مدني فعالان پرته له محاکمې بندي کېږي، رسنۍ محدودې دي، انټرنټ بندېږي او رښتينې کيسې خپرېدلای نه شي او د سيمې واقعي استازي له واکه شړل کېږي او د پوځ د خوښې کسان يې پر ځای مقررېږي.
بنأ پاکستان کشمير ته د يوې سيمې په توګه نه، بلکې د يوې سياسي وسيلې په توګه ګوري. د کشمير ولس يې نه خپلواک کړی، نه يې عزت ورکړی او نه يې د ژوند اساسي حقونه ورکړي دي. دا د شطرنج يوه ستراتيژيکه لوبه ده، خو قربانيان يې کشمیري ولس دی.
ولې کشمیریانو ته په پاکستاني ادارو، پارلمان او کابینه کې ځای نه ورکول کېږي؟
دا یوه ژوره او سیسټماټیکه ستونزه ده چې د پاکستان د پوځي جوړښت او دوهمخۍ سیاست ښکارنده ده. که څه هم پاکستان ظاهراً د کشمیریانو د ملاتړ دعوه کوي، خو عملي چلند یې بل حقیقت څرګندوي، پاکستان کشمیر رسماً د خپل هېواد جزء نه ګڼي، خو عملاً یې تابع کړی او اداره کوي يې. دا تضاد د دې سبب شوی چې کشمیریان د هیڅ رسمي سیاسي حق څښتنان نه دي.
د پاکستان اساسي قانون کشمیریانو ته د بشپړ تابعيت، مدني حقونو او سیاسي مشارکت ضمانت نه ورکوي. دوی د نورو پاکستانیانو غوندې برابر حقوق نه لري. په “آزاد کشمیر” کې ټاکنې د پوځ او استخباراتو تر مستقیم کنټرول لاندې وي. ټاکنې آزادې نه دي او د حقیقي سیاسي استازیتوب مانا نه لري. د ګلګت بلتستان اوسېدونکي خو له پارلماني استازیتوبه بیخي بېبرخې دي او په کابینه، ملي پارلمان او پوځ کې کشمیریان یوازې د تشخص لپاره محدود ځای لري، خو پرېکړهسازي، واک او اختیار نه لري. دا ډول حضور یوازې د نندارې لپاره دی.
دا ټول موارد دا ثابته وي چې پاکستان کشمیریانو ته د هویت، واک او استازیتوب حق نه ورکوي. دا د سیاسي بېعدالتۍ یو ښکاره ثبوت دی او ښيي چې د پاکستان د کشمير پاليسي یوازې یو استعماري او پوځي هدف لري، نه د ولس هوساینه.
ولې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ولس ته خدمت، تعلیم او اسانتیاوې نشته؟
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر، که هغه آزاد کشمیر وي یا Gilgit-Baltistan، د بېپامۍ، اقتصادي شړیدو او پراخې محرومۍ سره مخ دی. که څه هم پاکستان د نړیوالو په وړاندې د “کشمیر د ملاتړ” دعوه کوي، خو په عمل کې یې له ولس سره نه یوازې مرسته نه ده کړې، بلکې دا ولس یې له اساسي انساني حقونو محروم کړی دی، د پاکستان دولت هدف “واقعي پرمختګ” نه، بلکې “سیاسي ګټهاخیستنه” ده. د کشمیر نوم یوازې د هند ضد شعارونو لپاره کارېږي، نه د ولس د سوکالۍ لپاره.
په سیمه کې بنسټیزو خدماتو ته پام نه دی شوی. نه لویې پروژې شته، نه رغنیزې پانګونې. سړکونه، پلونه، او نور اساسي زیربناوې یا له منځه تللې، یا هم بیخي نه دي جوړې شوي. ښوونځي، پوهنتونونه او تخنیکي ادارې خورا محدودې دي. د تعلیم معیار ټیټ دی او د لوړ تحصیل لپاره ځوانان باید نورو ایالتونو ته مهاجر شي. روغتونونه کم دي، تجهیزات نشته دي او متخصص ډاکټران په سیمه کې نه پرېښودل کېږي. خلک د عادي ناروغیو درملنې لپاره لیرې سیمو ته مجبوره سفرونه کوي او د کرنې، صنعت او سوداګرۍ بازارونه له منځه تللي. ځوانان د بیکارۍ له کبله مجبور دي چې پنجاب، سند یا خیبر ته د مزدورۍ لپاره کډه وکړي.
د پاکستان لهخوا د کشمیر لپاره عملي پاملرنه نه، بلکې اقتصادي شړیدو ته شوی دی. دا یو قصدي سیاست دی، څو د سیمې خلک د فقر، بېتعلیمي او محرومیت له لارې خاموش وساتل شي او له سیاسي شعور څخه بېبرخې پاتې شي.
