ځینې پیغامونه؛ ثواب که ګناه؟!

حیات پکتیاوال

ایا تاسو ته هم کله پیغام راغلی او لیدلی چې: که دا کار وکړئ په دومرو ورځو کې به ګټه تر لاسه کړئ او که مو ونه کړ غم او زیان به ووینئ؛ راځئ په څو کرښو کې د دې ډول پیغامونو د خپرولو له ګناه څخه ځان خبر او وساتو.

درنو لوستونکیو!

مسلمان باید تل له هغه څه څخه ځان وساتي د کوم څه په اړه چې شرعی حکم او اصل موجود نه وي، ځکه هغه څه چې شریعت کې اصل ونه لري او یو څوک یې د شریعت د حکم په نوم له ځانه جوړ او خپور کړي دا لویه ګناه او د اسلام د سپیڅلي دین انځور ته د زیان رسولو په معنا ده او بس، او د دې عمل کونکی رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ګمراه او دوزي ګڼلی.

یو له هغو ګناهونو څخه چې زموږ ځینې مسلمان وروڼه یې د ثواب په نیت کوي ( او اسلام کې اصل نه لري)هغه دا چې ځیني وختونه یوچاته د مبایل له لارې او یا هم په چاپي بڼه پیغام راشي او په هغه کې ډول ډول خبرې یا څه کلیمات لیکل شوې وي، او کس یې په دې مکلف کړی وي چې دا به دومره ورځې یا دونه ځله لولې، که دې وکړ دومره اجر او ګټه به تر لاسه کړې، او که داسې ونه کړې، او دا پیغام تر نورو ونه رسوې؛ په دومره وخت کې به داسې او هسې سزا او زیان ووینې.

دا ډول پیغامونه په اسلام او اسلامي فقه کې نه ارزښت لري او نه هم ځای ځکه:

۱- دا ډول پیغامونه ډیری وخت د سوداګریزو شرکتونو له لارې نشر ته سپارل کیږي، تر څو له دې لارې خپل مشتریان مصرف ته وهڅوي او یا هم په دې سره خپل شرکتونه مشهوره کړي.

۲- دا هم ممکن او کیدای شي دا د اسلام دښمنه کړیو له لوري جوړ او ترتیب شوی وي تر څو له دې لارې مسلمانانو ته هم مالي زیان ورسوي او هم مسلمانان په اسلامي عقیده کې شکمن کړي، ځکه کله چې یو مسلمان د دغه پیغام د عملي کیدو او د نه عمل په صورت کې کومه ګټه او زیان ونه ویني نو په عقیده کې متردد کیږي.

۳- دا د غیب څخه خبر ورکول دي، ځکه راتلونکي کې، د زیان او ګټې په اړه بې له الله(جل جلاله) څخه هیچاته مالومات نشته، او د غیبو په اړه خبر ورکول یو له لویو ګناهونو څخه دي.

۴- دا چې دا عمل بدعت دی او طبعا خلک ورته د ښه والي عقیدت پیدا کوي چې د بدعت ښه ګڼل په نبوی حدیثو او د فقهی کتابونو کې تر شرک وروسته تر ټولو سخته ګناه ګڼل شوې او رد یې ورباندې کړی، خپله بدعت څه چې د بدعت کونکي په اړه رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فرمایلی چا چې د بدعتي احترام وکړ، هغه د اسلام په ړنګولو کې برخه واخیسته.

۵- احتمال د دې هم لري چې ځیني جاهلان د ناپوهۍ له امله داسې څه ووایی چې هغه د اسلام او مقدساتو د سپکاوي په ماناوي.

۶- بې ځایه مصرف کول او خپل مال ضایع کول، د کوم څه چې اسلام کې منع راغلې ده.

(معارف القران، مشکوة،کفایت المفتی او نورې فتاواوې)

حيات پکتياوال عقيده مسلمانان پيغام

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version