کاشکې زه د الله داسې بنده شم چې……

ژباړه: فضل باري مشفق

کاشکې زه د الله داسې بنده جوړ شم چې.

د زړه هر ضربان سره يې د الله الله اواز پورته کيږي.

داسې بنده چې هم ورسره علم وي او هم ورسره عمل.

داسې څوک چې په ورځني ژوند کې د الله تعالی د احکاماتو او رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو پابند وي.

چې د الله تعالی په حضور کې هره شپه اوښکې تويوي.

او د خپل ژوند شيبه شيبه په احساس او مسؤليت تيروي.

داسې بنده چې همېشه ورسره د خپلو اعمالو د سمون په اړه فکر وي.

چې د الله تعالی له دوستانو سره يې دوستي او دښمنانو سره يې دښمني وي.

د علماوو په مجلسونو کې کيني او د هغوی له خبرو ګټه پورته کوي.

داسې بنده چې له ګناهونو څخه يې نفرت وي او ځان ترې ساتي.

او د نيکو لوري ته په منډه منډه قدم ور اخلي.

خو کله چې له بديو سره مخ شي د بدن ويښتان يې نيغ ودريږي او له الله تعالی څخه وډار شي.

او تر هغې ناکرار وي تر څو يې چې توبه نه وي ويستلې.

کاشکې زه د الله تعالی داسې بنده شم چې…

د الله تعالی د ټولو مالي او بدني عبادتونو پابند واوسم.

په هر حالت کې له الله تعالی د ويرې فکر راسره وي.

داسې څوک شم چې زما په لمن د چا د ازار او اذيت داغ نه وي.

چې په پاک لمنۍ مې زمانه شاهدي ورکوي او د دنياوي معاملاتو له پاکوالي څخه مې خلک مطمئن وي.

داسې څو ک چې د قرآنکريم تلاوت، د الله ذکر او عبادت مې مشغولتيا وي.

ربه داسې بنده مې جوړ کړه چې د ژوند هره ستونزه د ستا او ستا د حبيب په احکاماتو او لارښوونو حل کړم.

يا الله ما داسې کړه چې ژوند او انرژي مې ستا په بنده ګۍ د اسلام او مسلمانانو په خدمت کې تيره شي.

يا ربه يو داسې پاک زړه راوبښه چې د منافقت، ريا، حسد، کبر کينې او نفرت خيرې په کې نه وي.

الهي! ښه اخلاق، اخلاص، وفاداري، ديانت، حوصله او له مسلمانانو سره د ښه ژوند او تعامل توفيق راکړه.

ربه داسې فکر، زړه او ځاني قوت راکړه چې د اسلامي امت د پرمختګ او کاميابۍ په لاره کې ترې ګټه پورته کړم.

ياربه! خلکو د خير او نيکيو رسولو موقع او توان راکړه او نور خلک زما له شره او ما د نورو له شره وساته.

يا الله د ظلم لاسونه رامکړې او نه هم د ظالم لاسونه راباندې پورته کړې.

ربه داسې بنده مې کړه چې هميشه راسره د خپل ځان د اصلاح فکر وي.

داسې بنده چې هميشه د نيکو اعمالو د تلې په درنولو کې حريص يم.

ربه استغنا راکړه او د کار کولو مټې راکړه چې چاته لاس ونه غځوم او د نورو ناچارو لاسنيوی وکړم.

ددين او وطن مينه مې د بدن په رګونو کې بهانده کړه او دا سپېڅلی احساس مې هميشنی کړه.

ربه محشر ته مې داسې مه درغواړه چې د ګناهونو درودند پيټی مې په اوږو وي او خجالت يم.

يا الله اخرت ته مې داسې دروغواړه چې ايماندار يم، له ګناهونو پاک يم او د ژوند وروستی سفر مې ستا خوږ ديدار او د جنت
الفردوس ماڼۍ وي.

او هغه مې هميشنی د اوسېدو تمځای وي.

ای الله! کاش زه ستا داسې بنده شم.

2019/06/29 شنبه

الله تعالی فضل باري مشفق نيکان بنده ګان

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version