لومړۍ برخه
لیکوال: سید ابوالحسن ندوي
ژباړه: محمدصادق طارق
مولانا جلال الدين رومي په خپل يوه شعر کې وايې: “بيګا شپه مې یو سپين روبى تر سترګو شو چې څراغ يې په لاس کې و او د ښار چاپير ګرځيدى، داسې بريښده لکه چې کوم څه يې ورک وي، ور نه و مې پوښتل: وبښئ! کوم شى لټوئ؟ ځواب يې راکړ: د حيواناتو سره له هستيدلو خورا ستړى شوى يم اوس انسان لټوم، د سست عنصرو ملګرو له شتون څخه په تنګ شوى يم داسې زمرى غواړم چې سترګې مې پرې يخې شي. ورغبرګه مې کړه: ناحقه ځان مه ستړى کوه زه هم ډيره موده د داسې آزاد انسان په لټه کې وم خو پيدا مې نکړ. سپين روبي سر وښوراوه او ويې ويل: هو دغه ناياب څوک چې نه موندل کيږي زما په کار دى.
دى شيخ با چراغ همیگشت گرد شهر
کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست
زین همرهان سست عناصر دلم گرفت
شیر خدا و رستم دستانم آرزوست
گفتند که یافت مینشود جستهایم ما
گفت آنکه یافت مینشود آنم آرزوست
محمد اقبال هم د خپل “اسرار خودى” ديوان مطالع د مولانا صاحب په دغه شعر پيل کړى دي، زما له انده يې موخه د پورته شعر له راوړلو څخه دا وه چې دى هم له مولانا سره په فکر او عقيده کې همږغى دى، ځکه چې اقبال په فلسفي علومو کې د څيړنو او کتنو له مخې د “پوره انسان” غوښتونکو په لومړي رديف کې ځاى لري خو پوښتنه دا ده چې آيا اقبال خپل ورک شوى مطلب تر لاسه کړ که يا؟
که يې ځواب مثبت وي نو اقبال خورا ستري بريا او کشف ته لاس رسى موندلى دى چې د “کلمبس” تر بريا چې تازه نړۍ يې کشف کړى وه، ستره او اړينه ده ځکه دا موندنه ورک انسان او تباه انسانيت دى. که همدغه دوه شيان په نړۍ کې نه وي د نړۍ خير به هم ټول شي، معاصره نړۍ تر نويو قارو او دريابونو انسان او انسانيت ته زياته اړتيا لري.
پوره انسان څوک دى؟
اقبال په خپل شعرونو کې داسې څه ويلى دي لکه چې ورک انسان يې موندلى وي نو ځکه يې د هغه ځانګړتياوو اړوند بحث او خبرې کړى دي، اقبال دا ورک انسان چيرې او څنګه موندلى دى؟
ډاريږم که د اقبال له اند سره سم پوره انسان درته معرفي کړم حيران به شئ، ځکه اقبال چې په کوم چا کې د پوره انسان نښې موندلى دي هغه “مسلمان” دى او بس.
له شک پرته د مسلمان ښائسته تصوير چې اقبال يې وړاندې کوي د هغه چا له ګومان سره چې د مسلمان ناسم او دروغ تصوير په ذهن کې له ځان سره لري زښته زيات تويير لري. هغوى به له دغه ځواب څخه حيران شي خو اقبال خپل ورک مقصد په مسلمان کې موندلى دى.
نمونه مسلمان
نمونه مسلمان د خپل ايمان، يقين، روحي قدرت او شجاعت له امله د متزلزلو خلکو تر مابين ممتاز دى. پاک توحيد، قناعت، تقوى، ايثار او په ځان باندې اعتماد به يې د زر او زور له بندګانو، شهوت پرستانو او خپل ځان غوښتونکو څخه بېلوي. رښتينى مسلمان مادي مظاهرو ته هيڅ کله ارزښت نه ورکوي هغه تل په نړۍ د خپل رسالت ادا کولو هلې ځلې کوي، نور خلک به د باد له الوتلو سره سم د خپل شخصي ګټو لپاره هرې لور ته کږيږي خو د حق لاروى به د ژوند په بيلابيلو شرائطو کې ثابت او قوي ولاړ وي، دا مسلمان د مثمرې ونى په څير دى چې ريښه يې په ځمکه کې مضبوطه او سر يې اسمان ته پورته کړى وي. اقبال په يو بيت کې وايې: “اى مسلمانه! په پوره نړۍ کې يوازې ته ژوندى حقيقت يې نور ټول دروغ سراب دي” په بل بيت کې په اردو ژبه وايې: “د مسلمان ايمان او يقين د حق څلې دي نور هر څه چې په مادي نړۍ کې شتون لري وهم، طلسم او مجاز دي”.
د مسلمان وجودي بُعدونه
مسلمان انسان دوه وجودي بعدونه لري؛ لومړۍ انساني وجود او دويم ايماني وجود. په انساني وجود کې له ټولو انسانانو سره شريک دى، د نورو خلکو په څير دنيا ته راځي، مشر کيږي، خپل بشري اړتياوې پوره کوي، د نورو خلکو غوندې کسب ته مخه کوي، تحصيل کوي، حکومت او زعامت کوي، لنډه دا چې د همدى وجود له پلوه د طبيعي آدابو تابع وي. له دې امله چې ځانګړى نوم، جامه او مليت لري د طبيعت له نظام څخه مستثنى کيدلى نه شي بلکى د بشري ټولنې د اقيانوس په څپو کې يوه څپه بلل کيږي، که چيرې يو مسلمان انسان په همدغه عمومي بشري وجود بسنه وکړي او (له ايمان پرته) يوازې د انسان په توګه ژوند غوره کړي نو فاني او ضعيف موجود به وي چې د الله تعالى په نزد به خاص ارزښت ونلري او هر کله چې له دنيا لاړ شي مرګ به يې بشري ټولنې ته ضائعه نه وي.
گر چه آدم بردمید از خاک و گل
رنگ و غم چون گل کشید از آب و گل
حیف اگر در آب و گل غلتد مدام
حیف اگر برتر نپرد زین مقام
خو ايماني وجود يې عبارت دى له دې څخه چې مسلمان انسان د هغه ځانګړى رسالت خاوند دى کوم چې انبياٶ ته سپارل شوى و، مسلمان ځانګړو اصولو او عقيدو ته ژمن دى او د ځانګړى موخې لپاره ژوند کوي، هغه د همدې وجود له پلوه د حق په اسرارو کې يو سِر؛ د نړۍ په پاېو کې يوه پاېه او په بشري اړتياوو کې اړينه اړتيا ګڼل کيږي، ښه به دا وي چې ژوندى وي او په ځان ووياړي بلکى لازمه دا ده چې د نړۍ له شتون سره سم مسلمان هم شتون ولري، ځکه د بشريت او نړۍ اړتيا وه دغه رنګ انسانانو ته د اوبو، هوا او حرارت له اړتياوو لږ نه ده. د ژوند معنا او حقيقت تر هغه اخلاق، ايمان او موخو پورې تړاو لري کوم چې انبياٶ بيان کړى دي خو اوس مسلمان انسان د هغوى اعلان او ابلاغ په غاړه لري نو که مسلمان شتون ونلري دا موخې او اهداف به وران شي. له همدې کبله د مسلمان شتون د لمر او ستورو د شتون په څير اړين دى، نسلونه او ملتونه منقرض کيږي، آبادې ورانيږي او ورانې آباديږي، دولتونه او حکومتونه پرځول کيږي، کلتورونه بدليږي خو مسلمان هماغسې ثابت او مضبوط دى.