آزادي د افغان وينه ده، رسوايي د پرديو برخه!

عمر افغان

د تاریخ پاڼې تل د هغو ملتونو په نوم روښانه پاتې کېږي چې د آزادۍ په لاره کې یې قربانۍ ورکړي دي، افغانان د نړۍ په نقشه کې د همدې ویاړ څښتنان دي؛ داسې ملت چې هېڅکله یې د غلامۍ زنځیر پر غاړه نه دی ایښی او تل یې د خپل عزت، ناموس او خاورې د ساتنې لپاره له زړه وینه ورکړې ده.

بګرام اډه چې مخکي د بهرنیانو د ښکېلاک او پوځي یرغل نښه او سمبول وه، د افغان ملت په وینه، زړورتیا او نه ستړې کېدونکې اراده کې رسوا او د ماتې په کیسه بدله شوه، دا اډه چې د زورواکو سترګې پرې ښکلې شوې وې، د افغان د ایمان او همت په وړاندې بې‌وسه ودرېده.

افغانانو د خپل تاریخ په اوږدو کې هر زورور یرغلګر ته ښودلې چې د دې خاورې او غرونه یوازې د آزادۍ لمر ته سلامي وهي، نه د پردیو زولنو ته؛ له سکندر مقدوني نیولې، تر انګرېزانو او له شوروي او بیا تر امریکا پورې، هر یو یې هڅه وکړه چې د افغانانو په اوږو د واک تبر وتړي، خو ټول یې په شرموونکې توګه ناکام شول.

د بګرام د زولنو کیسه هم د همدې تاریخ یوه برخه شوه، هغه ځای چې د مظلومو بندیانو د فریادونو، د بمبارۍ د نالو او د وینو د څاڅکو شاهد پاتې شوی و، په پای کې د افغان د مېړانې له امله د دښمن د شرم د ځای په توګه یاد شو، افغانانو هېڅکله د مرګ وېره نه لرله، بلکې له مرګه یې د ژوند تر ټولو ستره مانا جوړه کړه.

دوی قربانۍ ورکړې، کورونه یې وران شول، اولادونه یې شهیدان شول، خو د پردیو واک ته یې سر ټیټ نه کړ، د هر شهید وینې د بل افغان په رګونو کې د مقاومت لمبې بلولې او د هر وران شوي کور له خاورې د آزادۍ غږ پورته کېده.

ټرمپ او د هغه سیاسي ملاتړو په خپلو محاسبو کې ستره تېروتنه وکړه، دوی فکر کاوه چې د ټیکنالوژۍ زور، د ډالرو بهیر او د بمونو باران کولی شي د افغانانو اراده ماته کړي، خو کله چې د بګرام دروازې وتړل شوې، نړۍ په خپلو سترګو ولیدل چې ایمان د ټانکونو پر فولادو او د ارادې ځواک د بمونو پر باران برلاسی دی.

د افغان د تاریخ روح تل د آزادۍ سندره وایي، د تورې، کلاشنیکوف، ډبرو او ان د خپلو لاسونو په زور یې هر وخت دښمن ته د ماتې خوند ورکړی، همدا ایمان او غیرت و چې د بګرام د تورو دېوالونو تر شا یې د ماتې د زنګ غږ پورته کړ.

افغانان د خپلو شهیدانو وینې هېڅکله نه هېروي، هغوی د وینو په لیکو کې د آزادۍ نښې لټوي او د تاریخ په هرې قربانۍ سره د عزت بیرغ لوړ رپوي، دې ملت د غلامۍ هر تړون د خپلو مټو په زور ټوټه ټوټه کړی دی.

بګرام یوازې یوه پوځي اډه نه وه؛ دا د غرور د ماتېدو سنګر و، هغه ځای چې نړۍ ته یې یو ځل بیا ثابته کړه: افغان د پردي قدرت سیوري ته پناه نه وړي، بلکې په خپلو وینو کې د خپل راتلونکي لمر مشعلونه بلوي.
او اوس ټرمپ ته خطاب کوو: هغه رسوايي، هغه ماته، هغه شرم او هغه تاریخي بدنامي چې یو ځل دې له افغان ملت سره تجربه کړه، باید ستا لپاره عبرت وي، د افغان د ارادې پر وړاندې ستاسې زولنې د شګو ماڼۍ دي؛ په یو باد ورانېږي، یو ځل مو ماته وخوړه، هماغه کافي ده؛ بل ځل مه کوه چې هماغه تېروتنه تکرار کړې، ځکه افغان ملت به بیا هم تاسې د تاریخ په مخ کې په رسوا کوونکې توګه مات کړي.

Exit mobile version