د کشمير ولس په ځانګړې توګه د پاکستان تر ولکې لاندې ولس ته څه کول په کار دي
د کشمير ولس د ازادۍ او خپلواک برخلیک لپاره، يواځينۍ مؤثره لاره دا ده چې دا ملت د هوښيارۍ، شعور، اتحاد او دوامدارې مدني، سياسي او جهادي مبارزې پر لور حرکت وکړي. هغه ولس چې خپل هويت، کلتور او ژبه وساتي، هيڅ اشغالګر نه شي ورسره اوږدمهاله زور چلولی. کشميريانو ته په کار ده چې د خپل ژبني، فرهنګي او تاريخي شتمنيو ارزښت درک کړي او د پاکستان او هند له فرهنګي استعماره يې وژغوري.
د مظاهرو، قلم، رسنیو، تحليلي ليکنو او نړیوالو حقوقي ميکانيزمونو له لارې دې خپل غږ پورته کړي. داخلي اختلافات او تفرقې د اشغالګرو تر ټولو لویه وسیله ده، نو ولس بايد د يو ملت، يو غږ او يو هدف پر اصولو ولاړ وي، څو د بهرنیو مداخلو مخه ونیسي.
د معلوماتو خپرونه هم يو حياتي اړخ دی. هر ظلم، تری تم، شکنجه، محرومیت او تبعیض بايد په اسنادو مستند شي، نړیوالو رسنیو ته وسپارل شي او د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان (OIC)، اروپایي ټولنې (EU) او نورو ادارو سره شريک شي. د نړيوالو فشارونو رامنځته کول د اشغالګرو لپاره يو ستر خنډ کېدای شي.
تعلیم او فکري بيداري دې د کشمیري نسل لپاره د خپلواکۍ د مفکورې ستنه شي او د همدغو هڅو له لارې دې د پاکستان او هند له ظالمانه وسلوال تسلط نه ځانونه خلاص کړي.
د پاکستان تر ولکې لاندې نهادونه او تش په نوم ادارې، چې د آزادۍ په نامه د پوځ تر ادارې لاندې دي، باید افشا شي. ولس دې درک کړي چې دا “آزاد” کشمیر نه، بلکې د پوځي ادارو یوه نمایشي سیمه ده. د خپلواک فکر او ملي ارادې نه لرل، د سیاسي غلامۍ بڼه لري.
له نړیوالو او سیمهيیزو ازادۍغوښتونکو ملتونو سره یووالی هم یو مهم ګام دی. له فلسطينيانو، بلوڅانو، کردانو او اویغورانو سره د تجربو شریکول او نړیوالو څېړونکو، خبریالانو او پوهانو ته د کشمير قضیه سپارل، کولی شي دا مظلوم ولس نړیوال وجداني وجدان ته ور وپېژني.
په پای کې:
کشميريانو ته پکار ده تر څو پوه شي چې پاکستان د دوی د برخلیک مالک نه دی. د خپل حق، عزت، هويت، واک او خاورې دفاع يوازې هغه ولس کولی شي چې متحد وي، شعور ولري، مبارزې وکړي او اوږدمهاله ستراتيژي تعقیب کړي. دا ملت بايد اوس پرېکړه وکړي ترڅو له غلامۍ، د رښتېنې آزادۍ پر لور ګام واخلي.
د کشمیر قضیه یوازې یوه سیمهییزه شخړه نه ده، بلکې دا د یو مظلوم ملت د هویت، عزت او انساني کرامت مبارزه ده. له ۱۹۴۷م کال راهیسې کشمیری ولس د جیوپولیټیکو سیالیو، پوځي سوداګریو او ستراتیژیکو موخو قرباني شوی، پاکستان ورڅخه د خپلو پوځي او سیاسي اهدافو لپاره ګټه اخلي او نړیوال ځواکونه یې د خاموشو تماشهچیانو رول لوبوي.
د کشمیریانو بشري حقونه لکه د ژوند، تعلیم، آزادۍ، سیاست او هویت حق په دوامداره توګه تر پښو لاندې شوي. پر ځای د سولې، پرمختګ او عدالت، پر دې ولس جګړه، سانسور، بېعدالتي او اقتصادي شړیدنه تپل شوې، د دې ولس اراده ځپل شوې، او د پاکستان پوځي رژیم د “آزادۍ” تر شعار لاندې يې نظامي اداره پرې تپلې ده.
د پورته ټولو واقعیتونو پر بنسټ، اوس وخت راغلی چې د نړۍ عدالتپاله انسانان، نړیوال سازمانونه، اسلامي نړۍ او بشري فعالان د کشمیر قضیه یوازې د کاغذي بحث پر ځای، په عادلانه حل باندې تمرکز وکړي. کشمیری ولس باید خپل سرنوشت پخپله وټاکي، خپله فيصله په خپله وکړي، خپل واک، په خپل اختيار کې ولري او دا ولس نور د پوځي لوبو وسیله پاتې نه شي.
